روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

قندهار کې د خوراکی توکو بیې را ټیټې شوې دی

د قندهار ځایی اوسېدونکی وایی چې په دغه ولایت کې د خوراکی توکو بیې را ټیټې شوې دی. د باختر آژنس خبریال چې د یاد ولایت عمده پلورنځیو ته تللی وایی چې په دغه ولایت کې د خوراکی توکو په قیمت کې د پام وړ کموالی راغلی دی. په قندهار کې د خوراکی توکو پلورونکی ظاهر فولاد باختر آژانس ته وویل چې د خوراکی توکو په بیو کې د پخوا په پرتله ډېر کموالی راغلی، په خبره یې پخوا لس لېټره غوړی په  ۱۵۰۰ افغانیو پلورل کېدل، خو اوس یې بیه ۱۰۰۰ افغانیو ته را ټیټه شوې ده د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامی امارت د اقتصادی هڅو په دوام څو ورځې مخکې د نوی اقتصادی دهلیز له لارې له چین څخه د سوداګریزو توکو یوه جوپه افغانستان ته را رسېدلې وه، چې په دې سره د خوراکی توکو په بیو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید