روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

رسنیزه جګړه؛ د اسلامی نظام پر وړاندې یوه بله هڅه!

محمد آصف آزاد

غرب او د اسلامی نظام دښمنان په ټول توان هڅه کوی چې اسلامی نظام بریا ته پرېنږدی او له هرې لارې او له هره اړخه یې په یو نه یو ډول له ستونزو، خنډونو او چیلېنجونو سره مخ کړی. هغه که د مخامخ جګړو له لارې وی او یا هم له اقتصادی بندیزونو، رسنیزو جګړو او تبلیغاتو او یا هم له هرې بلې ممکنه لارې وی. غرب په نړۍ کې هر ډول نظامونه زغمی؛ شاهی او سلطنتی، جمهوری او دیموکراتیک، مذهبی (له اسلام پرته) او غیر مذهبی، بېدینه او سیکولر دا ټول موږ وینو چې نړۍ کې شته. غرب ورسره کومه ستونزه نلری. راکړه ورکړه او تعامل هم ورسره لری. په رسمیت یې هم پېژنی. خو په دې دومره لویه نړۍ کې او د دومره لوی شمېر مسلمانانو باوجود د نړۍ په یوه څنډه کې هم اسلامی نظام نشی زغملی! دوی هیڅکله هم نه غواړی نړۍ د عادل اسلامی نظام نمونه یو ځل بیا ووینی؛ ځکه په دې سره به بیا د دوی ناچله نظریې، نظامونه او حکومتونه ان پخپله غرب کې هم اخیستونکی ونلری! دوی پوهیږی، که دا ناکراره نړۍ، دا وحشت او بربریت ځپلې نړۍ، دا وضعی قوانینو محکومه کړې او غلامه کړې نړۍ یو ځل بیا د اسلام حاکمیت ووینی؛ نو بیا به ان خپل غربی وګړی هم له اسلام پرته په بل نظام قانع نکړای شی. نن چې په نوره نړۍ کې د اسلامی نظام په وړاندې خنډونه ایجادوی او مخه یې نیسی؛ بیا به په غرب کې هم ورته دا چاره ستونزمنه کیږی. دوی پوهیږی، هغه ډیموکراسی چې څه په زور، څه په زر او څه په چل او تذویر یې په نړۍ منلې یا تحمیل کړې؛ نور د ناکامۍ و خواته روانه ده. خپله بایډن وایی چې ډیموکراسی مو له ګواښ سره مخ ده! غرب پوهیږی چې ډیموکراسی په څومره شدت د زوال په طرف روانه ده. دا په داسې حال کې چې په بدیل کې یې نړۍ ته بل څه نلری. دوی نه خوښوی؛ خو پوهیږی چې راتلونکی د اسلام دی او د نړۍ ملتونه په ډېرې ناکرارۍ د اسلام حاکمیت ته شېبې شماری! له همدې امله، کله یې چې په افغانستان کې ماته وخوړه او فزیکی جګړې او اشغال ترک ته اړ شول؛ رسنیزه جګړه یې لا هماغسې په ټول توان ګرمه وساتله. له رسنیو او نړیوالو سازمانونو داسې څرګندونې خپروی چې په افغانستان کې شته اسلامی نظام خدای مکړه ناکام وښیی. خپلو شل کلنو ناکامیو او جنایاتو ته ښه بڼه ورکړی او د نننی اسلامی نظام بریاوې او لاسته راوړنې د نړۍ له سترګو پټې کړی.

رسنۍ نه وایی، هغه هېواد کې چې د امریکا جمع ناټو او متحدینو یې د سوله ساتو په نوم شل کاله جګړه وکړه، خو هېواد یې د یوې ورځې لپاره هم آمن نکړای شو؛ نن ورځ د نړۍ له کم ساری امنیت څخه برخمن دی.

رسنۍ نه وایی، هغه هېواد چې د اداری فساد له امله د نړۍ لومړۍ نمبر وو؛ نن پکې فساد نشته.

رسنۍ نه وایی، هغه هېواد چې هلته صفر شوی کوکنار د امریکا او متحدینو د شتون او جګړې پر وخت د کوکنار د کښت او قاچاق په لومړی لېست کې راغلی وو؛ اوس پکې کوکنار بېرته له منځه وړل شوی.

رسنۍ نه وایی، هغه هېواد چې امریکا او ملګری یې پکې واکمن وو، د معتادینو شمېر پکې له څلورو ملیونو واوښت؛ خو اوس معتادینو د زیاتوالی پر ځای روغتونونو ته وړل کیږی. رسنۍ نه وایی، هغه هېواد چې د کلنۍ بودیجې ۷۰ سلنه یې د نورو په مرستو ولاړه وه؛ نن یې په خپله د پوره کولو توان موندلی.

رسنۍ نه وایی، هغه تحلیل چې ویل کېده به، په افغانستان کې به اداری نظام له منځه لاړ شی او ادارې به فلج شی؛ خو د یوې ورځې لپاره هم ادارې غیر فعاله نشوې. رسنۍ نه وایی، هغه تحلیل چې ویل کېده به، افغانی کرنسۍ به خپل ارزښت له لاسه ورکړی او بانکونه به سقوط شی؛ خو برعکس بانکونه فعال او افغانیو خپل ارزښت تر پخوا لوړ وساته.

او… په دې ټولو تحولاتو، فعالیتونو او پرمختګونو باندې رسنۍ او نړیوال سازمانونه او ادارې غلې دی. خو وضعیت کاملاً د دې برعکس انځوروی.

بېلګې یې ولولئ! د همدې نومبر په لومړی نېټه م.م وویل چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۳۲ سلنه زیات شوی! په داسې حال کې چې د همدې کال په اپرېل کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله په مطلق ډول منع اعلان کړه. په ۲۰۰۱م کال کې هم، کله چې اسلامی امارت د کوکنارو کښت باندې بندیز ولګاوه او صفر ته را ښکته شول؛ غربی رسنیو او نړیوالو ادارو د اسلامی امارت دغه اقدام د ستاینې پر ځای د کوکنارو د بیې لوړولو لپاره ګڼلی وو!

دا له اسلامی نظام سره د دوی عقده او دښمنی څرګندوی.

دې تېر اکتوبر میاشت کې د ګالوپ په نوم یوې مؤسسې افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد یاد کړ!

سړی حیران شی چې دا خلک په دروغ ویلو او سپینسترګۍ کې څومره مخکې تللی؟! یادې مؤسسې ویلی چې افغانستان کې د غلاوو پېښې زیاتې شوی؛ خو که د هغه کابل له اوسېدونکو وپوښتو، چېرته چې د شپې ګرځېدل ځان خپله په خطر کې ورکول ګڼل کېدل او ان د یو موبایل او ساعت لپاره خلک وهل کېدل او وژل کېدل؛ نن ورځ یې ځواب همدا وی چې ډاډه ګرځی او هر وخت او هر چېرې تللی شی.

رسنۍ او نړیوالې ادارې افغانستان د ښځو لپاره خوندی نه ګڼی! خو په دې حقیقت سترګې پټوی؛ کله چې دلته امریکا او ملګری یې واکمن وو، ښځه نه خو په ادارو کې په امن وه او نه هم په کور کې د دوی د چاپو او بمبار څخه مصؤنه وه. پرون ترې زندانونه ډک وو، نن یوه هم زندان کې نشته. پرون یې پر وړاندې وروڼه او اولادونه په سپیو داړل کېدل او په ماینونو الوځول کېدل؛ نن هغه د وحشت حالات ټول له منځه تللی.خو د رسنیو او نړیوالو ادارو غبرګونونه د شته وضعیت په خلاف دی! زما باور دی چې غرب به هیڅکله هم د اسلامی نظام په وړاندې له رسنیزې جګړې، پروپاګند، تبلیغاتو او له هرې په توان پوره بلې وسیلې څخه درېغ ونکړی او خپله جګړه به روانه ساتی. نو مسلمانانو، په ځانګړې توګه افغانانو ته په کار ده چې دې جګړې ته متوجه واوسی. هو، دوی به دا جګړه ونه دروی. موږ ته په کار ده چې ویښ، ځیرک او فعال واوسو.

ا.ا ته د حکومت او نظام په حیث په کار ده چې په خپلو رسنیو پانګونه وکړی. دې اړخ ته دې هم په کمه سترګه نه ګوری؛ مصرف دې وکړی، د امکاناتو برابرولو ټوله هڅه دې وکړی، افراد دې وروزی. له شته رسنیو او امکاناتو دې اعظمی استفاده وشی. وضعیت دې ګونګ او مبهم نه پرېږدی؛ چې مغرضو او دښمنو رسنیو ته د پروپاګند زمینه برابره شی او د ولسونو تر منځ د بېځایه شکونو او بدګومانیو پیدا کولو سبب شی. د پردیو او پردیپالو هغو رسنیو چې زموږ د دین، هېواد او ملی ګټو او رښتینو ژورنالېستیکو اصولو په خلاف خپرونې او نشرات کوی؛ د هغوی د کنترول هڅه دې وکړی.

هېواد کې شته خصوصی رسنۍ دې اسلامی او ملی ارزښتونو او ګټو ته اولیت ورکړی. د نورو په ګټه نشراتو څخه دې د دین او هېواد د ګټو په خاطر صرف نظر وکړی. واقعیتونو ته دې پوښښ ورکړی. او د هېواد د رښتینی انځور خپرولو هڅه دې وکړی. د پوهاوی په لوړولو کې دې هڅه وکړی.  موږ عامو هېوادوالو ته هم په کار ده چې د نړیوالو مغرضو رسنیو دا له دوه مخی ډک چلند درک کړو. د دوی په پروپاګند او له واقعیت لرې نشراتو باور ونکړو. او د الله جل جلاله دې امر ته همېشه پام وکړو چې فرمایی:

ژباړه: «اې مؤمنانو! که کوم فاسق تاسې ته له کوم خبر سره راشی، نو تاسې (د خبر په اړه) پلټنه او تحقیق وکړئ، هسې نه چې کومې ډلې ته په ناپوهۍ سره ضرر ورسوئ او بیا پخپلو کړو پښېمانه
شئ.»         الحجرات: ۶

ممکن است شما دوست داشته باشید