روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
شریعت: د یادې مدرسې د افتتاح په مراسمو کې د زابل مرستیال والی سلیمان اغا بهیر، د پوهنې رئیس مولوی محمدعثمان حریت، یو تن دینی عالم مفتی ضیاءالرحمن، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوی رحمت الله حماد، دفتر رئیس ملا مختار احمد، د نورو ادارو مسؤلینو او علماء حضور درلود.
په پیل کې مفتی ضیاءالرحمن د علم او مدرسو پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې مسجدونه او مدرسې د الله ج د دین د زده کړې ځایونه او د اسمانی وحی او کتاب دسګاوې دی چې باید زیاته پاملرنه ورته وشی، په خبره یې که په مدرسه کې د شاملو طالبانو ښه روزنه وشی په مټ به یې دا محیط جوړ شی او که خدای مه کړه سالمه او ښه روزنه یې ونه شی داسې مثال لری لکه یو باغوان چې ټول کال په باغ کې کار وکړی، خو د نیالګیو پالنه یې سمه نه وی کړې او د کال په پای کې یې ثمر ټول خراب شی.
نوموړی د پوهنې له مسؤلینو څخه وغوښتل د دې مدرسې کومې روپۍ چې راځی دا ټولې بیت المال او شهیدانو وینی دی که بې ځایه ولګیږی په اخرت کې به مو هغه شهیدان تر ګریوان ونیسی کومو چې د دې نظام د بقاء لپاره قربانۍ ورکړې دی.
د زابل مرستیال والی سلیمان اغا بهیر وویل دا ډیر د خوشحالی ځای دی چې موږ داسې جهادی مدرسه افتتاح کوو او بیا په دې کې د مجاهدینو، عامو خلګو بچیان دینی زدکړې کوی، نوموړی د پوهنې له مسؤلینو، د مدرسې له استادانو څخه وغوښتل، کوښښ دی وشی چې مدرسه کې داسې کسان وروزل شی، تر څو د دې ټولنې د درد دوا شی ښاغلی بهیر له خپل اړخه د هر ډول همکاری ډاډ ورکړ.
د پوهنې رئیس مولوی محمد عثمان حریت ټولو ته د مبارکی تر څنګ د مدرسې په اړه غونډې ته معلومات ورکړل او ډاډ یې ورکړ چې د یادې مدرسې د ټولو اړخونو څخه به وخت پر وخت نظارت کوی او پرې به نږدی چې مدرسیې ته راغلی حقوق بې ځایه شی.
د یادونې وړ ده چې دغه مدرسه د امیر المؤمنین شیخ مولوی هیبه الله اخندذاده حفظه الله د حکم پر اساس افتتاح شوه چې جید دینی عالمان به پکښې د پوهنې وزارت د نوی جوړ شوی نصاب مطابق طالب العلمانو ته درسونه پیل کړی او ټول مصارف یې د اسلامی امارت په غاړه دی.