روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

عالیقدر امیرالمؤمنین د سوداګرو او پانگه‌والو سره په کتنه کې:د اقتصادی خپلواکۍ لپاره جدی ګامونه پورته کړئ

شریعت: د دوشنبې په ورځ عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌ الحدیث مولوی هیبت‌الله اخندزاده صاحب حفظه‌الله د افغانستان سوداګرۍ او پانګونی خونی او د دې ترڅنګ د افغانستان د صنایعو او معدنونو خونی ګډ پلاوی، چی د هیواد په کچه لوی سوداګر، صنعت‌کاران او پانګه‌وال په کښی شامل ؤ او شمېر یې څلوېښتو ته رسېدی وکتل.

ۤپه دی غونډه کې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د چارو د ادارې لوی رئیس  مولوی احمدجان احمدی صاحب او کندهار والی حاجی محمدیوسف وفا هم حضور درلود.

غونډه د مولوی محب‌الله محمد لخوا د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره پیل شوه.

په پیل کې د افغانستان د صنایعو او معدنونو خونی عمومی رئیس شېرباس کمین‌زاده او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی خونی مرستیال حاجی خیرالدین مایل، خوښی وښودله چې له مشرتابه سره وینی او مشرتابه سوداګرو، صنعت‌کارانو او پانګه‌والو ته ځانګړې پاملرنه لری.

دوی د خصوصی سکتور د پیاوړتیا او سته ستونزو د لیری کېدو په موخه هراړخیزه بحث او خبری وکړې.

په دی غونډه کې سوداګرو او صنعت‌کارانو ژمنه وکړه، چی په خپله پانګه‌اچونه او صنعت کی به پراخوالی راولی، ترڅو افغانستان د اقتصاد په برخه کی هم پرمختګ وکړی.

همدا راز تر لیدنی وروسته د نیمروز ولایت د سوداګرۍ او پانګونی خونی رئیس حاجی عبیدالله او هرات کی د کابل پولادو اوسپنی ویلی کولو فابریکې مشر حاجی عصمت‌الله وردګ وویل، ټولو سوداګرو او صنعت‌کارانو د خصوصی سکتور په برخه کی ټولی ستونزی یو په یو له مشرتابه سره شریکی کړې.

ددې ترڅنګ لیدنه کی د هیواد په کچه د خصوصی سکتور د ودی او ملاتړ بورد غړی خیرګل افغان د خصوصی سکتور د ودی او ملاتړ په موخه ترتیب سوې طرحه له شیخ صاحب حفظه‌الله سره شریکه کړه، چی د خصوصی سکتور په برخه کی ټولی ستونزی او حل‌لاری پکښی په ګوته سوی وې.

د دوی ټولو تر خبرو اورېدو وروسته عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌ الحدیث مولوی هیبت‌الله اخندزاده صاحب حفظه‌الله د هیواد د سوداګرۍ او پانګونی خونی او ددې ترڅنګ د هیواد د صنایعو او معدنونو خونی راغلی ګډ پلاوی ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چی د افغانستان اسلامی امارت تل د سوداګرو، صنعت‌کارانو او پانګه‌والو ملاتړ کړی او راتلونکی کی به هم ورته ځانګړې پاملرنه کیږی.

عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌ الحدیث مولوی هیبت‌الله اخندزاده صاحب حفظه‌الله په خپلو خبرو کی له یاد پلاوی څخه وغوښتل، ترڅو د هیواد د اقتصادی خپلواکۍ او پرمختګ په برخه کی رغنده قدمونه واخلی، په هیواد دننه پانګه‌اچونه زیاته کړی ترڅو خلکو ته کاری زمینه ډېره سی او هم د هیواد د بیا رغونی په برخه کی پوره هڅی وکړی.

شیخ‌صاحب حفظه‌الله د خپلو خبرو په وروستیو کی د هیواد ټول مجاهدین د خپل ځان نظامی پوځیان او د هیواد ټول سوداګر، صنعت‌کاران او پانګه‌وال بیا د ځان اقتصادی پوځیان یاد کړل او ټولو سوداګرو، صنعت‌کارانو او پانګه‌والو ته یې د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندی کړ.

وروستیو کی عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌ الحدیث مولوی هیبت‌الله اخندزاده صاحب حفظه‌الله راغلیو ټولو سوداګرو، صنعت‌کارانو او پانګه‌والو ته اعزاز پګړۍ ډالۍ کړې او وروسته غونډه د دُعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

د یادولو وړ ده، چی تر لیدنی وروسته راغلی ګډ پلاوی له کندهار والی حاجی محمدیوسف وفا سره  د مخه ښې غونډه وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید