روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

زابل کې ۴۰ تنو معتادینو ته زدکړې ورکول کیږی

یادې زدکړې د زابل ولایت په عمومی محبس کې د پوهنې ریاست له لوری ورکول کیږی چې ورته ځانګړی استاد ټاکل شوی او پرون یې زدکړې په داسې حال کې پیل شوې چې پر مهال یې د پوهنې رئیس مولوی محمد عثمان حریت، د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست شراقت ویاړ او نورو مسؤلینو حضور درلود.

د زابل د پوهنې رئیس مولوی محمد عثمان حریت د نشه یی توکو د استعمال د بدو پایلو درلودلو، د زدکړو پر ارزښت خبرې وکړې او له متعادینو څخه یې غوښتنه وکړه چې هیڅ وخت دې بیا دې شومې پدیدې ته نه مخه کوی، ځکه چې دغه پدیده  ستاسو د ژوند تر څنګ اخرت هم  تبا کوی او په دې دنیا به تل د نورو محتاج، کورنی او خپل بچیان به درڅخه پاتې وی او هغوئ به هم ستاسو له امله د نورو خلګو محتاج وی.

د ښاغلی حریت په خبره چې د دغو متعادینو د زدکړو لپاره یې ځانګړی استاد ټاکلی دی چې پرون ورته اړونده قرطاسیه هم توزیع شوه.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامی امارت په راتګ سره په دې ولایت کې د متعادینو او ساقیانو شمیر تر ډیره په نشت حساب دی او ټول د اړوندو ارګانونو له لوری یا ونیول شول او یا دې ولایت څخه تښتیدلی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید