روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

قلم د کائناتو د تخلیق او لومړی نشأه فاتحه

دوهمه برخه

جبریل سعد

د دغه قلم د څرنگوالی په اړه  څه نشی ویل کېدای، خو له ابن عباس رضی الله عنه څخه نقل شوی چې دا له نور څخه جوړ یو داسی قلم دی چې له ځمکې تر اسمان پوری رسېږی، دغه قلم چې د(کان وماهو کائن الی الأبد)د لیکلو لپاره ځانگړی دی؛ یواځی د الله تعالی د حکم تنفیذ کوی، نه ترې سرغړونه کوی او نه هم د الله تعالی له حکم پرته څه لیکی. الله تعالی د کائناتو پر کفالت ترټولو وړاندی قلم پیدا کړ او د(اقرأ)کلیمه چې د قلم مفاد دی د قرآنکریم د پیل کلیمه یې وگرځوله، دا دواړه زموږ په سپېڅلی دین کې د قلم لوړ ارزښت جوتولو سربېره په څرگند ډول ښیی چې د یوې ټولنې د لوړ برم او له تارېکیو یې د وتلو یواځینۍ لاره د څېړونکو او نظر خاوندانو له لوری د ټولنې په ټولو برخو کې هر اړخیزې طرحې رامنځته کول دی چې تر نورو د پام او استحکام وړ یې فکری برخه ده، قلم یې بنسټ ږدی او مجسمه بڼه ور کوی.

زموږ په اسلامی ټولنه کې هغه څوک د مشرۍ وړ گڼل کېږی او ټولنه ورپوری غوټه وی چې د هغې پر ټولو چارو پوه وی، یادې چارې سر ته رسولی شی، زموږ له انگېرنې پرته په رښتیاهم د ټولنې د مشرۍ وړتیا ولری، خپلې مشرۍ او د چارو سمبالښت ته بشپړ متعهد او ژمن وی او…، نو د کائناتو په ټولنه کې د قلم په مشر گرځولو کې ښایی قدرت همدغه حکمت اېښی وی چې د مشرۍ د ټولو شرطونو درلودلو تر څنگ د(کائن الی الأبد)لیکلو ته  له پیدایښته تر پایښته او تل تر تله متعهد او ژمن دی. قلم د تمدن په رامنځته کولو او د اسلام پر بنسټ ښودلو کې فعال سهم او بارز نقش لرلی، د بشری ژوند په ټولو برخو کې د مخکښ او حیاتی رول وسیله ده او اوس پر همدې قلم انسان له ډېرڅه خبر دی، پر ډېرڅه د نورو د پوهولو او خبر ورکولو وړتیا لری او پر هغه څه د پوهې او نورو د پوهولو جوگه دی چې له هغه پرته پرې نه پوهېده او نه یې څوک پوهولی شو. قلم د هر څېز لپاره د روح او جوهر په منزله دی، د دنیا په موجواداتو کې د تر ټولو ارزښتمن او حیاتی هغو بنسټ پر قلم ولاړ دی، قلم د نوښت کیلی او د پلټنې غوره وسیله د عقل سفیر او د پوهې استازی دی، د پوهې او کلتور په نړۍ کې ملتونه خپلو أرمانونو ته رسوی، هغوی پرې مخ پر وړاندی ځی او د بریا زېری ترې اوری، نسلونه پرې د ځمکی له سختیو او د شپې له تروږمیو سره مقابله کوی، هغه په بڼ او دا په رڼا بدلوی، نو که سړی پر حرکت راشی او د مخ پر وړاندې تللو هڅه وکړی یا هم له اړتیا سره سم د مناسبو شرائطو رامنځته کېدو ته لږ تم او بیا روان شی، قلم یې ناپوهې پر پوهه، راتلونکی پر ښو چانسونو، بادیه نشینی او شډلتوب پر ښارگرۍ او تمدن او پر نشت حساب یې پر ډېر څه اړولی شی.

