روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
لیکنه: امین الله احساس
له هغه مهاله چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځی اشغال ماتې وخوړه او ور سره سم د جمهوریت او ډیموکراسۍ ټغر هم ټول شو او د ډیموکراسۍ ځینې بنسټیز ارزښتونه هم له منځه لاړل او پر ځای یې اسلامی امارت حاکم شو. نو پانګه وال غرب له اسلامی امارت سره د تعامل اصلی شرطونه شخصی آزادی، د بیان آزادی، د بشر د حقوقو خوندیتوب، د نارینه او ښځو مساوات، په ټولنه کې د ښځو کار او نور اصول کېښودل. غرب په مختلفو سیمه ییزو او نړیوالو کنفرانسونو کې په وار وار د اسلامی امارت لخوا ددغو ارزښتونو په منلو او په افغانستان کې یې د پلی کولو ټینګار کوی. مګر دلته دا پوښتنه را پیدا کېږی، چې غرب ولې په دغو ارزښتونو ټینګار کوی او حتا یاد شرطونه د اسلامی امارت د رسمیت لپاره د اساسی ټکو په توګه اعلانوی.
اصلی خبره دا ده چې کله د کمونیزم پر وړاندې د غرب او امریکا سړه جګړه پای ته ورسېده او امریکا له پانګه والې اېدیولوژۍ سره په نړۍ کې د یوازینی ځواک په توګه راڅرګنده شوه، نو د نړۍ لپاره یې درې بنسټیز اصول وټاکل، چې عبارت دی له؛ د نړۍ د سرلارې په توګه د امریکا د سلطې منل، په اقتصادی برخه کې د آزاد بازار منل او په سیاست کې د لبرال ډیموکراسۍ منل. امریکا په ټوله نړۍ دغه درې اصول ومنل او حتا روسیه هم له کمونیستی افکارو او ارزښتونو تېره شوه او د امریکا یاد اصول یې ومنل. په لبرال ډیموکراسۍ کې شخصی آزادی، د بیان آزادی، د ښځو آزادی، د بشر حقوق او نورو ورته ارزښتونه شامل دی. د امریکا د بریا او پر نړیوال نظم باندې د حاکمیت رمز په همدغو پورتنیو اصولو کې دی. ځکه بشر اړ دی، چې حکومت او انسانی ژوند د ځینو اصولو او ارزښتونو پر بنیاد مخته یوسی او امریکا پورتنی اصول او ارزښتونه د انسانی ژوند او حکومتونو لپاره د وروستیو اصولو او ارزښتونو په توګه مغرفی کړی دی. پر همدې بنسټ هغه حکومت او نظام چې د حکومت کولو او انسانی ژوند لپاره له پورتنیو اصولو او ارزښتونو پرته نور ارزښتونه نړۍ ته معرفی کوی، دا په اصل کې د امریکا او د امریکا د نړیوالې سلطې د ګواښلو د خطر زنګ دی.
له بلې خوا اسلامی امارت د تېر شل کلن اشغال او ډیموکراسۍ پر وړاندې د اسلامی اصولو، احکامو او ارزښتونو پر بنسټ جهاد کاوه او د اسلام او اسلامی ارزښتونو د حاکمیت لپاره افغانانو تېره نیمه پېړۍ قربانۍ ورکړې. نن د افغان مسلمانانو هیله او ارزو د اسلام او اسلامی ارزښتونو حاکمول دی. افغانان د یوه داسې حکومت تر سیوری لاندې ژوند کول غواړی چې اسلام په بشپړه توګه پلی کړی. نو اوس د امریکا او غرب یوه اساسی وېره همدغه ده چې اسلامی امارت اسلام او اسلامی ارزښتونه د حکومت په اډانه او چارچوکاټ کې پلی نه کړی. ځکه چې په دې حالت کې اسلامی اصول او ارزښتونه د نړۍ نورو خلکو ته هم انتقالېدلی شی او بالاخره د اسلامی خاورو نور مسلمانان هم غواړی چې د اسلام او اسلامی ارزښتونو تر سیوری لاندې ژوند وکړی. نو کله چې په اسلامی خاورو کې اسلام او اسلامی ارزښتونه پلی کېږی، نو دا خپله د امریکا او غربی ارزښتونو سره د مخالفت او جګړې اعلان دی. پر همدې بنسټ امریکا او ټول غرب هڅه کوی چې پر اسلامی امارت باندې د لبرال ډیموکراسۍ ارزښتونه ومنی، په داسې حال کې چې دغه ارزښتونه نه اسلامی امارت ته د منلو دی او نه هم مجاهدو او مبارزو افغانانو ته.