روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

قبله کله وګرځېده؟

څلور دیرشمه برخه

او څومره چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کار ښکاره کېده او بریالی کېده، همدومره د یهودو غوسه زیاتېده او د منافقانو نفاق سختېده، تر دې چې یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو اصحابو رضی الله عنهم ته امر وکړ، چې منافقان له نبوی مسجده وباسی. نو هغوی شروع وکړه، په زمکه یې راښکل او له مسجده بهر یې غورځول.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم سریې لېږل پېل کړل او غزاګانې یې هم شروع کړې، په سختو حالاتو کې د خبر ترلاسه کولو او څارلو لپاره.

او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې څخه موخه دا وه، چې صحابه کرام تمرین او د جهاد لپاره چمتو شی، څو د الله جل جلاله دښمنان وډار شی او د اصحابو کرامو په ځواک باندې پوه شی.

مدینې منورې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د راتګ اتلس میاشتې کېدونکې وې، چې د شعبان په سر کې قبله وګرځېده.

او لنډه دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په مکه مکرمه کې بیت المقدس ته لمونځ کولو او کعبه به یې هم مخې ته وه، نو کله یې چې مدینې ته هجرت وکړ، دا ورته شونې نه وه، چې دواړو ته مخ کړی، نو بیت المقدس ته یې په لومړیو وختو کې مخ او اوولس میاشتې یې مکې ته شا وه.

او رسول کریم صلی الله علیه وسلم دا خوښوله، چې د ابراهیم علیه السلام قبلې ته مخ واړوی او الله جل جلاله ته یې ډېرې دعاګانې او زارۍ کولې. نو کله به یې چې لاسونه پورته کولو او مخ به یې آسمان ته کاوه، همدا به یې غوښتل.

نو الله عزوجل دا را نازل کړل: [قَدْ نَرٰی تَقَلُّبَ وَجْھِکَ فِی السَّمَا۬ئِﺆ فَلَنُوَلِّیَنَّکَ قِبْلَهً تَرْضٰھَاﺕ فَوَلِّ وَجْھَکَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِﺚ] ژباړه: اې (رسوله!) مونږ د آسمان لور ته ستا د مخ بار بار اړول وینو، نو مونږ ستا مخ هرومرو د هغې قبلې لور ته، چې ته یې خوښوې، ورګرځو. دا دی اوس خپل مخ مسجد حرم ته واړوه…

نو کله چې د قبلې د ګرځېدو حکم نازل شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته وینا وکړه او هغوی یې په دې پوه کړل.

د رمضان د روژې او زکات فرض کېدل

او همداشان د هجرت په دوهم کال د رمضان روژه فرض شوه.

او په همدې کال مسلمانانو ته د زکات امر وشو.

او په نوموړی کال نبی کریم صلی الله علیه وسلم د اختر لمونځ اداء کړ او عیدګاه ته ووت، نو دا د اختر لومړنی لمونځ و، چې هغه وکړ.

د بدر ستره غزا

بېشکه بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابوسفیان بن حرب رضی الله عنه په هکله واورېده، چې له شامه راتلونکی دی د قریشو له یو کاروان سره، چې د هغوی له سوداګریز تجارت سره دی او په هغه کې د قریشو دېرش یا څلوېښت کسان دی.

او مسلمانان یې هغه (کاروان) ته وهڅول او ویې ویل: «دا د قریشو کاروان دی، په هغه کې د دوی مالونه دی، تاسو د هغه لپاره راووځئ، الله جل جلاله به هغه تاسو ته په ولجه او غنیمت کې در وبښی».

بیا خلکو هغه ته د (هو) ځواب ورکړ، نو په ځینو درنده او په ځینو سپکه تمامه شوه او دا ځکه، هغوی دا ګومان کولو، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم جنګ نه کوی.

او ابوسفیان کله چې حجاز ته نژدې ش،، د خبرو پلټنه یې کوله او پوښتنه یې کوله، چې په لاره کې له کومو سپرو سره مخامخ شو، دا په خپلو خلکو د ډار له امله، تر دې د ځینو سپرو له خوا خبر ورته ورسېده، چې محمد صلی الله علیه وسلم له ملګرو سره ستا او ستا د کاروان لپاره راوتلی دی.

نو په دې وخت کې هغه ووېرېده.

بیا یې ضمضم بن عمرو په مزدوری ونیو، نو هغه یې مکې ته ولېږه او امر یې ورته وکړ، چې قریشو ته ورشی، څو هغوی د خپلو مالونو د ژغورنې لپاره را وبولی او هغوی خبر کړی، چې محمد صلی الله علیه وسلم له خپلو ملګرو سره زمونږ د کاروان لپاره را روان دی.

بیا ضمضم بن عمرو په چټکۍ سره مکې ته ووت (روان شو)… او په خپل اوښ سپور و، چې چیغې یې پېل او د خپل اوښ پوزه یې هم غوڅه کړه او کمیس یې څېر کړ او ویل یې: اې د قریشو ټولیه! په مسکو بار د اوښو کاروان وژغورئ، ستاسو مالونه له ابوسفیان سره دی، چې محمد صلی الله علیه وسلم له خپلو ملګرو سره برید پرې کړی دی، ګومان مې نشی چې هغه ترلاسه کړی، الغوث الغوث.

نو خلک (قریش) په ډېره چټکۍ (منډه) چمتو شول، دوه ډوله خلک وو، یا پخپله تلل او وتل او یا یې په خپل ځای بل څوک لېږه.

او ټول قریش ووتل لاړل، له مشرانو او سردارانو څخه یې هیڅوک هم پاتې نشو، خو یوازې ابولهب بن عبدالمطلب پاتې شو او په خپل ځای یې العاصی بن هشام واستاو.

او د رمضان له میاشتې څو شپې وتلې وې، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو صحابه کرامو رضی الله عنهم سره ووت.

د دوشنبې په ورځ، چې د رمضان اتمه نېټه وه، ووت او لاړ.

او عبدالله بن ام مکتوم یې د خلکو د لمانځه لپاره وټاکه.

او بیرغ یې حضرت مصعب بن عمیر ته ورکړ او بیرغ سپین و.

او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخکې دوه تور بیرغونه وو، یو له حضرت علی بن ابوطالب سره، چې عُقاب یې باله او بل له ځینو انصارو سره وه.

او په دې ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم له اصحابو رضی الله عنهم سره اویا اوښان وو، چې په نوبت سره پرې سپرېدل.

او د انصارو بیرغ له سعد بن معاذ سره و.

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم له مدینې منورې نه مکې مکرمې ته لاره ونیوله، کله چې یوه وادی ته ورسېده، چې هغه ذافران بولی، هلته دمه شو.

او هلته د قریشو د راتګ خبر راورسېده، ځکه هغوی د خپل کاروان د ژغورلو لپاره راخوځېدلی وو.

هغه له خپلو ملګرو (صحابه کرامو رضی الله عنهم) سره مشوره کوی

نو هغه له خلکو څخه مشوره وغوښتله او هغوی یې د قریشو په راتللو خبر کړل، نو ابوبکر صدیق رضی الله عنه پاڅېده، ویې ویل او ښه یې وویل.

بیا عمرفاروق رضی الله عنه اوچت شو، وینا یې وکړه او ښه وینا یې وکړه.

بیا حضرت مقداد بن عمرو رضی الله عنه راپورته شو، ویې ویل: یا رسول الله! څنګه چې ښه درته بریښی، هماغسې وکړه، مونږ درسره یو، په الله جل جلاله قسم، مونږ تا ته داسې نه وایو، لکه څرنګه چې بنی اسراییلو موسی علیه السلام ته وویل: [فَاذْھَبْ اَنْتَ وَرَبُّکَ فَقَاتِلَآ اِنَّا ھٰھُنَا قٰعِدُوْنَﭧ] یعنې: ته او رب دې لاړ شئ، وجنګېږئ، مونږ به دلته ناست یو. د مائده سورت(۲۴) آیت.

خو ته او ستا رب جل جلاله لاړ شئ، وجنګېږئ او مونږ هم درسره ملګری یو. نو په هغه ذات قسم، چې ته یې په حق سره راستولی یې، که چېرې مونږ برکِ الغماد «۱» ته هم بیایې، په صبر او استقامت درسره ځو، څو ته هلته ورسېږې.

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته وویل: ډېر ښه! او هغه ته یې دعا وکړه.

بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: «اې خلکو! ما ته مشوره راکړئ…» او هدف یې انصار وو.

نو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وویل، سعد بن معاذ رضی الله عنه ورته وویل: په الله جل جلاله قسم، لکه چې ته مونږ یادوې، اې د الله جل جلاله رسوله!

هغه وویل: هو!

ده (سعد) وویل: بېشکه مونږ پر تا اېمان راوړی، ستا تصدیق مو کړی او دا شاهدی مو ورکړې، چې تا څه راوړی هغه حق دی او مونږ په دې اړه له تا سره د اورېدو او منلو ژمنې او کلکې وعدې کړې دی؛ نو یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! څنګه اراده دې چې کړې وی، هماغسې ځه، مونږ درسره یو، نو په هغه ذات قسم، چې ته یې په حق سره راستولی یې، که چېرې ته له مونږه وغواړې چې په دې بحر ورګډ شو، ته پخپله پرې ورروان شې، مونږ هم هرومرو درسره یو، یو تن به هم له مونږه پاتې نشی او مونږ دا هم ناخوښه نه ګڼو، چې سبا ته له دښمن سره مخامخ شو، مونږ په جنګ کې زغمونکی یو، په جګړه کې اتلولی ښودونکی یاستو، کېدای شی الله جل جلاله زمونږ له خوا هغه څه در ووینی، چې ستا سترګې پرې یخې شی، نو د الله جل جلاله په برکت سره ځه، روان شه.

نو د سعد رضی الله عنه په وینا باندې رسول الله صلی الله علیه وسلم خوښ او په هغه تیار شو.

۱ ــ برک الغماد: د یمن په څنډه کې یو ځای دی.

ځئ او زېری ورکړئ…

بیا یې وویل: «ځئ ولاړ شئ او زېری ورکړئ، بېشکه الله جل جلاله له ما سره له دوو ډلو د یوې وعده کړې ده، په الله جل جلاله قسم! لکه چې همدا اوس د هغوی د وژل کېدا ځایونوته ګورم، هغه وینم».

بیا یې له ذَفِران څخه کوچ وکړ او بدر ته نژدې یې واړول. نو په خپله دی او یو بل تن چې هغه ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته وسپارل شو، د قریشو په اړه یې پوښتنې کولې.

نو کله چې ماښام شو، علی بن ابوطالب، زبیر بن عوام او سعد بن ابی وقاص یې له څو ملګرو صحابه کرامو سره د بدر د اوبو لورته ولېږل، څو خبر راوړی، نو هغوی هلته د قریشو دوه کسان ونیول او را یې وستل.

نو هغه (رسول الله صلی الله علیه وسلم) هغو دواړو ته وویل: قوم څومره دی؟

هغوی وویل: ډېر دی.

ــ شمېر یې څومره دی؟

ــ نه پوهیږو.

ــ هره ورځ څو اوښان حلالوی؟

ــ یوه ورځ نه (۹) او یوه ورځ لس (۱۰) .

ــ بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: قوم (قریش) د نهو سوو او زرو کسانو ترمنځ دی.

او ابوسفیان مخ راواړاوه، تر دې چې د احتیاط له مخې کاروان ته وړاندې شو، چې آن اوبو ته ورسېده.

نو خپلو ملګروته په منډه ور وګرځېده او د کاروان مخ یې له لارې واړاوه او د ساحل لوری یې غوره کړاو بدر یې کیڼ لوری ته پرېښود روان شو او چټک شو.

او کله چې ابوسفیان ولیده، چې کاروان یې وژغوره، قریشو ته یې پېغام ولېږه، چې تاسو خپل کاروان، سړیو او مالونو د ژغورلو لپاره راوتلی وی، بېشکه الله جل جلاله هغه وژغورل، نو تاسو بېرته وګرځئ!

نو ابوجهل بن هشام وویل: په الله جل جلاله قسم، چې مونږ بېرته نه ګرځو، بدر ته ځو، هلته درې ورځې تېروو، اوښان حلالوو، ډوډۍ خورو، شراب څښو او سندغاړی به سندرې را ته وایی، څو عرب زمونږ د راتلو او راغونډېدو خبر واوری، نو تل به راڅخه ویریږی، نو ځئ!

او قریش روان شول، څو د وادی غاړې ته ورسېدل.

او الله جل جلاله باران راووراو او وادی نرمه وه، ریګینه نه وه.

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم او اصحابو کرامو رضی الله عنهم ته له هغه اوبه ورسېدلې، دوی ته یې زمکه لمده کړه.

او خاوره یې پورته پورته نه کېده او په هغه کې د دوی لپاره ګرځېدل اسانه شول او له تللو یې نه ایسارول.

او قریشو ته هم له هغه اوبه ورسېدلې، چې هغوی نشو کولی، له هغه سره وګرځی.

ژباړه: محمدعلی عظمت

ممکن است شما دوست داشته باشید