روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

غزنی، کندز، نیمروز او پکتیکا کې له سلګونو اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه

د غزنی ولایت شلګر ولسوالۍ کې د (ډی آر سی) مؤسیسې لخوا د امور مهاجرینو ریاست په همکارۍ اوهمغږۍ له( ۲۸۲) بی سرپرسته اوبی وزله اړمنو کورنیو سره نقدی مرسته ترسره شوه هری کورنۍ  ته  (۳۲) زره او (۲۰۰ ) افغانۍ وویشل شوی.  یادې کورنۍ د یادې مؤسیسې او د مهاجرینو ریاست د یوګډ ټیم له لوری په دقیق ډول سروې شوې وې او مستحق ګڼل شوې ول.

همداشان، د کندز کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین باختر خبری اژانس ته وویل چې د دغه ولایت له ۷۰۰ د شهید شویو کورنیو سره د غیر خوراکی موادو مرسته وشوه.

د یاد ریاست مسوولینو په وینا؛ تمه ده د چین هېواد لخوا ۱۰۰۰ اړمنې کورنۍ د غیرخوراکی مرستو څخه برخمنې شی.

 دغه راز ښاغلی مولوی عبدالولی محمدی د کندز کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس باختر خبری اژانس ته وویل چې یادې مرستې ژمنی توکی دی چې دغه ریاست د ولایت مقام او د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږی د دغو مرستو لړۍ رسماً پیل شوه.

په آخر کې څو تنو کمک اخیستونکو له باختر خبری اژانس سره په مرکه کې د افغانستان اسلامی امارت څخه د شویو مرستو له امله خوښی څرګنده کړه هیله یې وښودله چې یاده لړۍ دې لا نوره هم دوام ومومی.

د یو بل خبر له مخې، د الکوزی شرکت له لورې د نیمروز ولایت، د مخدره توکو پر وړاندی د مبارزی د مدیریت سره یو ۱۰۰۰،۰۰۰ میلیون افغانۍ نقدی پیسی، ۱۵۰ پارسله ۲۵ کیلوی وریجی، ۱۵۰ پارسله ۵۰ کیلوی اوړه،  450 کیلو لپه، ۴۵۰ کیلو لوبیا، ۴۵۰ کیلو بوره، ۴۵۰ جلده قرآن اعظیم الشان، ۱۵۰ بوتله ۵ کیلوی غوړی او ۱۰۰۰ تختی کمپلی مرستی وشوې.

په دې تړاو د الکوزی شرکت ولایتی مسؤول محمد امین احدی رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل، زموږ موخه د بی وزلو سره مرسته ده، دې مدیریت ته مو ځکه مرستی ورکړی، ترڅو د دوی له طریقه د روږدو کسانو د تداوی کوونکو سره وشی.

په ورته مهال، د ولایت مقام د دفتر رئیس محمد حق بشیر د شرکت د رهبری څخه د مننې ترڅنګ وویل، په زرنج ښار کې هغه کسان، چې په نشه یی توکو اخته دی، د ولایت مقام رهبری پلان لری، ترڅو روږدې کسان تر تداوی لاندی ونیسی او مرسته شوی خوراکی توکی دوی ته ورکول کیږی.

همدارنګه، بیات خیریه بنسټ د پکتیکاولایت مرکز ښرنې او ګیانې ولسوالۍ له ۱۵۰ بېوزله، ناداره او بې سرپرسته کورنیو سره د خوراکی توکو مرسته وکړه.

د بیات خیریه بنسټ استازی محمد سلام شریفی وویل: چې دوی تل هڅه کوی د هېواد په اوسنیو سختو او بدو اقتصادی شرایطو کې د یو مظلوم لاسنیوی وکړی او ور سپارل شوی خدایی او ټولنیز مسؤولیت په سم ډول تر سره کړی.

شریفی زیاته کړه، چې دوی د دې ولایت مرکز او بېلا بېلو ولسوالیو له ۱۵۰تنو اړمنو کورنیو سره د خوراکی توکو مرسته وکړه چې په دغو مرستو کې اوړه، غوړی او وریجې شاملې وې.

د پکتیکا مرستیال والی الحاج مولوی محب الله حماس د یادو مرستو د وېش پر مهال له نړیوالو همکارو موسسو او خیریه بنسټونو څخه مننه وکړه چې دوی په تنګ او بد اقتصادی وضعیت کې د خپلو ناچاره وروڼو لاسنیوی کوی او وخت پر وخت ورسره اړینې مرستې کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید