روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
ولسمشر محمد اشرف غنی وایی، د وسله والو طالبانو حرکاتو د افغانستان زېربناو ته یو میلیارډ ډالر زیان رسولی دی.
ولسمشرغنی دغه خبره پرون سه شنبه په ارګ کې د حکومتولۍ او بشری سرچینو د اونۍ په غونډه کې د خبرو پر مهال وکړه او پر طالبانو یې غږ وکړ چې که په هېواد کې عامه ځایونه نه شی جوړولی د تخریب مخه دې ونیسی.
د نوموړی په خبره که طالبان غواړی چې د خلکو په زړونو کې ځای پیدا کړی، نو پل، پلچک ښوونځی او هغه ځایونه چې عام خلک ترې ګټه پورته کوی زیان نه اړوی.
نوموړی زیاته کړه: “د طالبانو حرکاتو د افغانستان زېربناو ته یو میلیارد ډالر زیان رسولی دی. نو زه ورباندې ناره کوم، ولې ورانوی، ولې خرابوی؟ که د جوړولو قوت نلری، که مثبت پروګرام نلری حد اقل د خرابی مخه ونیسی.”
هغه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو وروستۍ جګړې ته په اشارې وویل چې په دې ولسوالۍ کې دوه لوی پلونه او ګڼ شمېر پلچکونه د طالبانو له خوا وران شوی او په وینا یې چې په ټوله ولسوالۍ کې ماینونه ځای پر ځای شوی دی.
هغه وویل که تاسو (طالبان) د ارغنداب کیسه تکراروی نو په وینا یې ولس به خپله قضاوت وکړی.
بله خوا د حکومتولۍ او بشری سرچینو اونۍ د غونډه پر مهال په بلخ، کندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو کې ۱۰۰ تکمیل شوی پروژې هم افتتاح شوې.
ولسمشر وویل، پر یادو پروژو پنځه میلیارد افغانۍ لګښت راغلی دی.