روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له تبعیض او سیاسی لید پرته دې د پناه غوښتونکو لاسنیوی وشی

باختر آژانس: افغانان چې په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو لوی نفوس لری، د کډوالۍ نړیواله ورځ، د افغان مهاجرینو د ډیرو ستونزو له امله د دوی لپاره ځانګړی اهمیت لری.

اوس په نړۍ کې له۱۰۰ میلیونو څخه زیات پناه غوښتونکی شتون لری، چې زیاتره یې بېوزله پاتې دی، په داسې حال کې چې بشری حقونه د خاورینی کرې هر انسان ته د امنیت او هوساینې د غوښتلو حق ورکوی.

په دوی کې افغانان، سوریایان او اوکراینیان دی چې په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو زیات شمېر جوړوی او افغانان د درې واړو هېوادونو په منځ کې تر ټولو زیات کډوال لری او تر ډېره د تبعیض او د هېوادونو د سرحدی ځواکونو د بد چلند له امله له ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

د افغان کډوالو ستونزې یوازې په ایران او پاکستان پورې محدودې نه دی، چې په میلیونونو افغان کډوال او پناه غوښتونکی په کې مېشت دی.

د افغان مهاجرینو وضعیت تر بل هر هېواد زیات خراب دی، اروپایی هېوادونه په ځانګړې توګه آلمان او یونان د دغو مهاجرینو په اړه تبعیضی نظر لری او له نړیوالو کنوانسیونونو او بشری حقونو څخه په سرغړاوی چلند  کوی او حتی اوکراینی مهاجرینو او نورو هېوادونو ته  ډیر خدمات وړاندې کوی، اسانتیاوې له افغانانو څخه اخیستل کیږی او دغو پناه غوښتونکو ته ورکول کیږی،  د افغان مهاجرینو دوسیې په ساده او حتی د کوربه هیوادونو له اصولو سره سم نه څېړل کېږی او په کلونو او میاشتو ځنډیږی.

په ګاونډیو هېوادونو؛ ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت چې شمېر یې میلیونونو ته رسېږی، د اروپا او امریکا په پرتله بدتر دی، له بده مرغه په دغو دوو هېوادونو کې زیاتره افغان کډوال هغه کډوال دی، چې د اقتصادی دلایلو او د کار ترلاسه کولو لپاره یې خپل وطن پرېښی دی.

په ټولیزه توګه د کډوالۍ مسئله یوه عاطفی مسئله ده چې باید په عاطفی او انسانی لید سره تعقیب شی او ګاونډیان باید په دې برخه کې لا زیاته همکاری وکړی؛ خو لکه څنګه چې لیدل کیږی، د ګاونډیو هېوادونو پوله ساتی له افغان کډوالو سره حتی له قانونی اسنادو سره  چې تګ راتګ کوی،  ناسم  چلند کوی.

د کډوالۍ نړیواله ورځ د دې لپاره ده چې د پناه غوښتونکو ستونزې په ذهنونو کې تداعی کړی، د مرستې لپاره د اړتیا وړ خلکو په توګه د هغوى د لاساینه وکړی، او د دوی ستونزو ته د حل لاره ومومی.

مهاجرت او مهاجرین باید له سیاسی پلوه تعقیب نه شی، مهاجرین باید په سیاسی مسئلو او د هېوادونو ترمنځ اړیکو کې د وسلې په توګه ونه کارول شی او له مهاجرینو څخه د بهرنیو مرستو ترلاسه کولو د وسیلی په توګه ګټه وانه خیستل شی.

باید د دې  زیانمنونکی قشر چې مرستې ته اړتیا لری، له سیاسی لید څخه لیرې د هغوی د لاساینه وکړل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید