روزنامه اصلاح
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د کوچنیو بندونو جوړولو ګټی زیاتی وی او د لویو بندونو خطرونه هم لوی وی

لیکنه: احسان الله حلیمی

د نړۍ هیوادونو چی څومره غټ او حجم لرونکی د اوبو بندونه جوړ کړی په همهغه اندازه ئې خطرات هم پر ځان منلی دی.

په ځمکه کی هر وخت، هره دقیقه د زلزلې، جیولوژیکی بدلونونو، د غرونو اورغورځونی، تېز بادونو، طوفانونو، د ځمکی فزیکی فرسایش او د اوبو د حجم زیاتېدو امکان سته چی، د بندونو د ماتېدو سبب کېدای سی چی په زیاته کچه ځانی او مالی تلفات اړوی.

موږ د خپلو همسایه ګانو سره نه دوستی او نه دوښمنی کولای سو نو ولی غټ بندونه جوړوو؟

زما فکر همدومره کار کوی که چېری په هری سیمی کی کوچنی د اوبو بندونه جوړ سی نو لاندی ګټی به ولری:

یو: کوچنی د اوبو بند د ماتېدو او تخریب په صورت کی لږ ځانی او مالی تلفات لری.

#دوه: په لږو لګښتونو جوړېږی.

درې: پرمختللو وسایلو، انجنیرانو، پېچلو سروې ګانو او معلوماتو راټولولو او ډېرو محاسبو ته اړتیا نه لری.

څلور: هره سیمه د اوبو څخه برخمنه کېږی.

پنځه: دښمن د بندونو په ماتولو او تخریب پسې نه سی رسېدای، ځکه هر کلی، هره ولسوالی او هر ولایت د اوبو بندونه لری. (هند وګورئ)

شپږ: خپلی اوبه به مو د جنجال او جګړې په بڼه د همسایه ګانو د کور دروازې مخ ته نه وی ولاړی.

(لکه کمال خان بند)

اووه: پر کلیو او ښارونو د سېلابونو او زیاتو هجومی اوبو د راتلو مخنیوی کېږی.

اته: د ویالو جوړولو او کانالیزاسیون سیسټم اسانه کېږی.

نهه: په هری سیمه کی د طبیعی ځنګلونو جوړېدو سبب کېږی. (چین وګورئ)

لس: د هوا د ګرمی درجې د راټیټېدو سبب ګرځی.

(الجزایر وګورئ)

یوولس: اوبو ته د کروندګرو او بزګرانو لاسرسی اسانه کېږی

دیارلس: د کرهڼیزو ځمکو، پلونو، پلچکونو او لارو د خرابېدو مخنیوی کېږی.

څوارلس: د اوبو کوچنی چیک ډیمونه په عین وخت کی د کبانو د روزنی او ساتنی فارمونه دی، د کبانو غوښو ته لاسرسی ډېرېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید