روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له موراوپلار سره نیکی

۲۴

مولوی محمد ابراهیم نبیل

لومړی برخه:

عبدالله بن مسعود رض روایت کوی وایی: له رسول الله ص څخه مې وپوښتل الله تعالی ته کوم یوعمل ډېرخوښ دی؟ وېل : په خپل وخت باندې لمونځ کول، ویل : بیاکوم ؟ وېل: له موراوپلارسره نېکی کول، ویل : بیاکوم ؟ وېل : دالله تعالی په لاره کې جهادکول. « البخاری- الفتح ۱۰ (۵۹۷۰). ومسلم (۸۵) واللفظ له».

معاویه بن حیده رض وایی: ما ویل یارسول الله ص! څوک ډېرپه نېکۍ ارزی ؟ وېل : موردې، دی وایی ما ویل: بیاڅوک؟ وېل : موردې،  وایی ماویل بیا څوک ؟ وېل : موردې! دی وایی ما ویل: بیا څوک ؟ وېل : بیادې پلار،همداسې یوپه بل پسې نږدې خپلوان.  الترمذی (۱۸۹۷) وقال: حدیث حسن. أبو داود (۵۱۳۹) وقال محقق جامع الأصول (۱/ ۳۹۹): إسناده حسن. والحاکم فی المستدرک (۴/ ۱۵۰) وقال: صحیح الإسناد ولم یخرجاه ووافقه الذهبی.».

ابوسعید خدری رض وایی یوسړی رسول الله  ته له یمن نه هجرت راوکړ، هغه ورته وویل : له شرک نه لرې شوې خو جهادهم ضروری دی، ایا په یمن کې دې موراوپلارشته ؟ هغه وویل : هو ! وېل : اجازه یې درته وکړه ؟ هغه ویل : نه ! رسول الله  ورته وویل : ورځه بېرته ولاړشه که یې اجازه درته وکړه ښه ترښه اوکه نه نو حق یې په ځای کوه .  « أبو داود (۲۵۳۰). وقال الهیثمی فی المجمع (۸/ ۱۳۸): رواه أحمد وإسناده حسن واللفظ له.».

ابواسیدساعدی ص وایی: مونږ له رسول الله  سره ناست ووچې له بنی سلمه وو نه یوسړی راغی، ویل : یارسول الله! ایادموراوپلار له حقوقواوله هغوی سره دنېکۍ څخه داسې څه شته چې  دهغوی له مرګ وروسته یې هم ترسره کړم ؟ رسول الله  وویل : هو، هغوی ته دعاکول ، بښنه ورته غوښتل ،له مرګ وروسته یې وصیت په ځای کول،دهغې خپلوۍ پالل چې له دوی پرته یې تړاو نه ترسره کیږی، اودغه راز یې دملګرو اواشنایانو عزت او احترام کول .   « أبو داود (۵۱۴۲). وابن ماجه (۳۶۶۴). وأحمد (۳/ ۴۹۸). والحاکم فی المستدرک (۴/ ۱۵۵) وقال: صحیح الإسناد ولم یخرجاه ووافقه الذهبی.».

انس رض وایی: رسول اللهته یوسړی راغی ویې ویل : جهادته مې زړه کیږی خو توان یې نه لرم، هغه  ورته وویل : له موراوپلاره دې کوم یو پاته دی؟ ویې ویل : مورمې پاته ده، رسول الله  ورته وویل : دهغې له نېکی سره الله تعالی ته مخامخ شه، چې داسې وکړې, نو ته حاجی، عمره کوونکی او مجاهد هم یې، کله چې درڅخه راضی شوه نو له دې نېکی سره یې ډېرپام کوه.   « الهیثمی فی المجمع (۸/ ۱۳۸) واللفظ له. وقال: رواه أبو یعلى والطبرانی فی الصغیر والأوسط ورجالهما رجال الصحیح، والمنذری فی الترغیب والترهیب (۳/ ۳۱۵) وقال: رواه أبو یعلى والطبرانی فی الصغیر والأوسط وإسنادهما جید.».

معاویه بن جاهمه رض وایی: رسول الله  ته راغلم ورته ومې ویل: یارسول الله ما له تاسره دجهاد اراده کړې چې دالله تعالی رضا او آخرت پرې حاصل کړم، ویې فرمایل: ” زوی مړې موردې ژوندۍ ده ؟” ما ویل : هو! ویل : “بېرته دې مورته ورشه له هغې سره نېکی وکړه” وای بیا له بلې خوا ورته راغلم ورته ومې ویل : له تاسره مې دجهاداراده کړې چې دالله تعالی رضا اوداخرت کامیابی پرې حاصله کړم، رسول الله  وویل : ” خوارنه  شې موردې ژوندۍ ده ” ماویل : هو ! ویل ” ورشه له هغې سره نیکی وکړه ” دی وایی بیا له بلې خوا ورته راغلم ورته ومې ویل : له تاسره مې دجهاداراده کړې چې دالله تعالی رضا اوداخرت کامیابی پرې حاصله کړم، رسول الله  وویل : ” خوارنه  شې موردې ژوندۍ ده ” ماویل : هو ! ویل ” خدای دې خوار نه کړه، له هغې مه ښوره همداجنت دی ”   « النسائی (۶/ ۱۱). وابن ماجه (۲۷۸۱) وصححه الألبانی، صحیح ابن ماجه (۲۴۴۱) وقال محقق جامع الأصول (۱/ ۴۰۳): رواه أحمد فی المسند (۳/ ۴۲۹) وإسناده حسن. وکذا أخرجه الحاکم (۴/ ۱۵۱) وقال: صحیح الإسناد ولم یخرجاه ووافقه الذهبی. واللفظ لابن ماجه.».

حضرت عمر رضی الله عنه به ویل: په تابعینو کې تر ټولو غوره یو سړی دی چې اویس نومېږی، د هغه مور ناروغه وه، تاسو له هغه نه د بښنې غوښتنه کوئ. په بل روایت کې دی: حضرت عمر رضی الله عنه ته به چې هر کله له یمن نه  مرستې ته خلک راتلل، هغوی نه به یې دا پوښتنه کوله چې: تاسو کې اویس بن عامر شته؟  تر دې چې (یوه ورځ) اویس ورته راغی، وېلې: ته اویس بن عامر یې؟ وېلې: هو. وېلې: ته د “مراد” “قرن” کلی اوسېدونکی یی؟ وېلې: هو. وېلې: پر تا پیس ناروغی لګېدلې وه، بیا ته ښه شوې یوازې د یوه درهم په اندازه ځای دې پاتی دی؟ وېلې: هو. وېلې: مور دې شته؟ وېلې: هو. وېلې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه اورېدلی وېلې: “تاسو ته به له یمن نه مرستې ته لښکر راشې ، په هغو کې به د مراد د قرن  کلی نه اویس بن عامر راشی، پر هغه به پیس ناروغی لګېدلې وی ، بیا به ښه شی یوازې د یوه درهم اندازه ناروغی به یې پاتی وی، خپلې مور سره به نیکی کوی ، که دی په الله قسم وخوری، الله به یې قسم پوره کړی. نو که تاسوکولی شول له هغه نه دعاوغواړئ”، نو  ماته دعا وکړه! هغه ورته  دعا وکړه. بیا یې ورته ویل: چېرې ځې؟ وېلې: کوفې ته. حضرت عمر رض ورته وېل:  د کوفې والی ته ستا په اړه څه ونه لېکم (چې مرسته درسره وکړی)  وېلې: زه د فقیرانو  ژوند ډېر خوښوم. راوی وایی: راتلونکی کال د دوی یو مشر حج ته راغلی و، عمر ورسره مخ شو او د اویس پوښتنه یې ورڅخه وکړه، هغه وېل: ما په داسې حال کې ولید چې زوړ کور او لږ سامان یې و. حضرت عمر رضی الله عنه وېل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه واورېدل، وېلې: “تاسو ته به له یمن نه مرستې ته لښکر راشې ، په هغو کې به د مراد د قرن  کلی نه اویس بن عامر راشی، پر هغه به پیس ناروغی لګېدلې وی ، بیا به ښه شی یوازې د یوه درهم اندازه ناروغی به یې پاتی وی، او خپلې مور سره به نیکی کوی ، که دی په الله قسم وخوری، الله به یې قسم پوره کړی. نو که تاسو کولی شول  هغه نه دعا وغواړئ”. بیا هغه اویس ته راغی، ورته یې ویل: ماته دعا وکړه. وېلې: ته خو اوس له  ښه سفره راغلی یی ته ما ته  دعا  وکړه، وېلې: ته راته دعا وکړه.  اویس وېلې: عمر سره دې ولېدل؟ وېلې: هو. نو هغه ته یې دعا وکړه. په دې خبره خلک پوه شول؛ نو پرې را ټول شول. اُسیر وایی: ما چپنه پرې واغوسته.. بیا چې به هر چا ولید وېلې: اویس دا چپنه له کومه کړه[یعنی هغه خو مسکین و].     « مسلم (۲۵۴۲).».

حضرت عایشه رض وایی: رسول الله  وویل : جنت ته ننوتم هلته مې قرائت واورېده، ما وویل: داڅوک دی، راته وویل شول :حارثه دنعمان زوی دی نیکی اوښېګڼه همداسې وی نېکی اوښېګڼه همداسې وی، نوموړی له خپلې مورسره ترټولو ډېر ښېګڼه کوونکی و.     « أخرجه الحاکم فی مستدرکه (۳/ ۲۲۹) وصححه ووافقه الذهبی. وشرح السنه للبغوی (۱۳/ ۷) وقال محققه: إسناده صحیح. »

عبدالله ابن عمر رض وایی: رسول الله  فرمایلی : ” له پلرونوسره مو نېکی کوئ زامن به مو نېکی درسره کوی او ځان پاک لمنی ساتئ ښځې به مو پاک لمنې وی ” .  « ذکره الهیثمی فی المجمع (۸/ ۱۳۸) وقال: رواه الطبرانی فی الأوسط ورجاله رجال الصحیح. وقال المنذری فی الترغیب (۳/ ۳۱۷): رواه الطبرانی بإسناد حسن. والحاکم فی المستدرک (۴/ ۱۵۴) وقال: هذا حدیث صحیح الإسناد ولم یخرجاه ووافقه الذهبی».

له عبدالله بن عمر رض نه روایت دی وایی : چې مکې ته په لاره یواطرافی سړی ورسره مخ شونو ده سلام پرې وکړاوپه خپل مرکب یې ورسره کېناوه اوله خپله سره یې یوپټکی هم هغه ته ورکړ، ابن دیناروایی چې مونږ ورته وویل : الله مو ژوندی لره دوی خو اطرافی خلک دی په کم څه هم خوشحالیږی، هغه وویل : دده پلارزما دپلار عمر بن خطاب اشنا و، او ما له پیغمبر نه اورېدلی چې ویل یې : ” دزوی ترټولو ښه نېکی دپلار اشنایان پالل دی”    « مسلم (۲۵۵۲).».

عبدالله بن عمر رض نه روایت دی چې یوسړی رسول الله  ته راغی او ورته یې وویل: یارسول الله ډېره لویه ګناه مې کړې مالره توبه شته که نه ؟ هغه وفرمایل : مور دې ژوندۍ ده ؟ ویل : نه ! بیایې وویل : ترور(خاله) دې شته ؟ ویل : هو، ویې فرمایل: له هغې سره ښېګڼه وکړه .   « صحیح سنن الترمذی (۱۵۵۴). والحاکم فی مستدرکه (۲/ ۱۵۵) وقال: صحیح الإسناد ووافقه الذهبی.».

عمرو بن عبسه رض وایی: رسول الله  ته په هاغه لومړنیو وختونوکې راغلم چې لاپه مکه کې واو پټ و، نو ماورته وویل : ته څه شی یې ؟ ویل : زه نبی یم، ما ویل نبی څوک وی ؟ ویل : دالله تعالی استازی، ماویل په څه یې رالیږلی یې ؟ ویل : چې دخدای تعالی عبادت وکړه، بتان مات کړه او خپلوی له نېکی  اوزړه سوی سره وپاله .   « الحاکم فی المستدرک (۴/ ۱۴۹) وقال: هذا حدیث صحیح على شرط الشیخین ولم یخرجاه ووافقه الذهبی ».

ثوبان رض وایی: رسول الله  فرمایلی : په عمرکې له نېکی پرته بل څه زیاتوالی نه شی راوستلای او نه تقدیرله دعا پرته په بل څه بدلېدای شی، له شک پرته چې سړی په ترسره کړې ګناه خپله روزی په لغته وهی .    «أحمد (۵/ ۲۷۷)، (۲۸۲). والترمذی (۲۱۳۹) وقال: حدیث حسن غریب. وابن ماجه (۹۰) وهذا لفظه. الطبرانی فی المعجم الکبیر (۲/ ۱۰۰). وحسنه الألبانی، صحیح ابن ماجه (۷۳). والحاکم فی المستدرک (۱/ ۴۹۳) وقال: صحیح الإسناد ولم یخرجاه ووافقه الذهبی».

عبدالله بن عمر رض نه روایت دی چې رسول الله  ویلی : ” دپلارمینه اواشنایی دې وساته مه یې پرېکوه چې بیابه دې الله تعالی نوردرڅخه واخلی . « الهیثمی فی المجمع (۸/ ۱۴۷) وقال: رواه الطبرانی فی الأوسط وإسناده حسن. وحسنه الحافظ العراقی. انظر فیض القدیر (۱۱۴۶)».

نوربیا…

ممکن است شما دوست داشته باشید