روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

شپږیزه کرېکټ لیګ؛  کابل بازانو بند امیر په ۳۵ منډو مات کړ

د افغانستان د کورنی کرېکټ لیګ شپږیزې شپږم پړاو په لومړۍ لوبه کې د کابل بازانو له بند امیر ښامارانو په ۳۵ منډو لوبه وګټله.

د افغانستان د کورنی کرېکټ لیګ شپږیزې شپږم پړاو د شپږو لوبډلو ترمنځ پرون (تله ۱۵) په کابل کې پیل شو.

دغه سیالۍ چې د کرېکټ بورډ اړوند لوبغالی کې ترسره کیږی، پرونۍ لوبه د راشد خان په لوبډلمشرۍ د “بند امیر ښامارانو” او د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ د “کابل بازانو” ترمنځ ترسره شوه.

د لوبې پچه کابل بازانو وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د کابل بازانو بند امیر لوبډلې ته په ۲۰ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو د ۲۱۰ منډو هدف وټاکه.

خو د بندې امیر لوبډلې ونه کوای شو چې ټاکل شوی هدف پوره کړی او په ۲۰ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۴ منډې وکړې او په ۳۵ منډو یې لوبه وبایلله.

د کابل بازانو لوبډلې له لوری لوبډلمشر اصغر افغان د ۹۲ او سمیع الله شینواری د ۴۱ منډې وکړې. د لوبې د غوره لوبغاړی اصغر افغان وټاکل شو.

د بند امیر ښامارانو لوبډلې لپاره باطن شاه ۴۳ او حیات الله ۴۱ منډې وکړې.

ټاکل شوې دغه لیګ تر دو اونیو پورې دوام وکړی.

د افغانستان کرېکټ بورد وایی، دې لیګ لپاره یې تخنیکی چمتوالی بشپړ کړی او د کابل کریکټ لوبغالی کې یې نندارچیانو ته ښې اسانتیاوې برابرې کړی.

دا سیالۍ له ۲۰۱۳ کال را په دې خوا هر کال کېدې، خو تېر کال د تخنیکی ستونزو له کبله ونه شوې.

د افغانستان کریکټ بورد وایی، د شپږیزې په دې پړاو کې شپږ کورنۍ لوبډلې لوبیږی او هره یوه پنځه – پنځه لوبې کوی.

د دغه لیګ یو روزوونکی او د کرېکېټ ملی لوبډلې مخکینی لوبغاړی ریئس احمدزی وایی، ټولې لوبډلې پیاوړې دی او سیالی به یې په زړه پورې وی.

په دې کورنی لیګ کې د ملی لوبډلې شاوخوا لس لوبغاړی هم لوبیږی چې دغو لوبغاړو ته تر ډیره د کپټانۍ یا لوبډلمشرۍ دندې ور له غاړې دی.

په ۲۰۱۷ کال کې د ملی ټیم لوبغاړو تر څنګ په دغو لوبو کې د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړو هم برخه درلوده. سږ کال کابو ټول لوبغاړی کورنی ښودل شوی. ریئس احمدزی وایی چې دا به په دغو سیالیو کوم ځانګړی اغېز ونه کړی.

آمو نهنګان، بندامیر ښاماران، بُست ساتوونکی، کابل بازان، مېس عېنک اتلان او سپین غر زمریان هغه لوبډلې دی چې د شپږیزه کرېکېټ لیګ د اتلولۍ لپاره به سیالی سره کوی.

د کورنی کرېکټ غوړېدا او د نویو استعدادونو موندل د دغو لوبو له اصلی موخو ښودل کېږی. کریکټ بورد وایی سږنۍ سیالۍ د ملی ټلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپریږی او د کابل لوبغالی کې سلګونه نندارچیانو ته هم د ځای ځایګی اسانتیاوې برابرې شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید