روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

شمالی کوریا: د اوکراین د ماتولو لپاره له روسیې سره هر ډول مرستې ته چمتو یو

روسی رسنۍ وایی، چې شمالی کوریا دغه راز د «دونباس» سیمې د بیارغونې په برخه کې د مرستې لپاره د زرګونو کارګرانو لیږلو ته هم چمتوالی ښودلی دی.

په ورته مهال روسیې هم د اوکراین په جګړه کې د شمالی کوریا د مرستو د ژمنې هرکلی کړی او د بریالیو وسلو په جوړولو کې یې د یاد هیواد هڅې ستایلی دی.

د روسیې دفاع وزارت د شمالی کوریا د مرستو د ژمنې د هرکلی ترڅنګ ویلی، چې روسیه باید د شمالی کوریا سرتیرو او پوځی متخصصینو ته ښه راغلاست ووایی.

روسی چارواکی وایی که شمالی کوریا غواړی د «فاشیست اوکراین» پر وړاندې جګړه وکړی، موږ باید اجازه ورکړو.

ممکن است شما دوست داشته باشید