روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

فراه کې سلګونو اړمنو کورنیو مرستې ترلاسه کړې

شریعت: د فراداتا مرستندویې موسسې د فراه په بالا بلوک ولسوالۍ کې پرڅه د پاسه ۹۰۰ اړمنو کورنیو خوراکی توکی ووېشل.

د فراه له طبیعی پېښو سره د مبارزې رییس مولوی عبدالجبارجلالی وایی چې دغه موسسې د دغه ولایت له طبیعی پېښو سره د مبارزې ریاست په همغږۍ په یادې  ولسوالۍ کې پر۹۱۱ اړمنو کورنیو اوړه، دال او غوړی ووېشل.

د بالابلوک ولسوالۍ اوسېدونکو د دغو مرستو د ترلاسه کولو په خاطر خوښی څرګنده کړه او د نورو مرستو غوښتنه یې وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید