روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د یتیم پالنه او زموږ بې غوری

جبریل سعد

یتیم زموږ په سپیڅلی دین کې ډېره لوړه رتبه لری، د یتیمانو د پالنې او زموږ په مسلمانه ټولنه کې یې د رتبې پر موضوع بې شمېره ایاتونو او حدیثونو کې په ډېر  تأکید سره موږ ته لارښوونې شوې دی.

که موږ د غه لارښوونې په ښه توگه تعقیب او بیا عملی او تمثیل کړو، امید دی را له غاړې مکلفیت به مو یوڅه تر سره کړی او یتیمان به یوڅه له ورپېښ بحرانی حالته را وباسو. موږ ته چې په خدای (ج) د یتیم گرانښت او هغه رتبه یې هم ښه راته معلومه وی چې خدای (ج) ور کړې، په کار ده چې په خپل ټول توان ورته متوجه و اوسو.

د یتیم په اړه دغه لارښو ونې، د هغه له رټلو منعې او د هغه پر مال خوړلو ځانگړی سخت وعیدونه له دې امله راغلی چې یتیمان زیاتره داسی څوک نلری چې د فطری عاطفې له مخې د دوی ښې دینی او اخلاقی روزنې او د ژوند چارو ته پاملرنه او د دوی د حقونو ساتنه وکړی، ځکه میندې ډېر ی له دې څخه نا وسه وی.

نو ارحم الراحمین ذات د دوی په اړه له ډېر تأکید سره لارښوونې کړې ترڅو یتیمان خلکو ته د خپل اولاد پشان گران وی او د هغو دینی او اخلاقی روزنه وکړی.

ایات شریف لاندی د هغه د نزول کیسه داسی کړې چې حضرت عبدالله بن عباس او حضرت قتاده (رض الله عنهما) وایی: د سورت انعام۱۵۲م ایات او د سورت نساء ایات نازلېدو سره مسلمانان د یتیمانو د مالونو په اړه سختې وارخطایۍ په مخه کړل.

تر دې چې د هغو مالونه یې له خپلو مالونو بېل کړل، د یتیمانو خواړه به یې جلا ور تیارول، که بیا به ترې زیات هم شول، لا نه به یې خوړل ترڅو ضائع به شول، خو دا هم ورباندی گرانه تمامېده، نو له نبی علیه السلام څخه یې پوښتنه وکړه، خدای(ج) ایاتونه نازل کړل چې دوی ته ووایه چې له اجورې او بدلې پرته د یتیمانو د مالونو پالنه او ساتنه غوره او د ثواب کار دی، یانی د دوی لپاه پکې مالی گټه ده او ستاسو لپاره پکې ثواب دی.

د تفسیر المنار لیکوال د خپل استاد په حواله لیکی: په قرآنکریم کې د یتیمانو په اړه له لارښوونو څخه صحابه کرامو داسی پند اخستی و چې د هغوی پر نفسونو یې کنترول کړی و او له دې وېرې چې په ظلم اخته نشی حیران او سر گردان و چې څنگه یې پالنه هم وکړی او په مالونو کې یې له خیا نته ځان هم وساتی؟ ځکه د گډون پر وخت په خوړو کې له خپلې برخې لږ شانتې زیاتی هم دیتیم له مال څخه شو.

که یتیم عقل لری، نو خوښې (چې له رواج او یا بلې نښې څخه مالومېږی) ته به یې وکتل شی او دا زیاتوالی به روا شی، خو که نومړی له چا سره گډ شی، نو هم له خپلې برخې پر زیاتو خوړو خامخا یا په ظلم کې اخته کېږی او یا دا چې د چا له حق څخه کمی هم په ظلم کې راځی، نو د ظلم شک پکې وی.

له همدې وجې له صحابه کرامو سره د گناه وېره پیدا شوې وه، که څه هم رواج خو دا و چې د خوړو گډونوال به په ژور نظر نه کتل کیدل چې څوک او څنگه دی، خو ځینو به (له همدې وېرې) آن د یتیم پالنه لا نه کوله او ځینو به یتیمان له خپل او لاد څخه بېل ساتل او په هیڅ شی کې به یې نه ور سره گډول آن چې یتیم ته به یې بېل پخلی کاوو.

خو په دې کې چې د تکلیف سربیره د یتیم هم کوم مصلحت نشته، بلکې لا نور هم یتیم د تربیې له مخې خرابوی، د هغه د مال بیځایه لگول دی او پکې د یتیم ترټنه هم خامخاوی، نو ځکه دوی حیران و او پوښتنې ته اړ شول ترڅو له یوې خوا یتیم د خپل کفیل په کور کې د هغه د اولاد غوندې د درنښت ژوند وکړی او له بلې خوا کفیل په ناحقه د هغه له مال خوړلو خوندی وی.

نو خدای (ج) د دې ستونزې د حل لپاره رسول الله (ص) ته وفرمایل: د یتیم د پالنې او کفالت په برخه کې او د بېلې او یا گډې پالنې د مصلحت په اړه پوښتونکو ته و وایه چې د یتیمانو پالنه او تنظیم یې له نه پالنې غوره دی، نو که د دوی په مالونو کې وی اوکه یې په نفسونو کې، خو هیڅ داسی شی چې پکې تاسو د یتیمانو ښېگڼه وینی مه پرېږدئ.

تفسیر لیکې چې د یتیم د نفس پالنه هغه ته په اسلامی فرهنگ ښودلو او د هغه په تربیه سره ده، د هغو د مالونو پالنه د میوې د راوړلو لپاره په کرهنه، خړوبولو او په گټه راوړلو سره ده او دا غوره ده له دې چې دوی خپل سری پریښودل شی.

کفیل ته د یتیم مال په ځای لگول هم یتیم ته گټه ده چې پکې د هغه ښیگڼه وی او هم د یتیمانو(د مال) له نه پالنې زیږېدونکو ستونزو په مخنیوی کې کفیل ته گټه ده او عامه گټه یې دا ده چې د یتیمانو اجتماعی ژوند هم ور سره ښه کیږی، همدارنگه د یتیم مال پر ځای لگولو کې کفیل ته په دنیا کې د یتیم ښه رهنمایې او په آخرت کې یې ښه بدله ده.

تفسیر المنار د تفسیر کبیر په حواله لیکی: د یتیم د پالنې او د چارو کنترول یې د هغه د ټولو مصالحو لکه لارې ته را وستلو، ښې پالنې، ادب ور ښودلو او… د لاسته راوړنې لپاره د پام وړ دی ترڅو په دینی پوهه، ادب او مهذب را لوی شی، په دې کې د تجارت له لارې د هغه د مال پالنه هم راځی چې پر بې ځایه لگولو یې ترې ضائع نشی.

تفسیر المنار په دې ځای کې لیکې: یانی که تاسو له دوی سره په گډ ژوند کولو کې د هغو کومه گټه وینی، نو دوی ستاسو دینی وروڼه دی، وروڼه خو په ژوند کې سره گډ وی (تاسو هم ور گډ شئ)، تفسیر لیکی: مانا دا ده چې له یتیمانو سره په، خوراک، څښاک او معامله کې گډون کول باید گناه ونه گڼله شی، دوی ستاسو وروڼه دی، وروڼه د ژوند په هرڅه کې سره گډ وی، د یوه هم په دې کې کوم زیان نه وی، بلکې دا د دوی لپاره په گټه وی چې هر یو د ټولو د ښیگڼې په هڅه کې وی.

ترمنځ گډون یې د درگذر پر بنسټ ولاړ وی، ځکه له تمې پاک او ښه نیت پکې له ورایه مالوم وی، نو داسی شوه لکه چې خدای (ج) وایی: که تاسو له یتیم سره گډ ژوند کوئ نو خامخا په دې گډون کې د ورورگلوۍ چلند ورسره وکړئ چې ستا سو په کور کې هغه ستاسو د کوچنې ورور غوندې وی، تر وسه به یې ښیگڼې ته پاملرنه کوئ او په تول کې به یې د روند ساتئ.

تفسیر لیکی چې په دې ایات شریف کې له یتیمانو سره د وروگلوۍ چلند د هغې مینې او اخلاص پر بناء دی چې د یو سالم فطرت څښتن یې له خپلوانو سره لری (له یتیمانو سره مو هم باید له همغه څخه کم نه وی). نور بیا…

ممکن است شما دوست داشته باشید