روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

غور کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو  ۵ پروژې بشپړې شوې

شریعت: د غور د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایی، چې د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه سربېره څو ولسوالیو کې د اوبو رسولو  ۵ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د غور د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتی مسوول ذبیح الله غوثی زاده  وایی، چې د اوبو رسولو دغه ۵ شبکې په مرکز فیروزکوه، چهارسدې، دولت یار او دولینه ولسولیو کې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د نوموړی په خبره، دغه شبکې د یونیسف ادارې په ۷ میلیونه، ۹۴۴ زره ۵۹۶ افغانیو په مالی ملاتړ جوړې شوې دی.

د یادونې وړ ده، چې په نږدې راتلونکی کې به د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست له لوری د اوبو رسولو یو شمېر نورې پروژې هم بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید