روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

قندهار کې د ۵۰ کیلومتره سړک  رغولو چارې پیل شوې

شریعت: د قندهار د ټولګټو ریاست مسوولین وایی، چې د یاد ولایت په معروف ـ ارغستان ولسوالۍ کې د ۵۰ کیلومتره سړک د رغولو چارې پیل شوې دی.

د ټولګټو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې یاد سړک معروف ولسوالۍ د ارغستان  له ولسوالۍ سره نښلوی چې لګښت یې د ټولګټو وزارت له لوری ورکول کېږی.

د یادونې وړ ده، چې د یاد سړک په رغولو سره سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې، چې په بشپړېدو سره به یې د یادو ولسوالیو ترانسپورټی ستونزې هم حل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید