روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌صاحب حفظه‌الله: د ملت د هوساینې لپاره باید شپه او ورځ کار وکړو

شریعت: عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌صاحب حفظه‌الله د کندهار د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو او د ولسوالیو له امنیه قومندانانو سره وکتل، چی پرمهال یې کندهار والی حاجی محمدیوسف وفا، د هیواد په کچه د حالاتو د کره‌کتنی غړو او د شیخ صاحب ځانګړو مشاورینو شیخ‌الحدیث مولوی محمدعمرجان اخندزاده صاحب، شیخ مولوی محمد عیسی صاحب، شیخ مولوی کمال زاده صاحب او شیخ‌مولوی جان محمد مدنی صاحب او یوشمېر نورو مسئولینو هم حضور درلود.

د غونډی په پیل کی عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌صاحب حفظه‌الله د هیواد په کچه د حالاتو د کره‌کتنی غړی او خپل مشاورین د غونډی ټولو ګډونوالو ته وروپېژندل او وروسته شیخ‌الحدیث مولوی محمدعمرجان اخندزاده صاحب او شیخ مولوی محمدشفیع صاحب خبری وکړې، چی په خپلو ویناوو کی یې ددې نظام په راتګ کښی د مجاهدینو د تکلیفونو او زیاتو قربانیو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چی اوس باید ددې نظام ساتنه وکړو او د ولس د هوساینی لپاره شپه او ورځ کار وکړو.

وروسته عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌صاحب حفظه‌الله راغلیو ټولو ولسوالانو او قومندانانو ته د دې سترو فتوحاتو او بشبړ امنیت مبارکی وویله او د هغو کسانو لپاره یې دعا وکړه چی په دې لار کی قربانۍ ورکړی دی او زیاته کړه چی کومو علماء کرامو چی خبری درته وکړې هغه ټولی موږ ته منظور او تائید  دی او باید ټول یې عملی کړو او ددې ترڅنګ یې د مجلس ګډونوالو ته هر اړخیزه اصلاحی خبری ، لازمی لارښوونی او سپارښتنی وکړې چی ځینی یې ستاسو حضور ته په تحریری شکل وړاندی کیږی:

۱ـ د علماء کرامو د خبرو یاداښت او لحاظ کوئ اوهغه په عملی کولو سره کیږی چی عمل ورباندی نه وی بیرته هیریږی. او د الله ج څخه یې عملی کولو لپاره د توفیق غوښتنی دعا وکړه.

۲ـ سپارښتنه درته کوم، چی زما خبری داسی یاداښت کوئ او عمل په کوئ لکه د شریعت یو حکم.

۳ـ د افغانستان اسلامی امارت پرمختګ په اطاعت او پیروی کی دی، نو خپلو د امیرانو اطاعت کوئ، که مو اطاعت ونه کړ کامیابی مو په ناکامی بدلیږی.

۴ـ زما به داسی اطاعت کوئ لکه د شریعت د یوه حکم او د افغانستان اسلامی امارت دا یو علاحده صفت دی، چی اطاعت پکښی سته.

۵ـ د افغانستان اسلامی امارت ټول فرمانونه پر خپل ځان عملی کوئ او د ولسوالیو ټولو مسئولینو او هر فرد ته یې رسوئ.

۶ـ نیمګړتیاوی مو اصلاح کړئ، خطاوی مه کوئ، ځکه که یې اصلاح نه کړئ، نظام او ولس ته تاوان اوړی.

۷ـ لکه څنګه چی مخکنی خلګ الله ج واخیستل، که موږ هغسی کردار وکړو، نو موږ به هم الله ج واخلی.

۸ـ د علماوو سره تل په اړیکه کی اوسی، د مدرسو د مسئولینو او اُستادانو سره تل همکاری کوئ او تل ورسره ناستی کوئ.

۹ـ د خپلو امیرانو عیبونه د خلګو په مخ کی مه وایاست او مه هم په خپلو منځونو کی شکایتونه سره کوی.

۱۰ـ شخصی نیتونه وغورځوئ، تل عدالت کوئ او هم د عادی خلګو په څېر ژوند وکړئ.

۱۱ـ د بیت‌المال د ټولو اسبابو او وسایلو هم زه او تاسی وکیلان یاست، د مصلحت په ځای کی یې باید مصرف کړو او داسی ساتنه یې باید وکړو، لکه د خپل شخصی مال.

۱۱ـ ټوله یو د بله په کارونو کی همکاری کوئ او په خپلو منځونو کی اختلافات مه کوئ.

۱۲ـ یو له بله په کارونو کی مداخله مه کوئ؛ دا تکبر دی.

۱۳ـ د قاضیانو قدر او احترام کوئ، بیا به خلګ د هغوی د پرېکړو احترام وکړی.

۱۴ـ زاړه مجاهدین مه شاته کوئ، د مجاهدینو د قربانیو قدر او عزت وکړئ؛ شل کال یې مبارزه وکړه.

۱۵ـ د یتیمو ماشومانو لپاره چی پلرونه یې شهیدان سوی د تعلیم زمینه برابره کړئ، که مو دا کار وکړ نظام به لا ټینګ سی.

۱۶ـ د بې‌ځایه تصویرونو او ویډیوګانو څخه په جدی توګه ډډه وکړئ او مه خلګ ورته ترغیبوئ.

۱۷ـ په خوراک او نورو چارو کی اسراف مه کوئ او د بل چا څخه تحفې هم مه اخلئ.

۱۸ـ د خپل صف تصفیې ته پاملرنه تل کوئ او بدو خلګو ته په خپلو صفونو کښی ځای مه ورکوئ، ځکه بد اشخاص د مشرانو نوم بدوی.

۱۹ـ خپل لمونځونه په جماعت سره کوئ او په خپلو اُطاقونو کی سبقان «دینی درسونه» شروع کړئ.

۲۰ـ د مجاهدینو د پوهی سطحه لوړه کړئ، سمینارونه ورته جوړ کړئ، په اداری اصطلاحاتو یې بلد کړئ.

۲۱ـ کومو ولسوالیو کی چی مدرسې نه وی، ژر تر ژره یې جوړی کړئ.

۲۲ـ د غټو ټلیفونونو استعمال کم کړئ، انټرنیټ ته زیات وخت مه ورکوئ؛ قیمتی وخت به در ضایع کړی او هم به مو د لازمو دینی معلوماتو څخه بې برخی کړی.

۲۳ـ د خپلو سرونو ورېښتان د شریعت موافق جوړ کړئ، د زیاتو اوږدو څڼو څخه ډډه وکړئ.

۲۴ـ تاسی ماته دُعاګانی کوئ زه به تاسو ته دُعاګانی کوم او پر مسلمانانو دا لازمه ده، چی د خپل امر لپاره به د صلاح دُعا کوی، امام ابوحنیفه رح د مذهب معتمد کتاب درالمختار کی لیکلی دی:«ویجب ان یدعی له بالصلاح»

وروستیو کی د ټولو ولسوالیو د امنیه قومندانانو په استازیتوب د پنجوایی ولسوالۍ امنیه قومندان فیضانی مولوی صاحب او د ټولو ولسوالانو په استازیتوب د غورک ولسوال مصباح مولوی صاحب خبری وکړې، دوی لومړی خوښی وښودله او د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌صاحب حفظه‌الله څخه ځانګړې مننه وکړه، چی ورسره یې د ملاقات زمینه برابره کړه او ددې ترڅنګ یې ورسره یوشمېر ستونزی او غوښتنی شریکی کړې.

وروسته غونډه د دُعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

ممکن است شما دوست داشته باشید