روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

سیرت ولې لولو، اهمیت  او د ټـولنې لپـاره یې اړتـیا څـه ده؟

لیکوال: حماد افغان شیرزاد

د محبوب عربی صلی الله علیه وسلم ژوند، کارنامې، دعوت، جهاد، حکومت، ټولنه او کورنۍ کې ژوند او نورې لارې چارې یې قرآن د اسوه حسنه په صفت یادې کړی او دا یې ټول انسانیت او په ځانګړې ډول اسلامی امت ته د پل او قدم ایښودولو یو مشال ټاکلی.

مسلمانان باید خپل پیغمبر یواځې په رسالت ونه پیژنی؛ بلکې د هغه مبارک ټول ژوند وګوری، مطالعه یې کړی او د هغه له ټولو صفاتو خبر شی، تر څو پوهه شو چې هغه مبارک زموږ د لارې مشال او تر قیامته د راتلونکو انسانانو لپاره یو غوره مقتدا، رهبر او لارښود دی.

رسالت یو غوره منصب دی، چې د کائناتو د خالق له لورې ورکول کیدلو او کسب یې نه غوښتلو، رسالت د دنیا له ټولو منصبونو پورته او بالا دی او په دې خبره ټول مسلمانان متفق دی، خو د رسالت تر څنګ زموږ خوږ پیغمبر د نړۍ یو غوره معلم هم ؤ؛ چې د زید بن ثابت، عمر بن الخطاب، ابوبکر صدیق، عبدالله بن عباس، عائشه صدیقه، عبدالله بن عمر، عبدالله بن مسعود، ابوهریره او د ابی بن کعب په څیر ستر معلمان یې نړۍ ته وړاندې کړل، هغه یو مدبر، پوه حاکم او سیاستمدار هم ؤ، غوره حکومتولی یې ترسره او په دې لاره کې یې د سیاست راڼه ستوری څلور خلفای راشدین د حکومت او سیاست غوره بیلګې وروزلې چې یواځې د عمر خلافت اوس هم د ټولې نړۍ د حکومتولۍ لپاره مشال او لارښود دی، د معاویه بن ابی سفیان او نورو اجله صحابه کرامو ولایتونه او حکومتولۍ د تاریخ په زرینو پاڼو کې ثبت دی، د دې تر څنګ محبوب عربی صلی الله علیه وسلم غوره او د جهاد د میدان یو نوموتی قومندان هم ؤ، چې د حمزه بن عبدالمطلب، اسامه بن زید، عبیده بن الجراج، خالد بن ولید او نور غوره جهادی قومندانان یې وروزل، چې تر ننه یې نړۍ د بیلګې راوړلو عاجزه ده.

د خپل خوږ پیغمبر ژوند د دې لپاره ولولئ چې ټول کړه وړه یې خپل او د هغه په څیر ژوند وکړو، هغه د خپلې کورنۍ سره په کوم حسن خلق کې وخت تیراوه، هغه د خپلو لوڼو او بیبیانو سره د ژوند ټولې کورنۍ چارې څنګه پر مخ وړلې او بیا یې دباندې د خپل رعیت او ولس سره کوم برخورد او اخلاق کول، همدا لامل ؤ چې قرآن ورته د انک لعلی خلق عظیم خطاب وکړ، ملګری یې د هغه پر نقش لاړ نو قرآن ورته د جنت زیری واورول، د رضی الله عنهم ورضوا عنه فیصله ورته نازله شوه.

د هغه پیغمبر ټول ژوند په دعوت، تبلیغ او انسانیت ته په خیر رسولو کې تیر شو، هغه د ظلم تورې تیارې ماتې او رڼا خپره کړه، د خپل دعوت له لارې یې امن، عدالت، ورورولی، انصاف او هر انسان ته د هغه د حق رسولو فضاء قایمه کړه او د ظلم، فحشاء، بې دینۍ،  وحشت او عداوت جرړې یې وویستلې او دا دین یې تر قیامته د راتلونکو انسانانو لپاره یو غوره لارښود او مشال وګرځولو.

ټولنې لپاره یې اړتیا!

زموږ اوسنۍ ټولنه د خپل پیغمبر له سیرت ډیره لرې او په بې ځایه لهو و لعب کې مشغوله ده، د خپل پیغمبر له کړو وړو سره ډیر زیات واټن لری او په ځانګړی ډول اوسنی ځوان نسل چې د ټولنې لپاره د ملا د تیر حیثیت لری، ټولنه ورباندې تکیه او حساب کوی او د آیینده مشران یې بولی، د خپل پیغمبر له سیرت ناخبره او په دغه برخه کې له صفر سره ضرب دی.

باید دوی سیرت ولولی، ځان د پیغمبری اخلاقو خبر او هغه مسؤلیتونه درک کړی چې د ځوان سره ښایی او ورترغاړې دی، ځان له بې دینۍ، لهو و لعب، فحشاء، ناوړلو اعمالو، ظلم او نورو کړنو وژغوری او د ټولنې لپاره د یو ښه ځوان او خادم په حیث کار او خدمت وکړی.

له حکومت هم غوښتنه کوم چې د ځوان نسل په روزلو کې له دقت کار واخلی، ځانګړې پاملرنه ورته وکړی، غونډې او سیمینارونه ورته جوړ کړی، د سیرت ځانګړی او معیاری کورسونه ورته مهیا کړی؛ تر څو دوی هڅاند شی، لیوالتیا ښکاره او ټولنه مو په نبوی سیرت اباد او ځوان نسل د یو ښه فکر خاوند شی.

د سیرت یو څو غوره کتابونه:

سیرت ابن هشام، سیرت ابن اسحاق، شمائل ترمذی، زادالمعاد، المواهب الدونیه، لؤلؤ المکنون، رحیق المختوم، سیرت مصطفی د ادریس کاندهلوی او الشفاء لقاضی عیاض مالکی غوره، له ډیرو پندونو او درسونو ډک د سیرت په موضوع مهم کتابونه دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید