روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

لغمان محبس څخه ۳۱ بندیان ازاد شول

د لغمان له عمومی محبس څخه ۳۱ تنه بندیان چې دوسی یې بشپړې شوې د امیرالمومنین د فرمان او د رئیس الوزارا د ۴۱۸ ګڼه مکتوب په اساس ازاد کړل شول.

د لغمان مرستیال والی مولوی سعید احمد بنوری په وینا چې دا هغه بندیان و چې وړې دوسې یې درلودې او جرمونه یې واړه وو، له همدې امله د امیرالمومنین د ځانګړی فرمان او د رئیس الوزرا د ۴۱۸ ګڼه مکتوب له مخې پرون د لغمان محبس څخه ازاد شول.

نوموړی وویل چې دا پروسه په ټول هېواد کې روانه او هر ولایت کې د یوه ځانګړی هئیت په واسطه د ولسوالیو او مرکز د بندیانو تثبیت کیږی او له هغې وروسته په ځانګړی ضمانت ازادیږی.

د ازاد شویو بندیانو په وینا چې تیرو څو میاشتو کې ورسره ښه سلوک شوی دی او د شریعیت په چوکاټ کې ورته ټولو اسلامی لارښوونې هم شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید