روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

روسیه: امریکا په افغانستان کې د الظواهری د وژل کېدو په تړاو هیڅ اسناد نه دی خپاره کړی

شریعت: روسیه وایی د امریکا پر هغه ادعا شکمن دی چې وایی الظواهری یې په افغانستان کې وژلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په خپلو تازه څرګندونو کې پر کابل د امریکا هوایی برید غندلی او دا مسئله یې د جدی اندېښنې وړ بللې ده.

د نوموړی په خبره امریکا په افغانستان کې د ظواهری د وژل کېدو په تړاو اسناد خپاره نه کړل نو دا مسئله ښیی چې هغه لا ژوندی دی او د امریکا ادعا بېځایه ده.

روسیه وایی دوی د افغان چارواکو پر څرګندونو تمرکز کوی او په دې اړه به تر تحلیلونو وروسته پرېکړه کېږی، خو په ټوله کې پر کابل د امریکا وروستی برید ښکاره تېری او له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

باید وویل شی چې د امریکا ولسمشر روانه میاشت ادعا وکړه چې کابل کې یې په یوه هوایی برید کې د القاعدې نړیوال جهادی حرکت مشر ډاکټر ایمن الظواهری وژلی هغه ادعا چې اسلامی امارت رد کړې ده او القاعدې هم تر اوسه د خپل ۷۱ کلن مشر د برخلیک په تړاو څه نه دی ویلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید