روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

راځئ ! جهادی او حماسی فضا حاکمه کړو !!

دوهمه برخه

جبریل سعد

وایی(ان من البیان لسحراً): ځینې خبرې جادوگرې وی، کله د پوهاوی او لارښوونې اړوند خبرې له واقعی احساس، د زړه له سپېڅلتیا، اخلاص او اړوندې ژورې پوهې او مهارت څخه سرچینه واخلی؛ بیا نو د جادو اغېز پرېباسی، د شعر خو هسې هم کار او پیکار له احساس او عاطفې سره دی، که د شاعر او ترنم کونکی له ویښ ژور احساس څخه سرچینه واخلی؛ همغسې نور احساسات ډېر زر ژور بدلوی را بدلوی، هغه چې وایی: خبره چې له زړه وی زړه ته لاره کوی، یانی ویده احساسات د یو ویښ احساس پر مټ را ویښېږی، همدې ته پر کتو د کمال رتبې ته رسېدلی احساس او اخلاص څښتن که اوس په هره برخه کې او هر څومره زیات بوخت هم وی، خو د ساړه جهاد په توگه را له غاړې اسلامی حکومتولۍ په تړاو څومره چې کېدای شی د پوهاوی هڅې پکار دی.

په تېر کې هم د عامه پوهاوی او ذهن جوړونې چاره پاک زړو علمی شخصیتونو، حماسی شاعرانو او د ترنم بلبلانو ترسره کړې چې د افغانیت او دینی مکلفیت له احساس وروسته تر ټولو ډېر رول پکې د نازک خیاله شاعرۍ او زړه وړونکی ترنم ثابت شوی او همدې د اشغال پر وړاندې د بشپړې بیدارۍ او پوهاوی ځای ونیو، د پخوانۍ بې تکلفه او ساده افغانی ټولنې هر وگړی پاک زړی و، د هېواد دینی عالمانو هم د شوروی ښکېلاک پر وړاندې پوهاوی عام کړی او ورته تر وروستی حده یې کار کړی و، خو د صلیبی اشغال پر وړاندې بیا دا هیڅ نه و، یواځی دومره چې د مخکینی جهاد مخکښو مجاهدینو یې په اړه څو وړاندوینې کړې وې، نور یې پر وړاندې د ځوانانو احساسات ویده او کوم چې ویښ و هغه لا له وړاندې د انارشیزم پر وړاندې جهاد ستړی کړی او اوس د اشغالگرو د پاسپورس بمونو په ږلۍ کې نیم ژوانده په خوځښت و، ښه مې یاد دی پاک زړو شخصیتونو او حماسی شاعرانو او شعرونو له همدې کړکیچن تنگ فرصت څخه په گټې اخیستنې په گډه پوله د پنډغالو روږدو ځوانانو احساسات لا هم را ویښ او د اشغال پر وړاندې جهاد ته یې را وایستل او بیا په را وروسته وختو کې خو یې ډېرې زیاتې بېلگې ولیدلې شوې چې د پاک زړو اغېزمنو شخصیتونو، شاعرانو او ترانه ویونکو د خپلې وسې دغې پوهاوی څومره لنډ وخت کې څومره پراخ او ژور بدلون را منځته کړ.

دغو ماهرینو د ولس د بېلابېلو قشرونو ویښ احساسات پر خوځښت او ویده یې را ویښ کړل، د جگړې اور یې دې ابراهیم خېلو ته له کیف او وږمو ډک شین بڼ کړ، له مکتب او لېسې ورته استاد او محصل راځغاستل، له کور او مدرسې آن چړی مبارک لا پښې ورته را سپکې کړې، د کلی او دودیزو مېلو شډل ځوانانو غرونو ته مخه کړه، شتمن پر مجاهد-یتیم-بندی-ځخمی-او پر کورنیو یې پام کاوه، بېوزله (مستضعف) ته ځان ډېر بد ښکارېد چې خپلې بېوزلۍ هیڅ ته نه دی پرېیښی-بیاهم په دې تمه چې خدای به یې وخت راولی…، کدرونو له خپل فن څخه په استفادې جهاد او مجاهد ته د ښېگڼې رسولو په فکر کې و، تورسرې اړوندو بېلابېلو احساساتو په مخه کړې وې چې څنگه به (مجاهد ته خواړه برابر کړی؟ جامې ور ومېنځی؟ پر کور او ماشومانو یې پام وکړی؟ د دښمن له سترگو یې پناه کړی؟ د مجاهد پوښتنه او د ځخمی دودیزه درملنه وکړی؟) پرې د دې بڼ یوه وږمه راشی، همداسی د هېواد هر قشر او طبقې تر جهاد او مجاهد پورې دا ډول بېلابېلې لارې ایستلې وې چې پر خورا لوړ زغم یې ووهلې، پر بې سارو قربانیو یې وپاللې او دا دی هماغه د فلان او فلان شیخ صیب، مولوی صیب، قوماندان صیب، قاری صیب، طالب، مجاهد خبرو او د حماسی شاعر نازک خیالۍ او د ترانه ویونکی ترنم یې راویښ کړی جهادی احساس د اور له پاسه، د اغزو پر څوکو او یوې نړۍ دردونو سره تر دې ځایه له معاش او هر ډول مادی گټو څخه بې فکره زموږ مله کړل.

هو ! تر دې ځایه، خو دا یو منلی حقیقت دی او باید پرې د مجاهدینو، ولس او ټولو لوریو د سرخلاصۍ او پوهاوی هڅه وشی چې لا هم موږ د جهاد په نیمه لاره کې یو او بشپړ لنډول یې لازیاتې نه ستړې کېدونکې هڅې غواړی، دلته د غرب تېرې۲۰کلنې وسلوالې جگړې چې د سړې جگړې سیاسی او تبلیغاتی ډولونو یې هم ملتیا کوله پر وړاندې یې د خپل جنس بالمثل وسلواله مبارزه جهاد و، خو چې په نیمه لاره کې غرب د خپلې جگړې بڼه بدله کړه، بیا یې په مقابل کې څرنگه زموږ سوړ جهاد یواځی او محض حکومتولی وگڼل شی؟ هغه هم داسی چې اوسنی ټکنی وضعیت یې بشپړ د مقابل لوری د سړې جگړې پر اثر رامنځته او دوام کوی، که د ساړه جهاد په توگه نننۍ حکومتولی جهاد نشی، بیا خو تېره تبلیغاتی او سیاسی مبارزه چې د همدې حکومتولی په را وستو کې یې غوښنه برخه لرلې؛ هم د ساړه جهاد له ډولونو څخه و، هغه هم باید جگړه وگڼل شی او بیا به دا کوم منطق وی چې غرب راسره په جگړه، موږ او حکومت مو پکې په نښه او موږ لا ورته د جگړې په سترگه هم نه گورو چې پر وړاندې یې (د حکومتولۍ په بڼه سوړ) جهاد وکړو؟، بلکې د واک له انگېزې سره حکومت کوو او رتبې پکې لټوو، دا یواځی د غرب د جگړې همدې بدلې کړې بڼې پر اثر زموږ اغفال دی او بس، حقیقت دا دی چې اسلامی حکومتولی او پر جهادی احساس او انگېزه ترسره کول یې د دین او سیاست په څېر یو له بله نه بېلېدونکی دی، خو غرب په دین او سیاست پسې، اسلامی حکومتولی او له جهادی احساس او انگېزې سره یې ترسره کول هم یو له بله سره بېل کړی چې باید سره را یوځای او په اړه یې گډ پوهاوی ترسره شی. بیاهم وایم: د جهاد له انگېزې تشه حکومتولی په نیمه لاره د وسلې پر ځمکه ښودلو په مانا دی، که غرب د جگړې بڼه له گرمې په بشپړ ډول سړې ته بدله کړه، دا نه لازموی او نه ښایی چې زموږ جهاد او جهادی برم دی له جهادی احساس او انگېزې تشې حکومتولۍ ته ورسره را ټیټ او ولوېږی، یواځی حکومتولی دی وی او جهاد دې نه وی یادې ونه گڼل شی، بلکې همغه د ساړه جهاد تبلیغاتی او سیاسی ډولونو پر ملتیا گرم جهاد مو اوس د حکومتولۍ په بڼه د بشپړ ساړه(سیاسی، تبلیغاتی او…)جهاد په توگه پر مخ روان او د وسلوال برحق او سپېڅلی جهاد له بریا وروسته یې ځای اوس د حکومتولۍ سپېڅلی جهاد نیولی دی، یواځی د عام پوهاوی له لارې د جهادی احساس، ولولې او انگېزې کمی دی چې غرب پکې زموږ د اغفال لپاره رامنځته کړی او ټوله حکومتولی، نظام، جوړښت، هېواد او ولس مو پرې نیمگړی دی… درېیمه او وروستۍ برخه بیا…

ممکن است شما دوست داشته باشید