روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

فراه کې څو جریبه د چرسو کښت شوې ځمکه له منځه یوړل شو

شریعت: د فراه ولایت د مرکز اړوند ریګۍ سیمه کې ۸ جریبه د چرسو کښت شوې ځمکه د اسلامی امارت د امنیتی ځواکونو له خوا واړول شوه.

د فراه د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتی دفتر خبر ورکوی چې د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ د لومړۍ امنیتی حوزې د دریمې ماموریت منسوبینو د دغه ولایت مرکز ته څیرمه د ریګی په سیمه کې ۸ جریبه د چرسو کښت شوې ځمکه له منځه وړى دى.

سرچینه زیاتوی: دا عملیات د هغو پخوانیو عملیاتو دوام دى چې د امنیتی ځواکونوله خوا د فراه ولایت په اوو ولسوالیو کې د خلکو په همکارۍ پیل شوی وو. پرون یوځل بیا د دغه عملیات په ترڅ کې ۸ جریبه د چرسو کښت شوې ځمکه واړول شوه.

د اسلامی امارت امنیتی ځواکونه ژمن دی چې د شیخ صاحب امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم د عملی کولو په موخه د فراه ولایت په ټولو سیمو کې د بنګې کښت پاک کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید