روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

عزت او زلت

قال الله (عزوجل): ( العمران: ۲۶) ژباړه: ووایه!: اې باری ربه! دواکمنۍ واکداره! دا ته ئې چی چاته وغواړې واکمنی ورکوې او له چاچی وغواړې دواکمنی(جامه) بیرته ترې باسې، چې چاته وغواړې عزت ورکوې او چی څوک وغواړې سپکوې ئې، ښیګڼه ټول ستا په لاس کی ده، بې شکه چی ته په هرڅه قادر یې.

عزت او زلت دالله (عزوجل) له لوری دی، چاته ئې چې واغواړی ورکوی ئې، له چائې چې وغواړی بیرته ئې ترې اخلی .

داسی مه انګیرئ چې په اقتدار، پانګې او شهرت کې عزت وی، په ناتوانی اوناداری کې زلت.

د ډیرمال، زور او واکمنۍ خاوندان زلیل او ډیر ناتوانه او ناداره دسترو عزتونو خاوندان وی.

تل مو په یاد وی چې دعزت او زلت پریکړی د حکیم او قدیر ذات(جل جلاله) له لوری صادریږی، نه دبل چا واک شته اونه زور، ډیر د واک او قدرت خاوندان په شیبو کې زلیل او رسوا شی، ډیر ناتوانه او ناداره دعزت لوړې درجې تر لاسه کړی.

د دې مبارک آیت په شان نزول کې د ټولو کفارو او منافقینو لپاره د الله سبحانه وتعالی د حقانیت ستره معراج پروت دی.

د بدر او احد له غزواتو وروسته، دمسلمانانو ورځ تر بلی قوت په ټول جزیرت العرب کې ویره خوره کړه، چې یو ناتوانه او نا داره بنده، هغه چې له خپل کلی او کوره ویستل شوی ، د سترو نظامی او اقتصادی قوتونو مقابله کوی.

یهود، نصارا او مشرکین دیته تیار و چې په هره بیه وی دا ویره ختمه او عاملین ئې له منځه یوسی، په همدې اساس دبیلا بیلو مفکورو او دینونو خاوندان دیو هدف لپاره سره متحد شول چې په مدېنې منورې یرغل یوسی مسلمانان له تیغه تیر، ابادی ئې په کنډوالو بدل او دارائې ئې تارج کړی، په دې تر تیب نور باید دمسلمان نوم او نښان پاتی نه شی.

په ظاهره  د دې اتحاد په وړاندی(چې په نظامی ، افرادی قوت او اقتصادی توګه دمقابلې اټکل محال ښکاره کیده) مقاومت خپله هلاکت، تباهی او بربادی ګڼل کیده .

د بیلا بیلو نظامی ، بشری او اقتصادی قوتونو دا اتحاد  په ډیرغرور، شور، ځواک او یقین سره په مدېنې منوری په دی نیت یرغل وکړ چې نور به د مسلمانانو نه نوم وی او نه نښان.

قرآنکریم دې غزا ته (غزوه احزاب) او تاریخ کې ورته (غزوه خندق) ویل شوی.

له بل لوری چې سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) له حالاتو خبر شو له صحابه ئې کرامو سره ئې مشوره وکړه، پریکړه پر دې وشوه چې د دښمن دیرغل په لار کې داسی خندق وکنی چې تیریدل ورته ستونزمن بلکه ممکن نه وی، د مدېنې منوری په لار کې د خندق کیندلو پریکړه داسی وشوه چې هرو لسو تنو ته به څلویښت ګزه( ګز یعنی یو لاس) زمکه ورکوی چې داسی پلن او ژور خندق و کندل شی چې دښمن  پرې د تیریدو زړورتیا ونکړی، او دا کار باید په لنډو ورځو کې تر سره شی.

دخندق ویستو په جریان کې چې کومې معجزی څرګندی او دالله سبحانه وتعالی ښکاره نصرت د صحابه ئې کرامو په برخه شو، چې حتی د دې فرصت ئې نه درلود چې په ارامه کینی خواړه مصرف کړی او یا د قضای حاجت لپاره لری ولاړ شی، په ولږه او تنده ئې کار ته ادامه ورکوله، صحابه کرامو په خپلو لاسو داسی ستر کار تر سره کړ چې نن ئې په سترو ماشینو او تخنیکی ابزارو په داسی لنډ وخت کې تر سره کول محال بریښی، دابیل درس دی، خو دلته دهغې واقعی یادونه کوو کوم چې د خندق ویستو په جریان کې داسی سترکاڼی(ګټ) ښکاره شو چې نه ماتیده اونه ئې د لرې کولو امکان وو، دکومو صحابه ئې کرامو دکارپه سیمه کې چې دا ګټ ښکاره شوی و، د ډیر زیار او زحمت باوجود ئې نه د ماتولو څه چاره تر سره شوه اونه ئې د لری کولو، مجبور شول چې یو تن حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) ته واستوی، له ستونزمن حال ئې خبر کړی، دوی حضرت سلمان فارسی (رضی الله عنه) دې خبر لپاره واستو.

حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) دیو فرد په توګه په خندق کې کار کوو، چې خبر شو هلته ئې تشریف یووړ، داوسپنی ستر څټک( ګودال) ئې په خپلو مبارکو لاسو کې واخست په لمړی ګذار سره  داور شغله پورته او رڼا ئې خوره کړه، دې سره د کاڼی یوه څنډه هم ماته شوه، رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: په دې رڼا کې ماته د فارس د سترو ودانیو آبادی ښکاره کړی شوه.

د دویم ګذار سره بیا شعله وچته شوه،رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل دی رڼا کې ماته دروم سرې سرې ماڼی او محلونه وښودل شو،دریم ګذار سره شعله هم لوړه شوه او ډبره هم پارچی پارچی شوه ،رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: دې رڼا کې ماته د یمن(صنعا) لوړې او دنګی ماڼۍ وښودل شوی، له دې وینا سره ئې زیری ورکړ چې، جبرائیل(علیه السلام) ماته خبر راکړ چې کومې سیمی او ودانۍ ماته وښودل شوی زما اُمت به پر دې سیمو غلبه بیامومی.

د مدېنې منافقینو چې دا خبر واورید خوشحاله شول چې د ټوکو مسخرو او کینې داشباع لپاره ئې ښه خبر تر لاسه کړ.

 هغه خلک چې د دښمن له وېری دخندق په کیندلو کې داسی مصروف دی چې شپه او ورځ کار کوی له خپل حال خبر نه دی خپلو ضرورتونو ته ئې پام نه شته، دخپل ځانو ساتنه نه شی کولی  دروم، فارس او یمن سیمو د فتحی خوبونه وینی.

الله سبحانه وتعالی دا مبارک آیت نازل کړ. ژباره: د دې مبارک آیت ارشاد هغو مغرور او ناپوه قوتونو ته داسی یو اعلان او خبر دی چې په ظاهره توګه په مالی، نظامی او افرادی قوت متکی او ډاډ لری، همدا ظاهری واکمنی ئې غرور دې حد ته رسوۍ چې ځان دسرو سپینو او هر څه مالکان ګڼی او خپل قوت نه ماتیدونکی ګڼی ، حال داچې د افرادو،قومونو او دولتونو د قوت، واکمنی او زوال کلیګانی له الله(عزوجل ) سره دی،هغه په دې قادر دی چې په ظاهره توګه ناتوانه او ناداره بندګان د واکمنې په کدۍ کینوی،له ټولونه د سترو او مغرورو واکمنانو غرورو له خاورو سره خاوری کړی.

دسیدنا حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) فدا کار صحابه کرام(رضی الله عنهم) په داسی حال کې د فتو حاتو جشن او خو ښی څرګنده کړه چې ټول ښځی او ماشومان ئې د دښمن له ویری کلابند او دوی د دښمن دیرغل مخنیوی لپاره دخندق په ویستو مجبور ول .

وړاندوینویو دبل پسی تحقق پیدا کړ او دبریالیتوبونو لړی دهمدې خندق غزانه پیلامه ونیوله، دخندق په غزا کې د صحابه ئې کرامو محدود ټولی دستر مادی قوت په وړاندی بریمن شو، د دښمن لښکری د خپلو جنګی سټو په تاوان تیښتی ته اړ شول، په سیمه کې د دوی متحد غښتلی قوم او قوت(بنی قریضه) چې غوښتل ئې مسلمانان له شا په خنجر ووهی سپک، خوار او دزلت سره هرڅه له لاسه ورکړل.

الله سبحانه وتعالی صحابه ئې کرامو ته داسی بریا وی په برخه کړې چې د چا په وهم او ګمان کی نه ګرځېدی ، د نړۍ مغرورو قوتونو (روم او فارس) تخت او تاج ئې تر پښو لاندی شول، د سیمی زور واکان ئې مات کړل.

دادی څوارلس پیړۍ وروسته موږ په خپلو سترګو او حواسو د دې مبارک ارشاد د تحقق معراج ولید، دیرغلګرو او خندق ویستونکو ژوندی انځور.

امریکا او له ده سره د مغرورې نړۍ ټول شیطانی قوتونو لاس یو کړ،په ډیره بېرحمانه توګه ئې یو موټی افغانستان د تاړاک او یرغل لاندی په نیولو سره داسی په بمونو او غنی شویو وسلو بمباردمان کړ چې دوژنو او وحشت خورولو په تاریخ کې بیلګه نادره نه بلکه نه لیدل کیږی.

په نظامی او اقتصادی قوت مغرور امریکایی واکمن (بش) چې ځان دټولې نړۍ ځانګړی قوت پیژنده او عملاً ئې دټولې نړۍ واکمنان وګواښل چې بقا لپاره زموږاطاعت وکړئ او یا د نابودۍ لپاره زموږ دښمن سره ودریږئ!!

په ځینو تفاوتونو دنړۍ ټول په نوم واکمنو ترې اطاعت وکړ ځینو په مالی لحاظ،ځینو د خولې په تائېد او ځینو عملاً دخپلو جنګیالیو په استولو دامریکا مرسته وکړه.

د اصیلو مجاهدینو مشران او کشران او هم هر هغه څوک چې له دوی سره ئې خوا خوږی درلوده او عملاً ئې د دوی طرف نیولی وو، او هم هغه شخصیتونه چې دامریکا یرغل ته ئې ناروا او وحشت وویل  داسی بندیزونو سره مخ شول چې په ټوله نړۍ کې ورته د پناه څرګند ځی نه وو، آمریکا او بړیڅو ئې د دوی په هکله دمرګ او زندان پرته بل نظر نه درلود.

دجهاد مشرانو ته په ټوله نړۍ کی د اوسیدو اجازه نه وه، بلکه په نوم مجاهد ته هم نه.

په ټوله نړۍ کې یو واکمن هم دحق ویلو جرأت ونه شو کړی، هغه اصول چې نړیوالو دملل متحد په نوم تصویب کړی وو، تر پښو لاندی کړل ،په بې شرمانه توګه ئې تر دیپلوماتانو چې آمنیت ئې خوندی او مصؤنیت ورکړل شوی وو، ونیول شول په قبیح حالت کې امریکائې دوزخ( ګوانتنامو) ته واستول شول،همدا راز په بیلا بیلو خطرناکو زندانونو کې دتور سرو په شمول دهر عمر افراد چې امریکا ترې دخیالی خطر احساس کوو ونیول ورک کړل او زندانی چې څرګنده بیلګه ئې د ډاکټر عافیه(صدیقی) او درې ماشومان چې دیو عمر ئې یواځی څو میاشتی وو، تر ننه زندانی اوڅه ئې لادرکه دی.

په مسلسه توګه ئې شل کاله دوحشت او دهشت ویره په ټول هیواد کې خوره کړه،  دوخت مدرن او پرمخ تللی وسلې تجربه کړی، نه ئې په انسانانو رحم وکړ نه ئې په څاروو، نه ترېنه ونې بوټې او ودانۍ په آمان پاتې شوی اونه هم کلی او ښارونه .

مدرسی، مکتبونه او حتی روغتونونه ئې ویجاړ، د ودنو او جرګو په غونډو ئې بمباردمان وکړ،لنډه داچې په سلګونو زره افغانان ئې شهیدان کړل، چې په هغو کې د یوې ورځی ماشوم نه نیولی تر بډا،بلکه دهر عمر خاوندان شامل وو.

وروسته له شلو کلونو دایمان او اوسپنې جنګ ثابته کړه چې واکمنی دالله(عزوجل) دی، چاته ئې چې وغواړی ورکوی ئې او له چا ئې چې وغواړی اخلی.

دامریکا او متحدینو مخ تور پزه په خاورو ککړ په ناکامه توګه زموږ له هیواده وتښتیدل.

داسی تاریخی رسوا ئې چې په ډیر قدر، لافو او لوړ شیطانی فکر ئې پر مخ تللی وسلې راوړی، کله چې تښتیدل په خپلو لاسو ئې تباه او ویجاړ کړل.

 امریکایانو دې قبیح عمل سره ثابته کړه چې ذلیل دښمن دی، شیطان هم له داسی ذلیلو کړنو نه ځان په څنګوی.

په داسی ټیټو کړنو سره په ذلت او رسوایې وتښتیدل، د توقع برخلاف په نس وږی او پښې ابلې ننګیالی په لوړ همت، چګ سر او فاتحانه توګه د عزت څښتنان شول.

هغه چې په غرور او تکبر ئې ټولې نړۍ ته د غلام او مجبور په سترګه کتل، سره له دومره پوځی قوت او اقتصادی پیاوړتیا د ذلت پیټی په سر شو.

همدلته دی چې ماته هغه وخت را یادیږی کله چې د آمریکا مغرور واکمن(بش) دنړۍ واکمنو ته په خطاب کې وویل: زموږ تر شاه ودریږئ یا زموږ په وړاندی، ټولې نړۍ ته ئې د جنګ څرګند ګواښ وکړ،د پاکستان پوځی دکتاتور(پرویز مشرف) په خپلې تلویزیونی وینا کې وویل: موږ مجبور یو چې د امریکا په اختیار کې خپلې پوځی او ملکی اډی ورکړو، که داسی ونه کړو هندوستان دې کار ته چمتو دی ، په داسی یو حالت کې به بیا قرار ولرو چې هره ورځ او شپه د هندوستان له میدانو به بم غورځونکی الوتکې په افغانستان دبمباردمان لپاره الو تنې کوی او هر ځل به یو یو بم دپاکستان په پلازمینی اسلام اباد او نورو سیمو وروی، موږ سره به نه د دفاع توان وی اونه د مخنیوی چاره، دا و دیو ذلیل واکمن توجه او دلیل…

هغوته چې دسیال په نظر لاڅه،بلکه دانسان په سترګه نه کتل کیده،د سیادت خاوندان او د عزت په لوړو ونازول شو، دیته وایی د الله رب العزت شان، چې چاته وغواړی عزت ورکوی او چی څوک وغواړی سپکوی ئې، هغه په هر څه قادر عزیز او غالب دی.

احمدالله عاطفی

ممکن است شما دوست داشته باشید