روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

قضایی نظام جدی اصلاحات غواړی!

 

افغان ملت ډېرښه پوهیږی چې موجوده حکومت نوی او په داخل او خارج کې له خورا ګڼو ستونزو سره لاس ګرېوان دی. له دومره مشکلاتو سره مقابله او دهرې برخې تنظیم او د چلښت لپاره یې وړ،  مناسب او امانتدار اشخاص موندل او ګمارل بې حده ډېره ستړیا، پرله پسې کار اوښه ډېره خواری او قربانی غواړی. البته په همدومره زیاتو بوختیاؤ کې بیاهم اړینه ده چې لومړیتوبونه معلوم او هر هغه څه مشخص شی کوم چې ځنډول او پرېښول یې د نظام د بدنامۍ او بدرنګی لامل ګرځی. د مثال په ډول زموږ په نظر دهمدغو مهماتو له جملې یوهم په هېواد کې د یو کره او ډاډمن قضایی نظام شتون دی. ځکه په هر نظام کې د رعیت د مهمو اړتیاؤ او حقوقو له ډلې یولوی حق دادی چې دهغوی د مظلوم اواز واورېدل شی، له ظالم نه یې حق واخیستل شی او مجرم په سزا محکوم. ملت حق لری څو خپل عرایض پرته له کوم ډارو  اندېښنې یوې داسې ادارې ته ورسوی چې ان که څوک خپله پر امیرالمؤمنین څه دعوا ولری، هم دعوایې، منظوره او حق یې ترې واخیستل شی. ښکاره ده چې د اسلامی امارت مشرتابه ترخپله وسه په دې هکله هم کار کړی او یوغټ شمېر نامتو علماء یې محاکموته ګمارلی او معرفی کړی. خو له دې سره سره څه نیمګړتیاوې نورې هم شته چې باید د یو واقعیت په توګه ومنلې او د اواری لپاره یې هڅه وشی. په دغو کې یوه ستونزه د مخلصو علما، او قضاتو د کمی ده، تردې چې لاهم زیاترو محاکمو کې لوی شمېر هماغه پخوانی اشخاص پرخپلو دندو پاتې او له ډېرو یې د رشوت خورۍ شکایتونه هم اورېدل کیږی. البته داسې هم نه ده چې نوی به ټول پاک او زاړه به فاسد وی خو دا چې تېر نظام عموماً په فساد مشهور ؤ، له همدې لامله پخوانیوته ډېره ګوته نیول کیږی. خو ورسره بیا داهم په نظر کې نیول په کار دی چې د محاکمو لپاره سربېره پر رشوت خورۍ څه نور عیبونه هم ډېر زیانمن دی او باید اصلاح یې وشی. مثلاً په نویو زیاترو قاضیانو کې غالباً د خصوماتو په حل کې د مهارت نشتوالی او د قضا له اصولو او مقرراتو سره نااشنایی ده. دغه راز دعام ولس لپاره ترټولو زیاته ځوروونکې موضوع لا داده چې د محاکمو پرېکړې خورا ډېرې ځنډنۍ وی.

تردې چې خلکو کې مشهوره ده وایی د اوسپنې څپلۍ هم پکې زړیږی. مطلب ډېرې منډې غواړی، وختونه پکې لګیږی اوغټ مالی لګښت لری په دې توګه د محاکمو په باب دعوامو ګیله یوازې د رشوت خورۍ نه بلکې د کارونو او فیصلو د تاخیر، نامسلکې توب، د قاضیانو غیر حاضری او  د نابرابرو حکمونو صادرول هم هغه شکایتونه دی چې زښته ډېر اورېدل کیږی. په دې اساس د مسؤولینو یو اهم مکلفیت دا دی چې د خپل رعیت پر مخ د داسې عدالتی ادارو دروازې خلاصې کړی چې د هر مظلوم غږ پرته له کوم مذهبې، قومی توپیره او بې له کوم ځنډ اولګښته ځای ته رسېدلی او همدارنګه په هر صورت او هر ډول وضعیت کې د هرې کچې ظالم لاس نیولی او پردی حق ترې اخیستلی شی. د دغسې ډاډ منو قضایی ادارو جوړول به حتماً څه وخت غواړی خو شک نشته چې ترسره کول یې هم انتهایی ضروری او مهم لومړیتوب دی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید