روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

زابل کې د کولرا ناروغی زیاته شوې ده

باختر آژانس: د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایی چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د کولرا ناروغۍ زیاتې شوې دی.

د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمی باختراژانس ته وویل چې دغه ناروغی په یاد ولایت کې د سېلابونو راوتلو او ککړو اوبو له امله رامنځته شوې.

هغه زیاته کړه چې د ارغنداب ولسوالۍ د عراق او ملی خېلو کلی په زابل کې د کورلرا ناروغۍ د خپریدو سیمې دی، چې په دې سیمو کې سلګونه ښځې او ماشومان په دغې ناروغۍ اخته شوی دی، نوموړی زیاته کړه چې د روغتیایی ټیمونه سیمې ته رسېدلی او د ناروغانو درملنه یې پیل کړې ده.

د وړاندې شویو شمېرنو له مخې په زابل کې په کولرا ناروغۍ د اخته کسانو شمیر له دوه زرو تنو زیات شوى دى او دېرش تنه هم مړه شوی دی.

هېره دې نه وی چې د وسایلو، طبی تجهیزاتو او د درملو کمښت په زابل کې د کولرا د مخنیوی لپاره د روغتیایی کارکوونکو د کار پر وړاندی له مهمو ستونزو شمېرل کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید