روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

قلم د کائناتو د تخلیق او لومړی نشأه فاتحه

جبریل سعد

لومړۍ برخه

په بېلابېلو ټولنیزو فرهنگونو کې د قلم د لوړ مقام لامل یواځی دا نه دی چې زمو پر وړوکتوب یې په مدرسه کې زموږ د پېژندنی په مدارکو پوری تړاو لرلی، بلکې د انسانی ژوند په اوږدو کې یو پر بل پسې نسلونو د فکر د روښانتیا له أمله هم قلم د دغه مقام څښتن دی، له همدې وجې قلم د حافظې لارښود او د ثبت او تدوین د تاریخ د زېږ نېټه ده، کوم څه چې هغه نه وی ثبت کړی ورته له تاریخ مخکې وایی، خو په عربی ژبه د قرآنکریم نازلېدو، اسلام خپرېدو او د اسلامی واکمنیو را منځته کېدو په دې برخه کې د تحول یوه محوری نقطه رامنځته کړه چې د قلم په جوړښت کې د پرمختگ مخ یې اسلامی ټولنی ته واړاوه.

د قلم د سپېڅلتیا سرچېنه فکر دی، د فکر سرچېنه عقل او عقل بیا د خدای ج پېرزوینه او پر ځمکه د هغه استازولی ده، په قرآن کریم کې پر قلم باندې د خدای ج قسم تقریباً موږ ټولو لوستلی، خو ایا موږ په هغه کې په فکر او غور د دې قسم حق پر ځای کړی دی؟ الله تعالی چې پر قلم باندې قسم کړی او بیا یې ورسره د رسول الله مبارک صلی الله علیه وسلم د لوړو اخلاقو یادونه کړې، زما په فکر قلم له هغه ډېر زیات لوړ دی چې موږ یې پېژنو او یایې گڼو، یانی قلم چې موږ د پوهی او معرفت رمز گڼو او په اړه یې تر کومه چې زموږ خیال رسېږی قلم له دې ډېره ژوره مانا لری چې له أمله یې موږ د هغه حق نشو پر ځای کولی.

زما په فکر د قلم ساده او کره مانا دا ده چې هغه فکر او واقع دواړو ته یوه نږدې وسیله او د بشری ژوند د مدار تر ټولو وسائلو زیات اغېزمن دی، لومړی خو هغه د وحې د خوندیتابه وسېله ده او دا تر ټولو ستر شرف دی چې قلم یې لری او بیا قلم د انسانی فکر د ټولو ډولونو او د هغو ترمنځ د ټکر او تضاد د هماغسی په خپل حال او روښتونې بڼه ساتنی وسیله ده، دا بیا بېله خبره ده چې څوک یې په خپل فکری جرثوم ولړی، حال او شخص ته پر کتو که یو څوک(ابن الوقت)د قلم کارولو کوم فرصتونه په پام کې نیسی یا د سیاسی او نورو ډلو د سلبی موقف د اشباع لپاره یې کاروی؛ قلم یې کرایه بلل کېږی.

الله تعالی د خپل مخلوق نه ډېر او نه یې کم، نه یې لوړ او نه یې ټیټ، نه یې لومړی او نه یې هم وروستی ته اړ دی، خو قلم چې یې د ټولو کائناتو د تخلیق او لومړی نشأه فاتحه گرځولی؛ انسان ته دا ښیی چې د طرحی او پلان د بریالیتوب راز په هر اړخیز فکری تصمیم او پلان کې دی، د بریالی پلان لپاره د یوې بشپړې ذهنی نقشې اړتیا ده، لومړی تخلیق شوی قلم او(مایسطر)د قرآن کریم تر ټولو لومړۍ نازله شوې(اقرأ)کلیمه د هر فکری پلان لپاره یو مضبوط أصل دی چې له دې پرته هره طرحه بې پایلی ده، بریالیتوب او ماتی څه چې دا پلان لا په نشت حساب دی.

په دې لیکنه کې د قلم مقام-مبدأ او میعاد، قلم د بشری تاریخ په اوږدو کې، د نن سبا سیاهی او قلم، د سیاهی قلم- خودکار قلم-پینسل پېژندنه او ایجاد باندې غږېږو او په پای کې یې د قلمی لیکنې ځینې گټې را اخلو.

د قلم مقام، مبدأ او میعاد:

د الله تعالی په نزد د قلم دروند شرف او لوړه رتبه له دې څخه ډېره ښه جوتېږی چې د قرآنکریم د وحې او موږ ته د خپلو امرونو پیل پر هغه څه کوی چې قلم لیکلی، یانی د علق سورت چې تر ټولو لومړی نازل شوی د هغه پر لومړنۍ کلیمه(اقرأ)سره د هغه څه لوستلو أمر کوی چې قلم لیکلی او لیکی، ورپسې الله تعالی خپل ځان د قلم په یوه ستره ځانگړنه راپیژنی او وایی د خپل هغه پالونکی نوم پر ژبه واخله چې قلم یې(مالم یعلم)ته د انسان د علم او پوهی رسېدو وسیله گرځولې. ورپسې الله تعالی(د راجح قول له مخې نزولی ترتیب کې)له تر ټولو لومړی سورت(علق)وروسته د دوهم سورت په توگه د قلم سورت نازل کړی، د دې سورت پیل هم د(ن)پر توری کوی چې جمه یې(نینان)او(أنوان)ده د قلم د مداد او سیاهۍ په مانا سره، ورپسې جوخت پر قلم او څه چې پر هغه لیکل کېږی(والقلم ومایسطرون)لُوړه او سوگند یادوی او قلم دی چې پرې د الله تعالی ځانگړې پرښتې(سفرهالکرام البرره)لیکل کوی.

پر دې سربېره قلم او د هغه سیاهۍ په تخلیق او پیدایښت کې د دنیا پر مخ له ټولو کائناتو مشر دی، تر دې چې دنیا د یوې بارانی وریځې په بڼه او انسان د وجود او عدم ترمنځ د ابهام په پردو کې و تر هغه هم قلم اوسیاهی وړاندی دی. محمد بن عیسی ترمذی په خپل سنن کې له حضرت عباده بن الصامت رضی الله عنه څخه پر نقل وایی: ما له نبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل ویل یې: حقیقت دا چې الله تعالی له هرڅه مخکې قلم پیداکړ او د لیکلو یې ورته و فرمایل، قلم وویل څه ولیکم؟ الله تعالی ورته وویل څه چې اوس دی او څه چې تر ابده پوری رامنځته کېږی ټول ولیکه. ابن جریر طبری په خپل تاریخ کې د حضرت ابن عباس رضی الله عنه پر حواله لیکی: له دې سره سم قلم هم پیل وکړ او د آخرت تر ورځی به لیکی، هغه زیاتوی چې بیا الله تعالی نون پیداکړ، د ابن جریر د تفسیر له روایته ښکاری چې دغه نون(الله تعالی یې په حقیقت عالم دی)د قلم سیاهی وه او د اصفهانی د تاریخ په روایت کې یې راځی چې نون د سیاهی اوبو کې و، د اوبو تاو پورته شو اسمان ترې وغوړېد او ځمکه د نون پر شا وغوړول شوه…الله أعلم.

نور بیا…

ممکن است شما دوست داشته باشید