قلم یو ځانگړی حیرانونکی اغېز لری، هغه که د ځینې ستونزو پېښېدو، قدرتونو را پرزېدو او پاڅونونو رامنځته کېدو لامل او تر شایې ولاړ وی، نو د ټولنې د پرمختگ او د ټولنې د اشخاصو د فکری ازادۍ وړانگه هم ده، څوک هم چې یې د تتولو هڅه کوی؛ له فکری لید لوری او پرمختگ څخه مو مخ اړوی او بېرته مو شاته گرځوی، له همدې أمله دیکتاتور حکومتونه د بې وسلې خلکو له لاسه د قلم اخېستلو لپاره پر هغوی فشارونه راوړی او بندېزونه پرې وضعه کوی. قلم د افکارو ټولگه ده چې د ملتونو د فرهنگی، ټولنیز، أدبی او سیاسی نووښتونو د اړ او دوړ په اوږدو کې بشپړ پېژندل شوی، له انسانی ژوند او تمدن سره ټېنگه دوستانه لری، همدغې وړوکی موجود د ټولنو او فرهنگونو رامنځته کولو او بیا خوندی ساتلو ټول بشریت حیران کړی، قلم د هغه څه لپاره چې پخوانیو خلکو ترشا پرې اېښی یو تر ټولو امین ساتندوی دی چې روان او راتلونکی ته د تېر پر ساتلو د نویو نسلونو تنده ماتوی.

قلم د خبرو کولو او د نورو د غږولو د یوې ملکې حیثیت لری، له هغه پرته نه یو څوک خپله خبرې کولی شی او  نه یې له نورو ترلاسه کولی شی، قلم د قلموال چوپه ژبه ده د هغه له فکر او پوهې څخه د سیاهۍ پر ټکو او الفاظو تعبیر کوی او هغه څه لیکی چې له لیکوال څخه ورته القاء کېږی، د قلم د سیاهۍ حقیقت دغه نه دی کوم چې ور پکې وی، بلکې هغه څه دی چې د لیکوال له عقل او پوهې ور توی او ورته وحې شی، د هغه پر بصیرت روښانه شی او قلم یې د سیاهۍ پر رنگ وکاږی، لهذا قلم د ذی خبره اشخاصو، عالمانو، حکیمانو، لارښودو او پرهنگیانو په پوهه کې خیالی عنصرونو څخه تعبیر کوی او هغه پر محسوسه بڼه وړاندې کوی.

په قرآنی اسلوب کې لومړی لوست(اقرأ)او بیا لیک(والقلم و مایسطرون)دی، نو له لوست پرته لیک نشی بریالی کېدی، څومره چې لوست او مطالعه پراخه وی هومره د لیکوال وړتیا زیاته او هم بریالی وی، قلم غټې کاچوغې او پوهه لوښی ته ورته ده، څومره چې لوښی زیات ډک وی کاچوغه ډکول ترې اسان او د لوښی هرې برخې ته چې یې وړې ښه ډېرڅه ترې راپورته کولی شې، خو که لوښی پوره ډک نه وی، نو په کاچوغه کې ډېر څه راتلل ستونزمن وی او که لوښی ډېر تش وی نو د کاچوغې اواز د هغه له بېخه اورېدل کېږی.

قلم د بشری تاریخ په اوږدو کې:

(ن والقلم)هغه عنصر ته ترټولو لومړنۍ اشاره وه چې د انسان د یوې حیاتی اړتیا په توگه یې په خپلو بېلابېلو بڼو له هغه سره له ازله ملتیا کړې، هغه مهال چې لومړنیو انسانانو ته لیک لوست نه مالومېده ترڅو په پوهه کې راتلونکو او زړه کې یې تېرېدونکو هغو څخه پرې تعبیر وکړی او هغه وخت چې دوی د قلم حقیقت نه پېژاند او د هغه په اړه یې د خپلې عقیدې د څېړنې د جلا جلا خط مشونو له مخې کرار کرار د هغه د پېژندنې په هڅه کې و. پایله یې قلم د انسان تر ټولو ارزښتمن ایجاد و، داسی ایجاد چې پرته ترې هغه بشری ټولنه ممکنه نه وه کومه چې د زدکړی پر بنسټ ولاړه ده، له قلم پرته موږ له پخوانیو ټولنو، د هغوی دینونو او مذهبونو، تاریخونو، فرهنگونو او ټولنېز ژوند او اړېکو څخه هیڅ نشو زده کولی، اوس چې مو زده کړی همدا قلم یې یواځېنۍ وسېله ده چې دا هرڅه یې راته ساتلی و او د نن سبا پراخه بشری ټولنه پرې ولاړه ده…

نور بیا …

ممکن است شما دوست داشته باشید