روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو بهیر عملاً پیل شوی

د افغانستان د ملی دفاع وزارت سپرست وایی، له افغانستان څخه د امریکایی او ناټو سرتیرو د وتلو بهیر رسماً پیل شوی دی.
جنرال یاسین ضیاء پرون شنبه مۍ ۱(غویی ۱۱) په کابل کې یو مطبوعاتی کنفرانس ته وویل چې ټاکل شوې تر څو ورځو د بهرنیو ځواکونو قرارګاوې افغان سرتیرو ته وسپارل شی.
هغه په هلمند ولایت کې د شورابک پوځی قرارګاه یادونه وکړه چې په وینا دغه پوځی قرارګاه د بهرنیو ځواکونو لخوا خالی شوې او ټاکل شوې تر سبا پورې افغان ځواکونو ته وسپارل شی.
نوموړی زیاته کړه: “موږ فعلاً د تسلیمۍ په حالت کې یو، ممکن سبا په شورابک کې یو کوچنی ټیم ساحه پرېږدی او په همدې ترتیب سره په نورو سیمو کې مېشت دی یو په بل پسې سیمې خالی کوی او خپل اصلی مرکز چې د مثال په ډول بګرام دی هغه ځای ته انتقالیږی.”
د افغانستان د ملی امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم په کنفرانس کې وویل چې له دغه هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به وسله وال طالبان خپل بریدونه زیات کړی.
ښاغلی محب زیاته کړه چې دغه ډله د جګړې له لارې د قدرت تر لاسه کولو هڅه کوی او په وینا افغان ځواکونو یې د مقابلې لپاره پوره چمتووالی لری.
د امنیت شورا سلاکار ډاډ ورکړ چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به دغه هیواد د طالبانو لخوا سقوط نشی.
د امریکا د ولسمشر جو بایډن د اعلان په اساس ټاکل شوې د مۍ لومړۍ نټې څخه له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو د وتلو بهیر پیل شی چې د همدې کال د سپټمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې به بشپړه شی.
وسله والو طالبانو ویلی دا چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د مۍ میاشتې له لومړۍ نیټې څخه ځنډېدلی په وینا یې دغه «سرغړونه» د نړیوالو ځواکونو پر ضد طالبانو ته د هر ډول اقدام لار خلاصوی.
د امریکا او طالبانو د دوحې د توافق په اساس ټاکل شوې وه د مۍ میاشتې تر لومړۍ نېټې ټول بهرنی سرتیری له افغانستان څخه وتلی وای.
خو په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو عمومی قوماندان سکاټ میلر تر دې مخکې ویلی که چیری طالبان د مۍ تر لومړۍ نېټې وروسته له افغانستان څخه د نړیوالو سرتیرو د وتلو د بهیر پر مهال پر هغوی برید سخت ځواب به ورکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید