روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

زابل کې ۳ زره تنه په شدید نس ناستی اخته شوی دی

باختر آژانس: د زابل د عامې روغتیا مسؤلین وایې چې په دغه ولایت کې په شدید نس ناستی (کولرا) د اخته شویو کسانو شمېر کابو ۳۰۰۰ زرو تنو ته رسېږې چې ۵ تنو یې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

زابل د عامې روغتیا مسؤلینو باختر آژانس ته ویلی، چی په پنځو ولسوالیو اتغر، شاجوی، شهرصفا دای چوپان او سیورې ولسوالیو کې ۳۰۰۰ کسان په دې ناروغۍ اخته شوی چې پر وخت یې تداوی روانه ده.

د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالحکیم حکیمی  وویل تازه د دې ولایت په شنکۍ ولسوالۍ کې هم پېښې ثبت شوی چې روغتیایی ټېمونه یې ورته لېږلی دی.

د حکیمی په خبره دوی هرې ولسوالۍ ته پر وخت رسېدنه کړې چې په همدې خاطر یې پیښې کنټرول کړی او هغه کسان چې ژوند یې له لاسه  ورکړی داسې پېښې ډېرې کمې دی.

دا په داسې حال کې ده چې د هېوا په ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې هم یاده ناروغی رامنځ ته شوې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید