روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر  په خوست کې د بشری مرستو وېش پیل کړ

باختر آژانس: د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقانی خوست ته په سفر کې  پر ۹۰۰ اړمنو کورنیو د بشری مرستو وېش پیل کړ.

ښاغلی حقانی ویلی: دوی هڅه کوی چې د هېواد په لرو پرتو سیمو او ولسوالیو کې د بشری مرستو بهیر پراخ کړی.

هغه ټینګار وکړ، چې دغه مرستې باید په عادلانه توګه پر اړمنو کورنیو ووېشل شی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر له دې مخکې ویلی و چې د بشری مرستو په وېش کې د فساد شتون د زغملو وړ نه دی او له هغو کسانو  او موسسو سره به قانونی چلند وشی چې په فساد  ککړ وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید