روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

شاهین: ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ دې اسلامی امارت ته وسپارل شی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب له ۷۶مې کلیزې سره هممهاله افغان حکومت غواړی چې دغه څوکۍ اسلامی امارت ته وسپارل شی. په قطر کې د اسلامی امارت د سیاسی دفتر رییس په دې سازمان کې د اسلامی امارت د استازی نه شتون غیر عادلانه بولی. سهیل شاهین د افغان حکومت له لوری دې څوکۍ ته وروپېژندل شو، خو د دې سازمان له لوری و نه منل شو  شاهین وایی د اسلامی امارت او د افغان ولس په استازولۍ له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوی چې څومره ژر کېدای شی، د دې نړیوال بنسټ له‌خوا دغه بې‌انصافی پای ته ورسېږی. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له غړیتوب راهیسې څوارلس تنو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمی استازی په توګه حضور لرلی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید