روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د افغانستان اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی د ناټو سازمان سرمنشی ینس سټولتنبرګ سره ټلیفونی خبرې وکړې.
په دې ټلیفونی مکالمه کې، دواړو لوریو د سولې پروسې، د ناټو سازمان د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو کنفرانس او د افغانستان له امنیتی او دفاعی ځواکونو د ناټو دوامداره ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې.
د ناټو سازمان سرمنشی ینس سټولتنبرګ د ناټو سازمان د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو کنفرانس په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل وې ویل، د ناټو سازمان غړی هیوادونه د افغانستان د سولې پروسه کې له فعالې ډیپلوماسۍ استفاده کوی، ترڅو دغه پروسه بریالۍ شی.
هغه په افغانستان کې د تاوتریخوالی زیاتېدو په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وویل، د دې سازمان د ټولو غړو هیوادونو پرېکړې به مشروطې وی او په هغو کې به له امریکا متحدو ایالتونو سره له نږدې همغږی وکړی.
د ناټو سازمان سرمنشی له افغانستان څخه د امریکایی او ناټو ځواکونو د خروج په اړه وویل، مشورې دوام لری او تر اوسه په دې اړه تصمیم نه دی نیول شوی او همداراز د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوی هوکړه لیک بیاکتنه د امریکا متحدو ایالتونو له لوری جریان لری.
په دې ټلیفونی تماس کې، د ناټو سازمان سرمنشی ینس سټولتنبرګ په سوله ییز ډول د افغانستان د ستونزې پر حل ټینګار وکړ او په افغانستان کې یې له پایداره او باعزته سولې ملاتړ وکړ.
همداراز نوموړی وویل، له ترورېزم سره په مبارزه کې د افغانستان له امنیتی او دفاعی ځواکونو د ناټو سازمان ملاتړ دوام لری.
ښاغلی ستولتنبرګ د پنجشنبې په ورځ (سلواغې ۳۰) د د ناټو د دفاع وزیرانو د مجازی غونډې په پای کې وویل: “تر اوسه مو په افغانستان کې د راتلونکی حضور په اړه وروستی تصمیم ندی نیولی خو د مۍ د میاشتې د لومړۍ نینې ضرب الاجل په نژدې کیدو سره به مونږ د متحدینو په توګه مشورو او هم اهنګۍ ته دوام ورکړو.”
د ۲۵۰۰ امریکایی پوځیانو په ګډون شاوخوا ۹۶۰۰ بهرنی پوځیان همدا اوس د ناټو د غوڅ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې میشت دی او د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو د روزنې او مشورې چارې پرمخ بیایی.
د ۲۰۲۱کال د می تر میاشتې پورې د افغانستان څخه په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو وتل، د طالبانو د تاوتریخوالی کمیدل، د القاعده په ګډون تروریستی ډلو سره ددې ډلې د اړیکو شلول او د سولې د مذاکراتو سره ددې ډلې یوځای کیدل سره تړلی عناصر دی چې د امریکا-طالبانو په موافقه کې واضح شوی دی.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو تاوتریخوالی لا هم جاری دی او د افغانستان د اسلامی جمهوریت او طالبانو استازو ترمنځ مذاکرات لا هم بې نتیجې دی، د امریکا د دفاع وزارت رپوټ ورکړی چې طالبان لاهم د القاعده شبکې سره اړیکې لری او د القاعده غړی د طالبانو د لیکو او سوق او ادارې په جوړښت مدغم شوی دی.
ښاغلی ستولتنبرګ وویل چې طالبان باید د نړیوالو ترهګرو ډلو سره همکاری چې پر لویدیځ باندې د بریدونو لپاره پروګرام شوی بنده کړی. هغه وویل: “اوس باید د [افغانستان] سولې بهیر بیا غښتلی شی…طالبان باید په نیک نیت مذاکره وکړی…تاوتریخوالی راکم کړی.”