روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

سیاسی هوکړې ته رسېدو یوه انتخابی حکومت ته اړتیا لری

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی وایی، له جګړې نه سولې ته د لارنقشې لپاره یوې سیاسی هوکړې ته رسېدو، د سولې د یوه حکومت جوړېدو او یوه انتخابی حکومت جوړېدو ته اړتیا لری.
نوموړی دا څرګندونې د شمالی خلکو هغې غونډې ته په یوه ثبت شوې وینا کې وکړې، چې له جمهوری نظامه د ملاتړ په پار شمالی کې جوړه شوې وه.
هغه وویل، سوله ګرانې پرېکړې او قربانی غواړی: “موږ سولې ته خپله ژمنتیا ښودلې ده، تل دا اوازې او تورونه وو، چې ولسمشر او مرستیالان چې په هر قېمت وی، خپله دوره بشپړه کړی، ټول ولس او نړۍ ته مو ثابته کړه چې موږ حاضر یو، خپله موده، چې قانونی حق مو دی، د سولې لپاره رالنډه کړو او غواړو چې ژر تر ژره د نړیوالې ټولنې تر نظارت لاندې هر اړخیزې او عادلانه ټاکنې وشی”.
ده وویل، د افغانستان ۴۲ کلنې جګړې په افغانانو کې تفرقه رامنځ ته کړې، چې په وینا یې اوس چې د تلپاتې سولې راتلو لپاره یو کمیابه فرصت راغلی، ددې وخت دی چې یو او بل ومنو او اختلافونه په مخامخ برو او بحث سره حل کړو:
ولسمشر غنی وویل: “د یو بل منل ضروری دی، ځکه زه پر طالبانو ناره کوم، چې راشئ د افغانستان په یوه لویه جرګه کې ګډون وکړئ ، خپل دردونه او خپل وړاندیزونه د افغانستان له ولس سره شریک کړئ چې موږ ټول پوه شو یو او بل ته څه وایو او په دې جرګه کې د خدای جل جلاله په حضور کې یوه ژمنه وکړو چې بیا به هېڅکله ټوپک او تورې ته لاس نه اچوو او خپل اختلافات به د جرګې او مشورې له لارې حل کوو”.
د روانې سولې د هڅو په تړاو، ولسمشر غنی وویل، دی او اداره یې غواړی چې د سولې بهیر چې په هر قېمت وی باید بریالی شی، خو په وینا یې ټول کارونه به یې د اساسی قانون په چوکاټ کې وی.
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، چې غونډه کې حضور درلود، وویل تېره ورځ یې د زلمی خلیلزاد په مشرۍ له امریکایی پلاوی سره ترکیه کې د جوړېدونکی کنفرانس په اړه اجنډا کې پر ارزښتونو د توافق پر سر بحث وکړ.

نوموړی ادعا وکړه چې له طالبانو سره جګړه کې افغان حکومت هېڅ کومه سیمه له لاسه نه ده ورکړې، خو د سولې جوړېدونکی کنفرانس کې به ټینګار پر اصولو توافق وی.
امرالله صالح وویل، د ترکیې کنفرانس کې به د اوربند پر مسله هم ټینګار وشی، خو ده وویل د ۵۵۰۰ طالب بندیانو خوشی کول تر “ټولو لویه تېروتنه” وه:
“زموږ تر ټولو یوه لویه تېروتنه د ۵۵۰۰ طالب بندیانو خوشی کول وو، خو دا پرېکړه موږ له حکومت سره په مشوره په یوازې سر ونه کړه، لویه جرګه مو راوبلله او ورته ومو ویل چې د مذاکراتو د پیلېدو لپاره له موږ د قربانۍ غوښتنه شوې ده. همدا وو چې د افغانستان خلکو یې د خوشی کولو پرېکړه وکړه”.
ښاغلی صالح وویل چې له دې خوشی شویو طالب بندیانو نژدې ۸۵ سلنه یې بېرته جګړې ته ستانه شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید