روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له اتحاد پرته، پرمختګ ناممکن دی!

سلیمان سعید

خپل منځی وحدت د هرې ډلې، قوم او ملت د کامیابی او پرمختګ لپاره لومړنی او اساسی شرط دی. کاڼی له وړو، وړو ذرو جوړ شوی، که همدا کلک کاڼی میده شی، نو هیڅ هم نه دی. د خښتو له یو ځای کېدو څخه لوی، لوی دیوالونه جوړیږی. اوسپنه هم د همداسې کوچنیو ذراتو مجموعه ده. واړه، واړه تارونه او پخې سره یو ځای کیږی او قوی ټوکر ترې جوړیږی. که خپل چاپیریال ته نظر وکړو، اکثره شیان همداسې د وړو، وړو ذرو له یو ځای کېدو څخه رامنځ ته کیږی.

وایی: یو سپین ږیری د زنکدن پر مهال خپلو زامنو ته د اتحاد، زغم او یووالی وصیت کاوه. غوښتل یې هغوی ته عملی درس ورکړی، نو یوه ګېډۍ لښتې یې راوغوښتې. یوه، یوه لښته یې هر زوی ته ورکړه او د ماتولو یې ورته وویل. ټولو خپله، خپله لښته ماته کړه. بیا یې ټولې لښتې یو ځای سره وتړلې او خپلو زامنو ته یې ورکړې، ویل: دا ګېډی مات کړئ. هر یو خپل زور وازمایه، خو ګېډی یې مات نه کړ. نو پلار خپلو زامنو ته وویل، که متحد واست، هیڅوک به تاسې ته ضرر نه شی رسولی. خو که سره جلا او خپلو کې مخالف شوئ، همداسې یو، یو به ماتېږئ!

دغه راز؛ یوه بله کیسه ده، وایی: یوه ځنګل کې درې غوایی اوسېدل: سور، سپین او تور. د زمری پر دوی درې واړو یو ځای زور نه رسېده، نو پلان یې جوړ کړ، چې دوی سره تقسیم او بیا یو، یو نوشی جان کړی. نو تور او سپین غوایی ته ور په څنګ شو، هغوی ته یې وویل: تاسې دواړه ډېر ښایسته یاست، خو دا سور بې چاره بیخی بدرنګه دی، غوایی خو یا تور وی او یا سپین. همداسې نورې پارونکې او اختلاف اچونکې خبرې یې هم وکړې. تر دې چې بالآخره یې دوی دواړه دې ته اماده کړل، چې د سور غوایی پر ضد راپاڅی، هغوی وویل: نو چاره څه ده؟ زمری وویل: تاسې ترې بې غمه شئ، زه به یې درته دانګې، وانګې کړم. هماغه ؤ چې سور غوایی یې راچپه کړ، خو هغوی نورو دوو یې په خوشحالی سیل کاوه. بیا یې څه موده وروسته تور غوایی ته وویل: فقط ته اصیل غوایی یې، دا سپین خو ډېر کبرجن دی، تا سره یې هم چندان جوړه نه ده ، یوازې یوازې ګرځی. دا به هم ختم کړو، بس زه او ته به بې غمه خپله ملګرتیا پالو. تور غوایی هم ورسره ومنله. بالآځره چالاکه زمری، سپین غوایی هم له ستونی تېر کړ. بیا یې نو پر تور غوایی هم زور بر شو، خو هغه سره یې هیڅ بحث او مناقشه ونه کړه، فقط یوه غوټه کې یې ټوټه، ټوټه کړ!

د اتحاد په اړه ډېرې کیسې شته، په خپل ژوند کې هم په دې اړه ډېرې تجربې لرو او د عقل فیصله هم دا ده، چې د کامیابی راز «اتحاد» دی.

همداراز؛ په قرآن کریم او نبوی احادیثو کې هم ډېر ځایه موږ ته د اتحاد او اتفاق لارښوونه شوې او د اختلاف په صورت کې د سخت عذاب وعیدونه راغلی.

ولې د اسلامی په اوایلو کې مسلمانان کامیاب وو، خو اوس له ذلت او ناکامی سره مخ دی؟!

ځکه چې هلته مسلمانانو اتحاد الهی حکم او د کامیابی راز ګاڼه، مګر نن موږ د دښمن لومو کې ګېر یو، یو د بل پښې وهو او اختلافات خپروو. نن زموږ مسلمانان وروڼه د کفارو تر حکم لاندې ژوند کوی او د هغوی په غلامی کې عزت لټوی، خو د خپل مسلمان ورور حکم ته غاړه نه ږدی. پخوا مسلمانان ځکه کامیاب وو، چې هغوی یو امت وو، مګر نن اسلامی امت په لسګونو برخو وېشل شوی او بیا هر هېواد پر لسګونو ډلو تقسیم شوی. نو حتماً به کمزوری یو!

موږ د افغانستان په جغرافیه کې ژوند کوو، نو ټولو افغانانو ته دا توصیه کوو، چې راځئ هر ډول اختلافات شاته وغورځوو او په مشترکاتو سره راټول شو. جزئی ستونزې هر چېرته شته، خو باید زموږ تر منځ د اختلاف او تجزیې لامل نه شی.

اوس چې الحمدلله؛ په هېواد کې جګړه پای ته رسېدلې او د پرمختګ لپاره مو یو چانس تر لاسه کړی، نو باید له دې فرصت څخه جدی استفاده وکړو.

نسبت نورو اقوامو ته، د افغانستان اکثریت ولس ډېر دینداره دی، اکثره کورنیو د اسلامی نظام د حاکمیت او خپلواکی تر لاسه کولو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې. نو هغوی خو باید حتماً د دغه اسلامی نظام حمایت وکړی، تنظیمی تړاو او ګټو څخه باید تېر شی. دا د ټولو مسلمانانو ګډه کښتۍ ده.

له اسلامپالو ور هاخوا، نورو هېوادوالو ته وایو: راځئ له دغه سوله ییز فرصت او ثبات څخه استفاده وکړو او له مادی اړخه خپل هېواد د نورو سیال کړو. د پرمختګ لپاره عیاشی او فحاشی نه ده شرط، امنیت شرط دی او همت په کار دی. اوس الحمدلله، د هیڅ ډول پرمختګ مخه څوک نه نیسی، هر څه مو په خپل واک کې دی او نظام مو د هرې پروژې پوره قدردانی کوی.  همداراز؛ د اسلامی امارت مسؤلین هم باید پوره زغم او حوصله ولری او په هیڅ صورت دښمن ته فرصت ورنه کړی، چې د افغان ملت تر منځ اختلاف واچوی. اوس باید د طالب او غیر طالب له نومه تېر شو، دا وطن د ټولو کور دی. واک دې له علماؤ سره وی، همدا د الله تعالی حکم دی او علماء د ځمکې پر مخ د خلافت مسؤلیت لری، مګر په نورو چارو کې باید هر چا سره همغږی او تحمل وشی. نبی علیه السلام له یهودو سره تړون وکړ، تر څو د مکې له مشرکینو سره مقابلې ته فارغ شی. نو اسلامی امارت هم باید ټولې وړې لانجې هاخوا کړې او د نظام د پرمختګ او بقا لپاره شپه، ورځ کار وشی. تر خپله وسه باید هڅه وشی، چې یو افغان هم مرور او جدا پاتې نه شی، ټولو سره باید د خپلو مشترکاتو پر اساس یو تړون او اتحاد ولرو. تر څو دښمن زموږ خپل وروڼه، زموږ پر خلاف ونه کاروی. همدا د نظام او ملت د کامیابی او پایښت یوازنۍ نسخه ده!

ممکن است شما دوست داشته باشید