روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

روسیې او افغانستان د سوداګرۍ د پراخولو تړون لاسلیک کړ

په داسې حال کې چې روسیه او په افغانستان کې د اسلامی امارت حکومت د امریکا او اروپایی هیوادونو د جدی اقتصادی بندیزونو سره مخ دی خو مسکو او کابل تازه د سوداګرۍ د پراخولو تړون لاسلیک کړی. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د افغانستان لپاره د روسیې د سوداګرۍ همکارۍ شورا دا تړون په همدې روانې اوونۍ کې د روسیې د سینټ پیټرسبرګ په ښار کې لاسلیک کړ. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ادارې مرستیال یونس مهمند چې دا تړون یې د افغانستان لپاره د روسیې د سوداګرۍ همکارۍ د شورا مشر دمیترې انتانوف سره لاسلیک کړ، وایی، غواړو چې د سوداګرۍ دوه اړخیزې اړیکې او آن سیمه ییز صادارت او واردات قوی کړو. مهمند وویل چې روسیه دې ته لیواله ده چې سیمه ییزه سوداګری پراخه شی او له همدې کبله یې د سینټ پیټرسبرګ په ښار کې د اقتصادی فورم په یوې فرعې غونډې کې د ایران سره هم اوږدمهال تړون لاسلیک کړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید