روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

شی جین پینګ او د جرمنی لومړی وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

د چین د دولت رئیس د مې په ۹مه نېټه د جرمنی له لومړی وزیر اولف شولز سره ویډیویی خبرې کړې دی.

شی جین پینګ په خپلو خبرو کې ویلی، چې چین او جرمنی باید د نړۍ اوسنیو حالاتو ته په کتو د خپلمنځی اړیکو سالم او ثابت پرمختګ وساتی او دغه چاره به یې نه یوازې د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره ګټوره وی، بلکې د نړۍ د سولې او ارامتیا لپاره به هم مهم ارزښت ولری.

اولف شولز ویلی، چې جرمنی به له چین سره د سیاسی اړیکو د ټینګېدو ۵۰مه کالیزه په ګډه ولمانځی، د بېلا بېلو کچو نږدې تبادلې به ورسره وساتی او د سوداګرۍ او پانګونې، له اقلیمی بدلون سره د مقابلې، د کرونا وبا ضد د مبارزې، طبی چارو او د کلتور او ښوونې په شمول ځینو برخو کې به ورسره همکارۍ نورې هم نږدې کړی.

دواړو مشرانو د اوکراین وضعیت په اړه هم د نظریو تبادله کړې ده.

شی جین پینګ په خپلو خبرو کې ویلی، چې د اوکراین کړکیچ له امله، د اروپا پر وړاندې هم ډېرې ننګونې راپورته شوې دی او د اروپا امنیت او خوندیتوب باید د اروپایانو په لاس کې وی.

نوموړی زیاته کړې، چین له اروپا څخه ملاتړ کوی، چې د اوکراین کړکېچ په سوله ییزو خبرو اترو کې رغنده رول ولوبوی او د اروپا د امنیت لپاره یو برابر، اغېزمن او دوامدار چوکاټ جوړ کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید