روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
اسراییل سوریه کې د ایران د تر ټولو مهم پوځ سپاه پاسدران پر قدس څانګه د برید خبره کوی.
قدس د سپاه هغه څانګه ده چې له ایران بهر عملیات کوی. د اسراییل پوځ د یوه بیان خپرولو سره وایی، د جولان پر لوړو د سوریې له لوری د یوه توغندی تر توغول کېدو وروسه یې دا برید کړی دی. اسراییل سوریې ته خبرداری ور کوی چې د اسراییل خاورې یا ځواکونو ته له زیان اړوونکې هڅې ډډه وکړی. اسراییلی ځواکونو د دې برید په هکله څه نه دی ویلی او نه هم ایران تراوسه غبرګون ښودلی دی. خو د رویټرز خبری اژانس د رپوټ له مخې د سوریې دولتی رسنیو ته د دغه هېواد خبرو سرچینو ویلی چې اسراییل په ډېرو لارښود توغندیو سره پراخ برید وکړ، مګر د سوریې دافع هوا ځواکونو ډېری توغندی شنډ کړل. د سوریې پلازمېنه دمشق کې سرچینو رویټرز خبری اژانس ته ویلی چې د شپې یې تر یوې ګړۍ د چاودنو غږونه اورېدل. برتانیا کې د سوریې د انسانی حقونو څارډله هم وایی چې اسراییلی توغندیو د دمشق شاوخوا سیمې په نښه کړې دی. له بلې خوا اسراییل وایی، چې د جولان لوړو په هرمون غره کې به د ژمنیو لوبو یو مرکز یوه ورځ تړلی وی. د اسراییل لومړی وزیر بن یمین نتن یاهو د یکشنبې په ورځ چاډ ته په لومړی سفر کې وویل، چې په سوریه کې د ایران د پوځی حضور د تثبیت پرضد هڅې یې دایمی دی. دا سیاست نه بدلېږی، که زه اسراییل کې یم یا چاډ ته په تاریخی سفر وتلی یم، دا تلپاتې سیاست دی. نوموړی تېره اوونۍ دا هم ومنله چې اسراییل تراوسه په سلګونو ځلې سوریه کې د ایران او د لبنان د حزب الله ډلې هدفونه په نښه کړی دی.
هغه زیاته کړه چې پر دمشق د اسراییل د الوتکو وروستی برید کې د ایران سلاکوټ( د وسلو ګودام) په نښه شو.