روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

قلم د کائناتو د تخلیق او لومړی نشأه فاتحه

درېیمه برخه

جبریل سعد

شهید سید قطب په خپل تفسیر(فی ظلال القرآن) کې له منشأ تر مصیره د انسان د توپیر او تغیر حقیقت ته ورته د ښوونې اوروزنې حقیقت یادونه کړې، هغه لیکی: الله تعالی انسان ته د قلم په ذریعه ښوونه کوی چې د انسان په ژوند کې د ښوونې له نورو توکو د پراخ او ژور اغېز وسیله وه او هم ده، دغه حقیقت چې اوس په بشری ژوند کې لاس پر لاس کېږی او موږ ته مالوم دی؛ له پیله دومره څرگند نه و، خو الله تعالی ته د قلم ارزښت مالوم و چې د ترټولو وروستۍ پیغمبرۍ په لومړیو شېبو کې یې ورته په(اقرأ)سره د علق سورت په پیل کې اشاره وکړه، په داسی حال کې چې هغه پیغمبر چې پرې دغه سورت نازل شوی پر قلم یې لیکل نشو کولی.

د قلم تاریخ اوږده مخینه او د نورو په څېر په تاریخ کې خپله کیسه لری چې د بشری ژوند په اوږدو کې او بیا د هغې ایجادونکی لیکلې، خو عجېبه دا چې قلم د ځان کیسه نشی کولی او نور بیا د ده په وسېله خپله کیسه کوی، قلم له پیله په اوسنۍ بڼه نه و، بلکې هغه تر موږ پوری ډېر تارېخی پړاونه پار کړی، په پیل کې الله تعالی انسان ته یو داسی عنصر الهام کړ چې هغه یې د خپل وجود له پیله اړتیا احساسوله ترڅو خپل د اوس لیدلی، اورېدلی، پوهه کې راغلی او پر زړه تېرېدونکی هغه پرې بیا ته خوندی کړی، نو انسان په لومړیو کې د خپل فطرت په لارښوونه گوته د ژوو پر وېنو ولړله، بیا یې پر کاڼو او د غارونو پر دېوالونو د خپل مقصود د تعبیر په توگه راتېره کړه او د بشری تاریخ د دغو لومړنیو نا اشنا کرښو او شکلونو پر ښکلو سره د لیکنې یو نالېدلی فن ترې رامنځته شو.

دا چاره د بشری ژوند په دومره لومړیو کې وه چې د کلونو او زمانو اټکل یې نشی کېدای، خو د ځینې لویو ساراوو، اسپانیې او جنوبی فرانسې لویو سمڅو کې له موندنو یې دومره جوته ده چې د قلم او سیاهی پیل له گوتې او وېنې څخه و او همدا د نویو مهمو موندنو په لور د انسان د گام اخېستو لومړی او فطری پیل و چې پرې په هغو ټولنېزو افکارو کې چې پکی دغه موندنې ترسره کېږی د انسان وجود او دوام ته برم او برکت ور بښی. د قلم وخت پر وخت نووښت په اړه څېړنو ترمنځ خورا زیات توپېر ترسترگو کېږی، نو ځینې هغه  څه به ترې را واخلو چې  موږ ته کره مالوم شی او پرې باور لرو، د قلم په توگه د گوتې له کارولو انسان د لرگی سېخانو ته پرمختگ وکړ، تر ټولو لومړی قلم د۴۰۰۰قبل المیلاد په پیل یاهم۳۵۰۰کې سومریانو د لرگی له سیخ څخه را منځته کړ، چې پرې د سریښناکې خټې پر تختیو به یې کشول، د تعبیر مطلوب شکل به یې پر جوړاوه او بیابه یې یادی تختۍ د وچولو لپاره لمر ته ښودې، وروسته یې سر تراشلی قلمونه د ونو له نسبی نریو څانگو را منځته کړل چې په ورته طریقه استعمالېدل. د وخت پر وتو د لویو مارغانو بڼکې(plume)هم د قلم په توگه رامنځته او دود شوې چې په رنگ به یې دننه کړې او پرې تعبېری رسمونه او شکلونه به یې کښل، دا د لیکنې لومړی گامونه و چې پوهانو یې تعبېری شکلونو ته مسماری خط ویل، ترې جوړی لیکنې ته یې انځورېزه او عکسی لیکنه ویل کېده او مخینه یې له مېلاد څخه څه باندې درې نیم زره )۳۵۰۰)کاله وړاندې موده ښودلې، غږیزه لیکنه چې په تورو سره وی تر دغه مهاله لا نه وه پېژندل شوې، خو بیاهم طبیعی څېزونو انسان ته په له هغه را وروسته ژوند چې پکې د ډېرو پخوانیو، زړو او فطری ظروفو تر جبر لاندې و هغه څه ښه پراخ کړل چې د پخوا په پرتله مثالی او ښه بلل کېدل.

دلته د سیاهۍ یادونه هم اړېنه ده، هغه عنصر چې په لیکلو کې د وینې ځای نیسی او موږ ورته سیاهی او دوات وایو، ځینې خلک یې د سیاهۍ برعکس روښنایی هم نوموی، په قرآنکریم کې د(مداد)او(ن)په نوم یاد شوی،(ن/مداد)وېنو او بیا سیاهۍ ته تغیر وکړ، د سیاهۍ کیسه د نویو موندنو څخه یوه ده چې له څو پړاوونو او نوښتونو څخه را تېره شوې او څو ډولونه او سرچینې لرې، ترټولو وړاندې هندی او چینایی سیاهۍپېژندل شوې چې له تورکیو(سوځېدلو لوگیو)به جوړېدې، د سیاهۍ په جوړولو کې بېلابېل طبیعی مواد لکه زاج او نباتی هغه لکه د صبر په نوم درختې له غوټیو ترلاسه کېدونکی مواد، خو د عربو ډېره تکیه پر هغو تورکیو وه چې د نفتو/تېلو او یاهم نباتی هغو لکه د کتان پر نوم بوټی له دانو څخه ترلاسه کېدونکو غوړو له سوند څخه پرلاس راتلل، په ځینې سیاهیو کې بیا داسی مواد کارېدل چې په عادی او یاهم د شگفته په نوم(گل ببری ته روته)بوټی چې په اوبو کې به یې جوش کړل او بیا به یې عربی کانډان او یا قبرصی زاج له لیږ تورکیو سره ورکډ کړل.

له سومریانو را وروسته قدیمو مصریانو له نږدې۳۰۰۰قبل المیلاد د لیکنې نور عنصرونه را منځته کړل او قلمونه یې د سومریانو له ایجاد څخه په اخېستنه له کړکې/درگې جوړ کړل چې دا په اوسنۍ بڼه د کړکې لومړی ایجاد و، له دېرش پېړۍ زیات وخت قبل المیلاد کنعانیانو پر ابجدیاتو غږېزه(پر تورو)لیکنه را منځته کړه چې دا یې د لرغون پوهانو پر آند په بشری ژوند کې لومړی ځل و، د هغو له ښه والی سره کرار قلم هم د مارغانو له بڼکو د طبیعی فلزاتو  اوپېتلو قلمونو(ورته معدنی بڼکی ویل کېدې)ته پرمختگ وکړ چې د نیولو ځای به یې هم درلود.

همداراز ختیځ روم او له هغه وړاندې یونان هم د لرگی له دړو د گرد تراشلی نوک چې په ویلی کېدونکې ماده(شمې)کې به پټ شوی و؛ قلمونه جوړ کړل، ورسره په منځنیو پېړیو کې د مارغانو بڼکې هم کارېدلې، د قدیمی یونان په اغریق ښارگوټی کې پر۵۰۰قبل المېلاد کال همدا بڼکې کارېدلې چې اروپا ته یې هم واریدې کړې.

نور بیا…

ممکن است شما دوست داشته باشید