روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د ۴۰ میلیونو ډالرو یوه بله مرسته هم هېواد ته راورسېده

شریعت: د افغانستان بانک وایی، چې افغانستان ته د مرسته کوونکو هیوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې پرون د څلوېښت میلیونه امریکایی ډالرو بله نغده کڅوړه را هم راورسېده.

دا په روانه اونۍ کې دویمه کڅوړه ده چې افغانستان ته راځی او یو سوداګریز بانک ته سپارل کېږی.

‏د افغانستان بانک د نړیوالې ټولنې له مرستو د مننې او قدردانۍ تر څنګ له دوی څخه غوښتی چې له افغانستان سره په نورو برخو کې هم تعامل او همکاری ولری او له دې لارې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړی.

د بانک له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې ‏د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی پر دې باور دی چې افغانستان ته له هرې اصولی لارې د اسعارو راتګ نیک ګام دی او له نړیوالې ټولنې غواړی چې د بانکی سکتور له لارې خپلې بشری مرستې له افغانستان سره تر سره کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید