روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

شینهوا خبری آژانس: د امریکا د شل کلن اشغال پر مهال ۳،۵ میلیونه افغانان په نشه یی توکو اخته شوی دی

شریعت: شینهوا خبری آژانس په خپل تازه خپاره کړی راپور کې ویلی دی چې افغانستان کې د امریکا د شل کلن اشغال پر مهال ۳،۵ میلیونه افغانان په نشه یی توکو اخته شوی دی.

راپور کې راغلی: د افغانستان تر اشغال وروسته امریکا ادعا کوله چې له موخو یې یوه موخه د نشه یی توکو پر وړاندې مبارزه ده؛ خو نه یوازې دا چې مبارزه یې نه کوله، بلکې څومره چې بهرنی ځواکونه په افغانستان کې ډېرېدل دومره ورسره د نشه یی توکو کاروبار زیاتېده.

دغه خبری اژانس وایی چې له امریکا سره د کار پر مهال زرګونه افغان قرار دادیان هم په نشه یی توکو روږدی شوی دی.

باید وویل شی چې امریکا افغانستان کې د خپل شل کلن حضور پر مهال سلګونه ډول بشر ضد جنایتونه ترسره کړی چې تازه ځینو فعالانو د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتی چې افغانستان کې دې د امریکایی ځواکونو جنایتونه وڅیړی او عاملینو ته دې سزا ورکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید