روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

راشئ له پسرلی یې زده کړو!

محمد نبی سلطانی

پسرلی درختی زرغونې کړې، سندونه ئې بهاندکړه، غرونه ئې په شنو ونو وپوښل او صحراوی ئې په ګلو فرش کړې. راسئ موږ هم په خپلو زړو کی د مینی، محبت،  یووالی، مرستی، کومک، صبر، زغم او ټیکاو تخم شین کړو.

پسرلی د اسمان پرمخ غونډۍ – غونډۍ وریځی را وستې،  د رحمت بارانونه ئې وورول سمی او ویجاړی، دښتی او ښارونه، غرونه او رغونه ئې د رحمت په اوبو ومینځل، راسئ موږ هم خپل کرکی او نفرتونه تعصب او بد لوزونه، زړونه او دماغونه د مینی، ورورۍ او الهی رحمت په اوبو ومنځو.

پسرلی برېښنا وپړکول، د ژوند نغمه ئې د بیدو موجوداتو په غوږو کی و ږغول، نوی روح ئې په رګوکی ور پوه کړله، د ژوند په نوم ئې له ژوند سره اشنا کړل، راسئ موږ هم خپل اواز پورته او سر له خلوته راوباسو، له هغو غوږو پمبې، له سترګو پردې او له خولو کیزې لیری کوو، چی د بل په اشاره د بل په غوښتنه او د بل په لارښوونه خوځیږی او حرکت کوی.

پسرلی په خپل تاندوالی هرڅه له خوبه راویښ کړل، په خپل جلال سره ئې د یووالی، ښکلا او خوښیو وږمې راوړې، د تور تم اوتیارې ټغر  ئې ټول کړ، د ژمی سوړوالى ئې له منځه یووړ او هرڅه ئې نوی کړل، راسئ موږ هم له هغو سترګو د نفرت تیارې لیری کوو، چی لا تیاره دی،  راسئ  هغه له خوبه راویښ کړو، چی لابیده دی، راسئ هغه پر کار کو چی لا بېکاره دی، راسئ د  هغو فکرونه، ذهنونه، خیالونه اوکارونه نوی کوو چی لا زاړه دی.

پسرلی د حرکت او فعالیت، د نوښت او ابتکار، د  قوت او قدرت پیغام راوړ، شپې ئې لنډی، ورځی ئې اوږدې کړې، د ګلابونو عطر ئې په هواکی خپاره کړل، د باروتو، وینو او دودونو بوی ئې له منځه یو وړ. راسئ له دې چانسه موږ هم ګټه واخلو، خپل لرلی حرکت او فعالیت، نوښت او ابتکار، قوت او قدرت په کار واچوو، د پوهی او علم، د سیرت او بصیرت په ملتیا، د خپل شعری او نثری ځواک په مټ د اولس پر ژورو پرهارو ملهم کښېږدو،  د مینی او محبت، یووالی او ورورولۍ، اتحاد او اتفاق، سولی او ټیکاو زمزمه ورته وږغوو؛ ځکه چی مینه او محبت، یووالی او ورورولی، اتحاد او اتفاق، سوله او ټیکاو نبوی سنت او بشری اړتیا ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید