روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

عمری عدالت په قاموس او اصطلاح کې !

پنځمه برخه /  جبریل سعد

مهمه دا هم ده چې وپوهېږو ستونزې کومې-په کومه مانا-کومو ځایو کې-له کومې خوا-پر کوم کم او کیف دی، پکې لومړیتوب د کومو ستونزو هواری دی/شی او هممهال یا یو په بلې پسې د کومو ستونزو پر هوارۍ ترکیز پکار دی؟، داسی نه چې ټوله انرژی او پاملرنه بې ځایه او یواځی هلته ولگوو چې دښمن مو د تبلیغاتو، بندیزونو، فشارونو، ښکاره او پټو لاسوهنو او د دې د مستقیمو او نامستقیمو هڅو له لارې پرې مصروف ساتی، له دننه گواښونکو شته ستونزو څخه مو پرې اغفال راولی او یاهم سرچپه مو بې وخته او بې ځایه زور متلاشی شی، همدېته پر پام ټولو مشرانو ته چې حساب پر کېږی؛ وریادوم: ولس، پخوانی مجاهدین، هېواد، دلته پرې را تاو شرائط، چارې او چارواکی رښتونی او قاموس تفسیر کړی عمری عدالت غواړی، د څلورو لسیزو د سر په قربانیو یې غوښتلی دی، اوس چې یې په برکت او ستاسو پر خواریو د اسلامی امارت ځینې پر شرعی عدل ولاړې کړنې او پرېکړې د عمری عدالت نوم اخلی؛ پکار او ښه موکه ده رښتونی مصداق هم ور کړل شی چې ولس، پخوانی مجاهدین، ورپېښې ستونزې، پرې را تاو شرائط او… له هر یوه د خپل مسئولیت په دائره کې غواړی تر جدی څارنه لاندې یې ونیسئ، ځان ترې خبر کړئ او یا هم یې لږ تر لږه په اخلاص د غږ اورېدو هڅه وکړئ، بله هیڅ نسخه یې درد نشی دوا کولی او دا مو د مسئولیت د پیل دنده او لومړیتوب جوړېږی چې بیا یې په ښه توگه ترسره کولو لپاره بېلابېلو چارو ته اهل پېژندل او ټاکل وروستۍ دنده ده. که د عمری عدالت پلی کونکی د ولس او مجاهدینو له حال او ستونزو خبر نه وی، ترې د خبرېدو هیڅ لاره نه وینی او غږ یې هم نه اوری(اړوند هوښ او حواس نلری)، خو بیا هم یې چارو ته چارواکی گماری چې د ناخبرۍ له امله زیاتر یې له اهل پرته غیر اهل ته سپاری چې ورسره لازیات د ولس او پخوانیو مجاهدینو ستونزې ژبغړاندې کېږی، دا نو بیا د عمری عدالت اصطلاح او مصداق دواړه تر یوې فلسفی پوښتنې لاندې کوی چې هیڅوک یې ځواب هم نلری. له خپلې دندې او لومړیتوبه په ناخبرۍ کې د هغې په ښه توگه ترسره کولو د اهل او غیر اهل څرنگه توپیر کولی شی؟ او د دغه اهل او غیر اهل پېژندنې سربېره څرنگه له خپلې دندې بې خبره پاتې کیدی شی؟ او که به دنده یواځی رتبې پوره کول او چوکۍ ډکول وی؟، حقیقت دا دی چې د اهل او نا اهل پېژندنه ډېره نشته، له امله یې مسئولیتونه غیر اهل ته سپارل شوی وی او له نورو لاملونو(چې ځینې مو یې په تېره برخه کې یاد کړل)سربېره د دې یو بنسټیز لامل همدا د ولس، پخوانیو مجاهدینو، چارو او چارواکو له ستونزو او کړنو څخه د حساب د مشرانو ناخبری ښکاری چې په وظیفوی غفلت او بې اطاعتۍ کې شمار دی. که تر وزیرانو او کابینې غړیو پوری هر د حساب مشر ځان خبر کړی، د مسئولیت ترساحې یې غم وخوری او ترې ور هاخوا یې مافوق مرجع ترې خبره کړی؛ په لړه ییز اتومات شکل په لنډ وخت کې رښتونی عمری عدالت عملی مصداق پیدا او درد مو دوا کولی شی او بیا د تل لپاره هم دا لړۍ روانه پاتې کېدلی او یو تر بل مشران د خپلې دندې په ښه توگه ترسره کولو کې په اسانۍ بریالی کېدلی شی. په بل صورت کې دا شونې نه ده چې رتبو ته د رسېدو هڅو، واسطو، ستاینو، چاپلوسیو او لاس پښو وهنو په دې شور او ځوږ کې د هېواد، ولس، مجاهدینو او تر یو عادی پوځی پوری یو په بل پسې ټولو ټیټو چارواکو او افرادو له ماضی، حال، پلانونو او کړنو په ناخبرۍ کې لا هم لکه څرنگه چې پکار دی؛ هم یې چارې درک کړل شی او هم یې اهل او بیا هرڅه پر ځای هم کړل شی، خو روان وضعیت د همدې ناشونی په شونتیا ولاړ دی، نو ځکه نه تر مسئولو مشرانو د چا غږ رسېږی او نه یې غږ اورېدل کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید