روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

زابل کې د اوبو رسولو دوه پروژې بشپړې شوې

شریعت: زابل کې ٢ د اوبو رسولو پروژې تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادې پروژې د  کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د یونسیف موسیسې په مالی ملاتړ او دHRDA موسیسې په تخنیکی همکاری په مرکز کلات سپینی غبرګی او شاجوی ولسوالی چینو سیمه کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د کلیو او پراختیا ریس مولوی حکمت الله رهبر وایی یادې پروژې د مرکز کلات په سپینه غبرګه او د شاجوی په چینو د سیمو په کلنیکونو کې د (۲۵۶۲۹۷۰ ) د دوه میلیون پنځه لکه دوه شپیته زره نهه سوه اویا افغانیو په  لګښت د ٢ کاری میاشتو په ترڅ کې تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

ممکن است شما دوست داشته باشید