روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

غوره او ناوړه صفت!

حسان مجاهد

ابو سعید خدری رضی الله تعالی عنه وایی: یوه ورځ له مازیګر وروسته رسول الله ﷺ ولاړ شو په داسې حال کی چی موږ ته یې وعظ کول، موږ ته یې دټولوهغو شیانو یادونه وکړه چی دقیامت تر ورځې پوری مخته راځی یو له هغو څخه یې د غضب (غوسې) یادونه هم وکړه او ویې ویل:

_چاته غوسه ژر ورځی خو له غوسې څخه ژرسړیږی.

_چاته غوسه په کراره ورځی خو په کراره له غوسې سړیږی، نو ددوی دواړو ښه خصلت دبد خصلت مقابل ده او دوی نه دستایلو وړ دی او نه، د نه ستایلو.

_غوره په تاسو کې هغه څوک دی چی غوسه په کراره ورځی او له غوسې څخه بیا په تیزی سره سړیږی.

_او بد په تاسو کی هغه څوک دی چی غوسه ژر ورځی او له غوسې څخه بیا په کراره سړیږی.

بیا رسول الله ﷺ دقرض (پور) یادونه وکړه او ویې ویل:

_په چا قرض باندی شی نو په ښه توګه یې ادا کوی خو که دده په بل چا باندی شی نو غوښتنه یې په بدو الفاظو کوی.

_که په ده دچا قرض باندی شی نو په بده توګه یې اداکوی او که دده په بل چا باندی شی نو په ښو الفاظو یې غوښتنه کوی، نو ددوی دواړو هم ښه خصلت دبد خصلت مقابل ده او دوی هم نه د ستایلو وړ دی او نه، د نه ستایلو.

_بهتره په تاسو کې هغه څوک دی چی د قرض ادا هم په ښه توګه کوی او غوښتنه یې هم په ښه توګه (غوره الفاظو)کوی.

_ بد په تاسو کې هغه څوک دی چی د قرض ادا او د قرض غوښتنه په بده توګه کوی. [ مشکواه شریف ص ۴۳۷]

متأسفانه نن په ډیرو مسلمانانو کې دغوره صفت په ځای ناوړه صفت ځای نیولی وی؛ ډیرو ته غوسه ژر ورځی او له غوسې بیا ژر نه سړیږی. که د یو چا پور ورباندې شی؛ نو سوستی په کې کوی یا منکر شی او که دده په بل پور باندې شی؛ بیا یې نو په تیزی او ناوړه چلند ترې غوښتنه کوی. موږ درسول اللهﷺ امت یو چې په امتونو کی غوره امت دی؛ نو باید موږ په ځانو کې غوره اخلاق او صفات پیداکړو، او له ناوړه صفاتو څخه ځان وژغورو. که په روا کارونو کې یو غوره وی؛ باید هغه کار وکړو او که له روا کارونو څخه په یوه کې لږ غوندی د ناروا والی شک وی؛ باید ځان ترې وژغورو.

ممکن است شما دوست داشته باشید