روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

رسمیت پېژندنه ولې ځنډول کیږی؟

فاروق غلجی

د اسلامی امارت له واکمنېدو راهیسې څو میاشتې تیریږی خو د نړۍ په لرو بر کې لا داسې کوم څرک نه لګیږی چې کوم ملک د نوی افغان حکومت رسمیت پېژندنې ته زړه ښه کړی. ښکاره ده چې له یوې خوا د امریکې او ناټو ظالمانه بندیزونه او زموږ د پیسو کنګل کېدا او له بلې سره له بشپړ خوندیتوبه هېواد کې د پرمختیایی لویو اقتصادی پروژو ټیکدارۍ ته د نه رسمیت له امله د زیاتره شرکتونو او کمپنیو، نه چمتو کېدلو د افغانانو لپاره د خورا لویو ستونزو باعث ګرځېدلی. راځئ وګورو چې نړیوال زموږ د نوی حکومت منلو کې ولې دومره ناغیړی کوی؟ د دې موضوع په هکله لومړی خو دا واقعیت پام کې نیول په کار دی چې دلته هر هېواد خپلې جلاجلا موخې لری. مثلاً امریکا او نزدې ملګری یې په اساسی ډول حسد او کینې اخیستی او باور دادی چې دوی په آسانۍ سره نه خپله زموږ منلو ته غاړه کیږ دی او نه به تر خپله وسه نورو هېوادو ته اجازه ورکړی. ځکه د هغوی زیاتره نیوکې نه واقعی دی او نه مشخصې بلکې لایتناهی پلمې دی چې هیڅکله پای نه مومی او په حقیقت کې یوازې د دوی له هغې روحیې سرچینه اخلی چې د نړۍ پرمخ د اسلامی ماډل نظام زغملی نه شی. پاتې شول د ختیځ نور ځواکمن هېوادونه لکه چین، روسیه او هند چې دوی هم له نوموړی احساس سره سره بیا څه نورې موخې هم لری- لکه ښایی چینایان تر یو بریده د نړۍ تلې ته وګوری او روسان بیا هم د پخوا په څېر حکومت کې د ننه د خپلو انډیوالانو شتون ته لېوال وی. دغه راز ګاونډی هېوادونه هم بېلابېل مقصدونه لری، ځکه موږ سره تر نورو زیات ښکېل او یو بل ډېر اغېزمن کولی شو. مثلاً ایران له ګڼو اقتصادی او سرحدی مسایلو ورها خوا افغانستان کې د ژبې او مذهب پر موضوع هم ډېر هڅاند او وارخطا دی. پاکستان بیا تر هر چا ځکه ډېر غمجن دی چې له یو لوری زموږ او هند اړیکې څاری، بل لورته ډیورنډ کرښه، اوبه او دواړو غاړو پښتنو نوک اورۍ اړیکې او داسې نور. البته پاکستان بیا هم له ګردو نورو غوښتنو تېرېدی شی خو د لویدیځوالو خواشینی به ونه زغمی دغه راز تاجکستان سره لوی غم د تاجکو او همدارنګه د تاجک ناراضه اسلامپالو او ازبکستان سره د ازبکو او مخالفو ازبک اسلامپالو هم پر دې موضع یو څه اغېز لرلی دی- حال دا چې زموږ ګردو شمالی ګاونډیانو ته اصلاً روسانو سره هم غږی ډېره مهمه ده- دا سره له دی چې غالباً زموږ په اړه هغوی د امریکایانو فرمایشات هم پر ځمکه نه شی غورځولی. خو د رسمیت پېژندنې په لړ کې له ټولو یادو اندېښنو سره سره دا واقعیت هم نظر کې نیول په کار دی چې که ختیځ هېوادونه موږ سره اړیکو ته مجبور دی، نو لویدیځ ته بیا دا اندېښنه ور په غاړه ده چې زموږ خوا وشا سیمه کې اقتصادی فعالیتونه او له مرکزی آسیا نه جنوبی آسیا ته د انرژۍ او خامو توکو انتقال او له دې پلوه د چین، ایران، پاکستان او نورو مالی پرمختګ او ښېرازی نه شی زغملی. نو تر خپلې وسې هڅه کوی څو دا سیمه ناکراره وساتی او بې ثباته یې وښیی. خو د سیمې خلک هم د غربیانو پر دې بدنیتۍ ډېر ښه پوهیږی او غواړی چې افغانستان یې هم په اقتصادی فعالیتونو کې شامل وی خو ښایی د رسمیت پېژندنې لپاره د ځان لپاره دومره څه اسناد جوړول وغواړی چې نړیوال ډګر کې یې ښوولی شی. په دې حساب اوس همدلته زموږ لپاره تم کېدل او څه فکر کول لازم دی. څو معلومه کړو چې آیا د رسمیت پېژندنې مانع پلمو له ډلې کومې یې له منځه وړلی او کومې یې نه شو ترسره کولی. د بېلګې په ډول ګاونډیان او د سیمی هېوادونه حکومت کې د شمولیت او مشروعیت پر موضوع ډېر تأکید کوی. شمولیت بیا دوه صورتونه لری، یو قومی شمولیت او بل طبقاتی یا مسلکی شمولیت، د قومی شمولیت په هکله باید وویل شی چې اصولاً د حکومت او کابینې څوکۍ پر قومونو وېشل سراسر غلط کار دی، خو که له بېلابېلو قومونو وړکسان د هغوی د قومی ټیکدارانو له خوا نه بلکې د حکومت د ځواکمنې ا و مرکزی هستې په غوراوی وټاکل شی او څه ناڅه انډول هم په پام کې ونیول شی نو ګومان کیږی دا به د هېواد په ګټه وی. ځکه له بده مرغه افغانستان کې د قومی سیالۍ روحیه لاهم پیاوړې ده چې طبعاً کرار کرار به سمون پکې راځی. دغه شان د مسلکی شمولیت پر موضوع د نورو له نیوکو پرته هم باید فکر وشی. ځکه آیا معقوله ده چې د ټول نظام، هرې ادارې او هرې څانګې مشر آمر دې ملا وی؟ که ژور فکر وکړو دا ډول چلند زښته خطرناک عواقب لری. وجه دا ده چې کله د یو ملت دینی او روحانی قیادت د حکومت او نظام ټول اجرائیوی فعالیت خپل لاس کې واخلی نو یقینی ده چې لږه مو ده وروسته د حاکم او محکوم ترمنځ بېلتون او واټن منځ ته راځی او ډېری مواردو کې خلک پرخپلو حاکمانو بدګومانه کیږی. نو څرنګه چې دلته حاکمان دینی او روحانی طبقی ته منسوب وی، نتیجتاً بیا دینداره عوام هم آن له دین څخه بیزار او د خپلو مقتدایانو پر خبرو هم بې باوره شی. ښکاره ده چې کله یو هېواد کې دا ډول حالت منځ ته راشی نو پرته له شکه دیموکراسۍ، الحاد او نورو خرافاتو ته لاره ډېره ښه اواریږی. له همدې امله غوره دا ده چې د حکومت له اساسی بنسټونو پرته نورو ادارو کې داسې وړ او مخلص اشخاص وګمارل شی چې دیندار وی خو په ټولنه کې د ملا په نامه نه وی پېژندل شوی. د سیمې هېوادونو یوه بله نیوکه یا اندېښنه د نوی حکومت لپاره د کورنی مشروعیت تر لاسه کول دی. موږ باید د هغوی دا اندېښنه بې ځایه پلمه ونه بولو ځکه ښایی هغوی ته د افغانانو دا ټولنیز طبیعت ور معلوم نه وی چې دلته ملا د خلکو ترمنځ څومره ژورې ریښې او څومره اغېز لری. بناءً دا وخت د اوسنی حکومت لپاره څه ستونزه ده چې د نړیوالو دغه پلمه هم ورختمه کړی؟ په داسې حال کې چې موږ دلته د لویې جرګې په نامه ډېره آسانه او قانونی لار هم لرو. ځکه لویه جرګه آن د میرویس نیکه او احمدشاه بابا له وخته رانیولې بیا تر ننه هر وخت د افغانانو په ګردو رسمی قوانینو کې هم مسلم حیثیت لری او له عنعنوی پلوه هم.

نو څرنګه چې په یقینی ډول هم معلومه ده چې لویه جرګه هیڅکله د امارت له مشرانو سر غړاوی نه شی کولی او حتماً به یې پر ټولو تګلارو د صحت مهر لګوی. نو له دې کبله اوس دا هم د مشرانو یوه مهمه ذمه واری ده چې د همدغو  جایزو، آسانه او ممکنو مخلصونو له لارې هم له خپلې مخې پرا ته خنډونه  لیرې کړی او هم د خپل مظلوم، بې وزله او در په دره ولس لپاره د سوکالۍ او خوشالۍ لارې خلاصې. پاتې شوې د غربیانو هغه پلمې چې د ښځو او ترهګرۍ په هکله یې مطرح کوی او ښایی هیڅکله یې پوره هم نه کړی شو، نو په اړه یې فقط له خپلو شرعی او ملی انګېرنو سره سمه تګلاره په کار ده او بس.

ممکن است شما دوست داشته باشید