روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پاسپورټ ریاست کې ۴۰ کمېشن‌کاران نیول شوی

د پاسپورټ ریاست چارواکی وایی، چې په تېرو څو ورځو کې یې هغه ۴۰ کمېشن‌کاران نیولی چې د پاسپورټ اخیستو په بدل کې یې له خلکو پیسې اخیستې.

یادو چارواکو ویلی، چې لا هم په دې ریاست کې ځینې ستونزې شته او د حل لپاره یې جدی هڅې روانې دی.

د پاسپورټ ریاست د کار تر پیلېدو وروسته په ورځنی ډول په زرګونه خلک دې ریاست ته ورځی او د پاسپورټ غوښتنه کوی، خو چارواکی وایی، چې اوسمهال یوازې هغو کسانو ته پاسپورټونه ورکوی چې له وړاندې یې ثبت نامونه کړی دی.

یو شمېر خلک بیا شکایت کوی چې اوس هم یو شمېر کمېشن‌کاران د پیسو په مقابل کې پاسپورټونه وېشی.

طالب چارواکی وایی، چې د دې ګډودۍ مخنیوی لپاره جدی مبارزه کوی.

د پاسپورټ ریاست سرپرست مولوی علم ګل حقانی ویلی، چې د پاسپورټونو وېش وروسته یې تر اوسه ۳۸۰ میلیون افغانۍ عواید راټول کړی او شاوخوا ۸۰ زره پاسپورټونه یې وېشلی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید