روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

فراه کې د یو شمیر پراختیایی پروژې چارې پیل شول

د فراه مرکز اړوند د رج کلی په روغتیایې مرکز کې د یونیسف نړیوالی مؤسسې په مالی مرسته او د دې ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په ګډه همکاری د تشنابونو، سټیبټاک او د څښلو پاکو اوبو یوه څاه، چې د لمریزې بریښنا په بریښنایې سیستم سره رغول کېږی افتتاح شول.

د یادونې وړ ده، چې په منځنۍ کچه هره ورځ (۲۰۰) تنه له دی پروژې څخه ګټه اخیستلای شی، د دې پروژې ټولټال مالی لګښت (۲،۲۴۸،۷۳۷) افغانۍ کېږی، چې یاد لګښت د یونیسف نړیوالې مؤسسې د دفتر له خوا ورکول کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید