روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

علماؤ ته د شیخ یوسف قرضاوی (رح) وروستی وصیت!

ژباړه: حسان مجاهد

خپلو علماوو او دعوتګرو وروڼو ته وصیت کوم ترڅو د خپل رب جل جلاله، ملت او دین په وړاندې خپله ذمه تر سره کړی:

۱_ دعلماوو دوستې یوازې باید دالله تعالی او دین لپاره وی، نه دقومیت، وطن پالنې، احزابو، تنظیمونو او اشخاصو لپاره، پرته له هغو اشخاصو چې له دین سره نزدیکت او تړاو لری.

۲_علماء باید دهرې قضیې په اثبات کې قرآنکریم او حدیثو ته رجوع وکړی، د اسلام دروح په فهم کې باید د سلفو صالحینو لار تعقیب کړی او په تعقیب سره یې اسلام له هغو شبهاتو، تأویلونو، تحریفاتو، او بدعتونو څخه پاک کړی چې دوخت په تیریدو سره د باطل پرستو، ناپوهانو او مفسدینو لخوا پکې پیدا شوی دی.

۳_ علماء باید دهر ظالم او سرکشه په مخ کې دحق خبره وکړی، په نیکو سره امر او له بدو څخه منع وکړی او هیڅکله د ملامتونکی له ملامتیا او ظالم له ظلم څخه ډار ونکړی لکه دغه کسان چې الله تعالی په داسې الفاظو رایاد کړی دی: ژباړه: {الَّذِینَ یُبَلِّغُونَ رِسَالَاتِ اللَّهِ وَیَخْشَوْنَهُ وَلَا یَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلَّا اللَّهَ وَکَفَى بِاللَّهِ حَسِیبًا} (الأحزاب:۳۹).

۴_ علماء باید درسول اللهﷺ هغه وصیت په پام کې ونیسې کوم وخت چې یې معاذ ابن جبل او أبو موسی اشعری رضی اللّه عنهما ته یمن ته د لیږلو پر مهال کړی ؤ «تاسې اسانی کوئ او سختی مه کوئ، زیری ورکوئ نفرت مه پیداکوئ، موافق اوسئ او اختلاف مه کوئ!» ددې  وصیت عملی کولو ته علماء په هره زمانه کې خو په دې زمانه کې بیا زیات محتاجه دی. له نرمۍ څخه مطلب دا چې دعلماوو شعار باید مهربانی وی نه ظلم؛ ځکه مهربانی په ټولو امورو کې د الله تعالی خوښیږی؛ هغه جل جلاله رسول الله ﷺ ته داسې وایی: ژباړه: {وَلَوْ کُنْتَ فَظًّا غَلِیظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِکَ} که ته سخت زړی وای؛ دوی به ټول ستا شاته منتشر شوی وای(آل عمران:۱۵۹). او نرمی باید په فروعو او وسایلو کې وشی، نه په مبادی او اهدافو کې، په دې اساس باید له خلګو سره دا ډول چلند وشی:

هر هغه څوک چې فرایض او واجبات ادا کوی او له کبائرو څخه ځان ژغوری که څه هم بعضی نیمګړتیاوې ولری (چې همیشه پرې ټینګار ونکړی) ؛ موږ ته لازمه ده چې هغه دځان دوست وګڼو او باید په حکمت سره یې سمې لارې ته راوبولو تر څو بهترې مرتبې ته ورسېږی. داسې څوک دځان دښمن، ددین مخالف او پردی بلل ځکه ستر زیان دی؛ چې بیا یې داسلام دښمنان ښکار کوی، هغوئ یې په غیږ کې نیسی او ددین او ملت دنړولو لپاره یې استخداموی.

۵_ علماء باید دخپل وخت دښمن او روانه جګړه وپیژنی، ځانونه، شاګردان او عوام باید په ضمنی او فرعی شخړو کې ښکیل نه کړی، په داسې حال کې چې داسلام پر وړاندې د شرق او غرب له جګړې غافله وی، هغه جګړه چې زموږ اولادونو ته الحاد راوړی او داسلامی مقدساتو سپکاوی کوی، دا تخریبی فعالیتونه ډیر زیانمن دی، موږ باید دخپل ملت د شخصیت او صداقت ساتلو لپاره او له تباهۍ څخه دژغورنې په موخه دې فعالیتونو ته خاصه پاملرنه، خپلې هڅې او خپل فکر په نښه کړو.

۶_ علماء باید د زمانې د ټولو علومو په وسله سمبال وی، امام غزالی چې فلسفه ماته کړه، دینی علم یې ژوندی کړ او دفلاسفه وو بې اتفاقۍ یې وښوده دا ټول له هغه وروسته چې لومړی یې فلسفه وویله. داشان امام ابن تیمیه رح په اهل باطلو او منحرفو ډلو هغه مهال ردونه وکړل چې ددوی عقاید یې ټول په دقیقه توګه مطالعه او وویل  حتی چې یهودیت او مسیحیت یې هم وویل له دې امله دی یوازې په شرعیاتو کې نه بلکې په عقلیاتو کې هم امام ؤ.

ځکه نو په دې زمانه کې هر عالم محتاجه دی تر څو دنوی کلتور، ارواپوهنې، ټولنپوهنې، اقتصاد، سیاست، اخلاق او فلسفې ټول علوم، مذاهب او تاریخ ووایی!

۷_  علماء پورته کارونه تر هغه وخته نه شی کولای ترڅو چې یې له ځانو څخه دا فکر نه وی ایسته کړی چې موږ یوازې په مدارسو، دولتی ادارو او مساجدو کې مامورین او رسمې خلک یو او دا فکر یې خپل کړی نه وی چې موږ دفکر او دعوت خلګ یو؛ ځکه د مامورینو او مبلغینو تر منځ دا فرق دی: مامورین په اسلام پایې/ژوند کوی او اسلام خوری او مبلغین بیا داسلام لپاره ژوند کوی او داسلام په لاره کې مری‌.

۸_ علماء باید دنړۍ په کچه خپلمنځی اتحاد ولری، علماء یو داسې ځواک دی چې خپل اتباع، مخاطبین او لوی تاثیر لری، خو دا هغه مهال چې دوی په داخل د هر هیواد کې د هماهنګی او همکارۍ اتحاد ولری.

۹_ دنړۍ کفارو دعلماوو هغه خپلمنځی واړه اختلافات درک کړی دی چې علماء سره بیلوی، ځکه یې دوی د نوښت او بقا هڅې کوی ترڅو داړتیا په مهال بعضی علماء په بعضی نورو ضعیفه کړی، یوه ډله کفار یو طرف علماوو ته دا نظریه ورکوی چې دوی ورسره همغږی دی او دمقابل لوری په فکر کې مخالف دی حال دا چې کفار دټولو مخالفین او دټولو یو شان دښمنان دی، دا ددوی یو نجس تکتیک دی چې باید موږ مسلمان علماء تر دوی دښه بصیرت خاوندان شو او ددوی پلانونه ددوی پر وړاندې شنډ کړو.

۱۰_ علماء باید دهر هغه اسلامی دعوت په څنګ کې ودریږی چې د اسلام دبیا ژوندۍ رهبرۍ او ټولنې ته داسلام په رنګ ورکولو سره کار کوی، دوی باید دټولنې لارښوونه وکړی، خطاوې  یې اصلاح کړې او په خپل ټول وس سره ټولنه ځواکمنه او بسیا وګرزوی.

الله تعالی دی په شیخ یوسف قرضاوی ورحمیږی او الله تعالی دې اسلامی امت ته دهغه نعم البدل ورکړی. امین یارب العلمین

ممکن است شما دوست داشته باشید